د بغلان ولایت مسوولین وایي چې د واورې ورښت او توپان له امله د سالنګ لویه لاره د هر ډول ترافیکو پرمخ تړل شوې ده. د بغلان د والي ویاند عالم مجیدي وايي چې د واورې ورښت او توپان له امله دغه لویه لار تېر ماښام د مسافرو د خوندیتوب په موخه تړلې ده. د نوموړي په وینا، مسافر باید سالنګ کې د توپان پای ته رسېدو او د لارې تر خلاصېدو سالنګ لور ته له سفر کولو ډډه وکړي. تر دې مخکې پرون سهار دغه لاره یواځې د ټیلري موټرو پرمخ تړل شوې وه.












