په خیبرپښتونخوا کې د سوات سیمې اوسېدونکو پراخ لاریون کړی دی. د دغې سیمې اوسېدونکي پرون لارو کوڅو ته راوتلي وو او د ترهګرۍ ضد پولیسو مرکز په ګډون د وروستیو ترهګریزو بریدونو په غبرګون کې یې ویلي چې په خپلو سیمو کې به د ترهګرو بیا ځلې ځای پر ځای کېدو مخه ونیسي. پهدې لاریون کې سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او قومي مشرانو ګډون کړی وو. ورته مهال په خیبرپښتونخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې ټاکل شوې نن د سوات په لکي مروت سیمه کې هم د امن په حق کې ولسي پاڅون وکړي.












