چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د سوریې ولسمشر بشارالاسد د چين میډیا ګروپ له خبريالې سره ځانګړې مرکه وکړه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 30, 2023
in نړیوال خبرونه
0
د سوریې ولسمشر بشارالاسد د چين میډیا ګروپ له خبريالې سره ځانګړې مرکه وکړه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د سوريې ولسمشر بشارالاسد د سپتمبر له ٢١مې څخه تر ٢٦مې پورې د هانګ جو د اسيايي لوبو په موده کې له چين څخه لیدنه وکړه او په ترڅ کې يې د چين میډیا ګروپ له خبريالې سره ځانګړې مرکه وکړه.

چين ته د ده وروستی سفر په ۲۰۰۴م کال کې و. له نژدې شلو کلونو وروسته له چين څخه د بيا ليدنې په اړه بشار وويل، چې چين په دې کلونو کې ستر پرمختګ کړی دی. چین یو وخت ” د نړۍ فابریکه” یا “د نړۍ د سوداګريزو توکو فابریکه” بلل کېده، خو اوس چین ” د نړۍ د نوښت پر فابریکه” بدل شوی. له بلې خوا، چينايان په خپل وطن پوره وياړ لري. د وياړ دغه احساس د هېواد له خوا د پرمختيايي لاسته راوړنو له لړۍ څخه رامنځته کېږي. په عين وخت کې تر ټولو ارزښتناکه خبره دا ده، چې له هېواد، ټولنې او عنعنوي دودونو سره د چينايانو د پېژندنې حس نه دی بدل شوی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

بشارالاسد وويل، اوس چين په نړۍ کې یو لوی هېواد دی او په نړيوال ډګر کې ډېر مهم رول لوبوي. چين د نوي ډول نړيوالو اړيکو پر ټينګښت ټينګار کوي او د تسلط پالنه ردوي. چين نه یوازې د ملګرو ملتونو په امنيت شورا او يا نورو نړيوالو ډګرونو کې له سياسي پلوه له سوريې سره ولاړ دی او د چين اړوند دريځ ډېر څرګند دی.

ده زیاته کړه، چې د اوسنيو نړيوالو حالاتو په وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ پراخو خبرو اترو ته اړتیا وجود لري. د دې ترڅنګ، په سوریه کې اوسنی اقتصادي وضعیت سخت دی، د لوېدیځو هېوادونو کړنو د سوریې خلک له لوږې سره مخ کړي دي. چين له سوريې سره بشري مرستې برابرې کړي، چې له سوريایانو سره د هغوی د کړاوونو په کمولو کې مرسته وکړي.

د روان کال په پسرلي کې په منځني ختیځ کې “د پخلاینې څپې” رامنځته شوي دي. عرب لیګ ته د سوریې پر بېرته راستنېدو  سربېره، د چین په فعال منځګړتوب سره، سعودي عربستان او ایران هم د خپلمنځي ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا رغولو اعلان وکړ. بشارالاسد په منځني ختيځ کې د سولې او ثبات د پياوړتيا په برخه کې د چين د رغنده رول ډېره ستاینه وکړه. هغه وویل چې له ۴۰ کلونو راهیسې د سعودي عربستان او ایران تر مینځ شخړه روانه ده، دا د لویدیځو ډیپلوماټیکو موډلونو په تېره بیا د امریکا د ډیپلوماټیک موډل نمونوي نتیجه ده. امریکا د څو هېوادونو ترمنځ ستونزې رامنځته  کړې او بیا يې له دغو هېوادونو څخه خپلې شخصي ګټې تر لاسه کړي.

ده همداراز څرګنده کړه، چې د چین په منځګړيتوب د سعودي عربستان او ایران د ډیپلوماتیکو اړیکو بيا رغول په دې مانا دی، چې چین د لویدیځ په څېر تشې خبرې او تش تبلیغات نه کوي، بلکې په واقعي توګه سیاسي عملونه تر سره   او پایلې یې تر لاسه کوي.

سوریه د تېر کال په جنورۍ میاشت کې د يو کمربند او يوې لارې له وړاندیز سره یوځای شوې ده. بشار وويل، د يو کمربند او يوې لارې وړاندیز او د نړيوال پرمختګ، امنیت او تمدن په اړه د رئيس شي جين پينګ وړاندیزونو سره يو ځای بشپړ سيستم جوړ کړی. پرمختګ له امنیت سره نه بېلېدای شي، یوازې په پرمختګ او امنیت سره کولای شو د هېوادونو ترمنځ تمدن، اخلاقي او کلتوري اړیکو ته دوام ورکړو. د يو کمربند او يوې لارې وړاندیز نه یوازې د چین وړاندیز دی، بلکې نړیوال وړاندیز هم دی.

بشار هيله څرګنده کړه، چې چين کولای شي په پر له پسې توګه سياسي رول ولوبوي، چې دا چاره د رئيس شي جين پينګ له وړانديزونو څخه جلا نه وي. بشار د رئيس شي جين پينګ دغه نړيوال وړاندیزونه د نوې نړۍ اصول  بللي. هغه وويل، په دې دوره کې، چې موږ اوس ژوند کوو، له زړې نړۍ څخه نوې نړۍ ته د انتقال دوره ده. موږ د اخلاقو، همکارۍ، اصولو او ګډو ګټو پر بنسټ سیاست ته اړتیا لرو. دغه راز د رئيس شي جين پينګ نوموړي وړاندیزونه د نوې نړۍ لپاره ګټور دي، چې د زړې نړۍ د بدلولو لپاره به وده ورکړي.

Previous Post

قمي: د مسکو غونډه کې پر سیمه ییزو جوړښتونو خبرې شوې دي

Next Post

(( بشري حقونو ته د درناوي او تضمين ورکولو په اړه د شي جين پينګ د ويناوو لنډيز)) د عربي بڼې کتاب د نشراتو مراسم په قاهره کې تر سره شول

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

(( بشري حقونو ته د درناوي او تضمين ورکولو په اړه د شي جين پينګ د ويناوو لنډيز)) د عربي بڼې کتاب د نشراتو مراسم په قاهره کې تر سره شول

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

هرات کې د چت لوېدو پېښه؛ د یوې کورنۍ ۵ کسان مړه شوي

هرات کې د چت لوېدو پېښه؛ د یوې کورنۍ ۵ کسان مړه شوي

مارچ 13, 2024
عزیزي: له ایران سره سوداګري تر ۱۰ میلیارد ډالرو رسول غواړو

عزیزي: له ایران سره سوداګري تر ۱۰ میلیارد ډالرو رسول غواړو

مې 2, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ