د سولې انعکاس تر عنوان د کلتوري تبادلې فعاليت، چې د چين میډيا ګروپ او په روسيې کې د چين سفارت لخوا جوړ شوی، په ځايي وخت د اګست په ۱۸مه نېټه د روسيې په پلازمېنه مسکو کې تر سره شو. د چین ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ ياد فعاليت ته ويډيويي وينا کړې.
شن های شيونګ ویلي، چې چين ميډيا ګروپ غواړي له نړيوالو همکارانو سره کلتوري همکارۍ نورې ژورې کړي، نشرات د فکر، هنر او تخنيک په وصلولو سره وکړي، د خبرونو، معلوماتو او سرچينو د شريکولو پلاټفورم جوړ کړي، د زورزياتي ضد او د عدالت ملاتړ کوونکي چيني غږ مروج کړي، څو په يووالي سره چلينجونه حل کړي او په همکارۍ سره پرمختګ ومومي.
په دې فعاليت کې مستند فلم » لوی بريالیتوب؛ د جاپاني یرغل پر وړاندې د چینایانو د مقاومت د جګړې په اړه د پخواني شوراوي اتحاد د انځورګرانو عکسونه « چې د چين ميډيا ګروپ د سي جي ټي اين او د روسيې ملي راډيو ټلویزیون سټېشن لخوا په ګډه جوړ شوی، خپور شوی.












