چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

د سولې خبرې او ټاکنیزې ناندرۍ؛ ټرمپ وايي، ژر به هوکړه لاسلیک او خپل سرتېري له افغانستان وباسي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 26, 2020
in افغانستان
0
د سولې خبرې او ټاکنیزې ناندرۍ؛  ټرمپ وايي، ژر به هوکړه لاسلیک او خپل سرتېري له افغانستان وباسي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اوچا: میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

خلیلزاد: د پاکستان وضعیت د درې کاله مخکې په پرتله لار خراب شوی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې ډېر ژر به له افغانستان د ځواکونو وتل پيل شي او د سولې هوکړه به لاسلیک شي. نوموړی چې دمګړی په هند کې دی وایي، د سولې لپاره هيلې زیاتې شوې دي. بلخوا بهرنیو رسنیو د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې له ولسمشر غني د لوړې مراسمو د ځنډولو غوښتنه شوې ده. رویټرز خبري اژانس وایي، امریکا وېره لري چې د لوړې مراسمو او ټاکنو د پایلو پر سر شته ناندرۍ به د سولې بهیر زیانمن کړي، نو له همدې امله زلمی خلیلزاد هڅه کوي چې د لوړې مراسم وځنډول شي. افغان سیاسیونو هم د وضعیت د سمولو لپاره هڅې پيل کړې دي، خو تر دې دمه کوم پرمختګ په دې برخه کې نشته.

وروسته له دې چې له طالبانو سره د سولې خبرې مهم پړاو ته ورسېدې، ورسره جوخت د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان کړې. دې پایلو د هېواد په ګوټ ګوټ کې ستونزې او کشمکشونه جوړ کړل. ډاکټر عبدالله عبدالله ځان ولسمشر اعلان کړ، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا ولسمشر غني ګټونکی بللی دی. ډاکټر عبدالله په بېړنۍ توګه ځینې والیان هم معرفي کړل، هغه څه چې د ډېرو اړخونو اندېښنې یې پارولې دي. بلخوا د ښکېلو لورو تر منځ د تاوتریخوالي د کمولو اونۍ پیل شوې ده چې مخ پر خلاصېدو ده او ټول اړخونه هڅه کوي چې د سولې هوکړې د لاسلیک لپاره د باور فضا رامنځ ته کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند د سفر پر مهال ویلي چې ډېر ژر به د سولې هوکړه لاسلیک شي. د ده په خبره، اوس ټول په یوه خوله د دې غوښتونکي دي چې په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې حل شي او بهرني ځواکونه له دغه هېواد ووځي. ټرمپ زیاته کړې چې په دې وروستیو ورځو کې په افغانستان کې جګړې کمې شوې دي، تاوتریخوالی کم دی او دې مسئلې د سولې لپاره هیلې نورې هم ډېرې کړې دي. ټرمپ ټینګار کړی چې په نږدې ورځو کې به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړي او د وتلو بهیر به یې هم پيل شي.

د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې ډېر ژر به له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي. نوموړي په هند کې دا هم ویلي چې هند هم د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړې د لاسلیکولو ملاتړی دی. بهرنیو رسنیو هم ویلي چې له افغانستانه د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو وتل د ټرمپ او طالبانو ګډ هدف دی او دواړه لوري هڅه کوي چې دې موخې ته ورسېږي.

بلخوا رویټرز ته دوو باوري سرچینو ویلي چې امریکا له ولسمشر غني د لوړې مراسمو د ځنډولو غوښتنه کړې ده. سرچینه وایي، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هڅه کوي چې د ډاکټر عبدالله عبدالله او ولسمشر غني تر منځ رامنځ ته شوی کشمکش ختم کړي او دواړه لوري دې ته وهڅوي چې د سولې هوکړې تر لاسلیک پورې د لوړې مراسمو وځنډوي او خپلې ناندرۍ پای ته ورسوي. خلیلزاد په دې تړاو له دواړو لورو سره خبرې همه کړې دي. رویټرز زیاتوي، امریکا وېره لري چې داسې نه روان کشمکش د سولې بهیر زیانمن کړي، نو ځکه ټینګار کوي چې دواړه لوري باید اختلافات پای ته ورسوي.

له دې سره جوخت افغان سیاسیونو په تېره پخواني ولسمشر حامد کرزي او استاد سیاف هم هڅې  پیل کړې چې د دواړو لورو تر منځ رامنځ ته شوی کشمکش ختم کړي. استاد عبدالرب رسول سیاف وايي، د افغانستان د سولې مسئله مهم پړاو ته رسېدلې ده، نو افغان سیاسیونو ته پکار ده چې پر دې مسئله یوه ملي او د ټولو خواوو د منلو وړ اجماع رامنځ ته کړي. د ده په خبره، بین الافغاني سوله د ملي اجماع له رامنځ ته کېدو پرته ناشونې ده او باید په روانو اختلافاتو رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه شي. استاد سیاف وایي چې بین الافغاني خبرې به د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته پيل شي.

Tags: Top
Previous Post

په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو وېره؛ افغانستان دې د چین له تجربو ګټه واخلي

Next Post

ویتنام

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
اوچا: میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري
افغانستان

اوچا: میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
خلیلزاد: د پاکستان وضعیت د درې کاله مخکې په پرتله لار خراب شوی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان وضعیت د درې کاله مخکې په پرتله لار خراب شوی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
اسټرلیا له افغانستان سره له شپږ میلیونه ډالرو زیاته مرسته وکړه
افغانستان

اسټرلیا له افغانستان سره له شپږ میلیونه ډالرو زیاته مرسته وکړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د کندوز ابدان دښته کې د نوي ښارګوټي جوړولو پر طرحه بحث وشو
افغانستان

د کندوز ابدان دښته کې د نوي ښارګوټي جوړولو پر طرحه بحث وشو

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post
ویتنام

ویتنام

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ادهانوم: د کرونا اومیکرون بڼه د چټکې پراختیا په حال کې ده

ادهانوم: د کرونا اومیکرون بڼه د چټکې پراختیا په حال کې ده

دسمبر 21, 2021
بدخشان؛ د واخان دویم فاز د جوړېدو تړون لاسلیک شو

بدخشان؛ د واخان دویم فاز د جوړېدو تړون لاسلیک شو

مارچ 13, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved