چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د شانګهای همکارۍ سازمان سره د افغانستان د همکارۍ د زیاتېدو اړتیا

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 24, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د شانګهای همکارۍ سازمان سره د افغانستان د همکارۍ د زیاتېدو اړتیا

default

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د شانګهای همکارۍ سازمان سږنۍ سرمشریزه به د اګست له ۳۱مې د سپتمبر تر لومړۍ نېټې د چین په تیان جین ښار کې ترسره شي. د مالوماتو له مخې، په دې سرمشریزې کې به د څه باندې ۲۰ هېوادونو مشران او د ۱۰ نړیوالو سازمانونو مسئولین ګډون ولري.

شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱م کال کې جوړ شوی او اصلي موخه يې په سیمه کې د امن تامین دی، په لومړیو کې يې شپږ غړي درلودل خو اوس يې شمېر لسو ته پورته شوی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

افغانستان د شانګهای سازمان ناظر غړی دی او او شناندي په دې نظر دي چې افغانستان له دغه سازمان سره په مختلفو برخو کې د همکاریو زیاتېدو ته اړتیا لري.

افغان ژورنالیست اندېښمن ځاځی په دې اړه وايي:

د شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱م کال کې جوړ شوی او تمرکز يې پر امنیت، اقتصاد او فرهنګي همکاریو دی.

د ده په خبره چې دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د یووالي، ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره یو اغېزناک سازمان  بلل کېږي او د نړیوالو اړیکو په ډګر کې يې اهمیت ورځ تل بلې زیاتېږي.

متقابل احترام او نه مداخله د شنګهای د سازمان اصل دی چې د غړو هېوادونو داخلي چارو کې مداخله باید ونه شي او هر هېواد خپلواکه پالیسۍ لري، چې دا د اعتماد فضا رامنځته کوي.

هغه وايي چې افغانستان کولای شي له شانګهای همکارۍ سازمان سره د اقتصادي ودې او ترانزیت په شمول څو برخو کې همکارۍ جوړې کړي او دلیل يې دا ګڼي چې افغانستان د سیمې هېوادونو د اتصال حیثیت لري او زیاتوي چې دا موقعیت افغانستان ته دا فرصت ورکوي چې په سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو لکه (د چین د ” کمربند او لار” نوښت) کې برخه ولري او له دې لارې خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

هغه وايي چې افغانستان کولای شي چې د نشه ‌يي توکو د مخنیوي برخه کې د دغه سازمان له غړو هېوادونو سره ګډ پلانونه جوړ کړي، استخباراتي معلومات تبادله کړياو د نشه يي توکو د کرکیلې د بدیلو کښتونو د پراخولو له لارې له نشه يي توکو سره  مبارزه لا پیاوړې کړي.

د ده په وینا چې د کانونو استخراج هم یوه مهمه برخه ده او دا چې افغانستان غني طبیعي زیرمې لري، خو د استخراج لپاره یې تخنیکي او مالي ملاتړ ته اړتیا لري. د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه، په ځانګړي ډول چین، کولای شي د پانګونې او ټکنالوژۍ له لارې د دغو سرچینو په استخراج کې مرسته وکړي.

د هغه په خبره: په ټول کې که افغانستان، سیاسي ثبات وساتي او د سیمه‌ییزې همکارۍ فرصتونه وکاروي، کولای شي له شانګهای سازمان سره په اقتصادي، امنیتي او ټولنیزو برخو کې مهمې او ګټورې همکارۍ وکړي .

اقتصادي کارپوه محب شریف وویل:

زما په نظر، د شانګهای همکارۍ سازمان سږنۍ غونډه  تر ټولو مهمه او د سیمې په کچه اغیزناکه اقتصادي سرمشریزه ده .

دی وايي چې افغانستان کولای شي د دې سازمان له غړو سره په لویه کچه همکاري ترسره کړي. د نوموړي په وینا افغانستان یو ښه بازار دی او کولای شي د نړۍ له مختلفو تجربو نه چې په دې سیمه کې دغه غړي هېوادونه یې لري، د هغې نه ګټه اوچته کړي، د دې سره په خوا کې کولای شي د سیمي د امنیت په ارتباطو سره د غړیو هېوادونو سره خورا ښه رول ولوبوي.

دی زیاتوي چې د نشي توکو په مخنیوي، د جرمونو په کنټرول او د دې سره په افغانستان کې چې کومې اقتصادي زېرمې دي، د خامو موادو یا معادنو یا د هغو موادو چې اوس نړۍ په خپل پرمختګ کې ورته اړتیا لري او افغانستان باید له دغه ټولو فرصتونو څخه د خپل ولس او خپل هېواد لپاره ګټه اوچته کړي.

افغان پانګوال محیب الله ګردیزي وویل:

د شانګهای همکاری سازمان په منطقه کې یو له مهمو سازمانونو څخه بلل کیږي او دا سازمان چې په شلو کلونو کې په بیلابیلو برخو کې بل خصوص اقتصاد، سرمایه ګذارۍ، سیاست کې ډېرې لاسته راوړنې لري او دې سازمان د منطقی اعتماد جلب کړی. د ده په وینا چې افغانستان د دې سازمان ناظر غړی دی او دا سازمان د افغانستان لپاره مهمې برنامې او مهمې فرصتونه جوړولی شي.

دی وايي چې افغانستان باید له دې سازمان څخه په اقتصاد ، سرمایه ګذارۍ، معادنو، ټرانسپورټ او صادارتو په برخو کې ګټه پورته کړي او دا سازمان په اقتصاد او د ښځو او ځوانانو لپاره د شغل په ایجادولو کې مهم ګامونه اچتولی شي.

خو د ده په وینا، مهمه دا ده چې افغانستان د دې سازمان له فرصتونو څخه استفاده وکړي، خلکو ته د کار زمینه برابره شي او افغانستان له فقر او بیچارګۍ نه خلاص شي.

Previous Post

د جاپاني یرغلګرو ضد د چینایانو جګړې او د فاشیزم ضد د نړیوالې جګړې د بریا د ۸۰مې کلیزې د یادونې غونډې درېیم تمرین ترسره شو

Next Post

د چين په تايوان سيمې کې د تش په نامه مقننه شورا د ځينو غړو د ګوښه کولو د رايګرۍ په دوهم پړاو کې د کومنټانګ ګوند د برياليتوب په اړه د بېجينګ غبرګون

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ا.ا: د نجونو د ښوونځیو په اړه د بهرنيو فشارونه نه منو

ا.ا: د نجونو د ښوونځیو په اړه د بهرنيو فشارونه نه منو

اپریل 29, 2022
له خصوصي سکټوره د ملاتړ صندوق د رهبرۍ کمېتې غونډه وکړه

له خصوصي سکټوره د ملاتړ صندوق د رهبرۍ کمېتې غونډه وکړه

نوومبر 16, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ