ډونالډ ټرمپ د سږ کال د جنورۍ په ۲۰مې نېټې د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه لوړه وکړه او په مراسمو کې يې ډېرو خلکو ګډون کړی و.
راپورونه وايي، د ټرمپ د لوړې د مراسمو لګښت ۱۷۰ میلیونو ډالرو ته رسېدلی او ډېرو خلکو ته يې ټکان ورکړی دی. ځکه د ټرمپ د تېر ځل د لوړې مراسمو لګښت سل ميلیونه ډالره و او د جو بایډن د لوړې د مراسمو لګښت ۶۲ ميلیونه ډالره و، خو د ټرمپ د سږنۍ لوړې د مراسمو لګښت بیا ګڼې پوښتنې راپورته کړې دي.
دغه پیسې يې له کومه او څنګه راټولې کړې دي؟
دغه لګښت یوازې د نوموړي د لوړې د مراسمو لپاره نه دی شوی، بلکې په لوړې کچې د پیسو سیاست پکې رانغاړل شوی دی.
د امریکا خبري رسنیو ويلي، چې د ټرمپ د لوړې په مراسمو کې له مهمو مېلمنو پرته، ډېرو کسانو د بسپنې له لارې وي ای پي (VIP) ټیکټونه ترلاسه کړي دي. هر هغه شتمن کس، چې د ټرمپ د لوړې لپاره یې یو ميليون ډالره بسپنه ورکړې، ۶ ټېکټونه ترلاسه کړي، د ټرمپ د لوړې مراسمو کې يې ګډون کړی او له نوموړي سره يې په ګډه ماښامنۍ ډوډۍ خوړلې ده. په دغو کسانو کې ځيني يې د خپلو هیئتونو له مخې تائید شوي دي.
نیویارک ټایمز ويلي، ځینو کسانو چې یو ميلیون ډالره بسپنه یې هم ورکړې او د کاندیدانو په لېست کې شامل وو، بیا هم وي ایي پي ټیکټونه يې نه دي ترلاسه کړي. سي اېن اېن خبر ورکړی، چې لوی شمېر بسپنه ورکوونکو فرصت درلود، چې د ټرمپ د لوړې په مراسمو کې له نوي ولسمشر او لوړپوړو چارواکو سره د نظریو تبادلې وکړي او همدغه بسپنې يې نورې ګټې ترلاسه کړي.
د یادولو ده، چې کله ټرمپ په دوهم ځل د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې، نو د دغه هېواد ډېرو تصديو او سوداګرو ورسره مهربانه رويه ښودلې ده.
ټوېوټا، فورډ او جېنرال موټورز کمپنۍ د ټرمپ د لوړې مراسمو ته هر یوه یو ميلیون ډالره بسپنه ورکړې ده. د اېپل اجرائيوي رئیس تیم کوک، چې څلور کاله دمخه د ډونالډ ټرمپ د پلويانو هغه کړنې یې په سختو ټکو غندلې وې، چې د تېر ځل ټاکنو پر مهال یې پر کانګرېس بريد کړی و، خو اوس همغه کوک د ټرمپ مراسمو ته یو ميلیون ډالره بسپنه ورکړې او د ټرمپ د لوړې په مراسمو کې يې ګډون کړی و. د امازون پخواني اجرائيوي رئیس جیف بیزوس هم یو ميلیون ډالره بسپنه ورکړې او له ټرمپ سره يې په ګډه ماښامنۍ ډوډۍ خوړلې ده.
د ميکروسافټ شرکت پخواني اجرائیوي رئیس او بنسټګر بیل کېټس، چې مخکې د ډیموکرات ګوند مهم ملاتړی و، ویلي چې هغه د ټرمپ په اړه ښه نظر لري.
د شنونکو په اند، دغه شتمن بسپنه ورکوونکي اوسمهال له بېلا بېلو حالاتو سره مخ دي او دوی غواړي له ټرمپ سره د اړیکو په ښه والي د خپلو شرکتونو پر وړاندې ستونزې لیرې او ګټې ومومي. امریکايي رسنیو همدغه حالت په ډاګه کړی او ویلي یې دي، چې دغو سوداګرو ولسمشر ته بسپنه ورکړې او د ګټو په تمه دي.
دوی د بسپنې په بدل کې د راتلونکو ۴ کلونو لپاره د سیاسي ملاتړ په لټه دي.
دغه حالت په امریکايي سیاست کې اوږد تاریخ لري او د امریکا کانګرېس هم د دغه حالت د مخنیوي لپاره ډېر کوښښونه کړي دي، خو لا تراوسه نه دی بریالی شوی.
په امريکې کې سلګونه کاله مخکې د جرمونو او ګناهونو د لرې کولو لپاره ځانګړی ټیکټ موجود و او شتمنو کسانو به پيسو اخيسته، ځکه دوی ته باور ورکړل شوی و، چې په دغسې لارې خدای ټولو ته بښنه کوي. خو اوسني شتمن کسان بیا له دې لارې له واکمنو کسانو سره اړيکې نه ټينګوي، بلکې د خپلو ډېرو ګټو په لټه دي.
شنونکي باور ښيي، چې د دوی په دغو کړنو سره به د ټولنې د شتمنو او بېوزلو کسانو ترمنځ توپیرونه لا زیات شي او د ملکي وګړیو اواز به ټپ او خاموش وي.











