چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د شي جین پينګ لخوا کارول شوي متلونه او د چين او منځنۍ اسيا د ګډ برخليک ټولنه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 16, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د شي جین پينګ لخوا کارول شوي متلونه او د چين او منځنۍ اسيا د ګډ برخليک ټولنه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين دولت رئيس شي جین پينګ به د قزاقستان جمهوريت د ولسمشر توکايف په بلنه نن ( د جون ۱۶مه) دغه هېواد ته په درې ورځني سفر ولاړ او هلته به د چين – منځنۍ اسيا په دويمه سرمشريزه کې ګډون وکړي.

د چين – منځنۍ اسيا لومړۍ سرمشريزه دوه کاله مخکې د چين په شي ان ښار کې په برياليتوب ترسره شوه او پدې سره د چين ـ منځنۍ اسيا ترمنځ د اړيکو نوې زمانه پيل شوه. رئیس شي جین پينګ د چين او د منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ اړيکې تاريخي او په پراخو برخو کې يې ګډې همکارۍ اړينې بولي او په خبره يې، د اړيکو له پراختيا څخه د دواړو لورو خلک ټينګ ملاتړ کوي، چې پدې سره دغو اړيکو په نوې زمانه کې پياوړی حياتي ځواک ښودلی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

نن د چين او منځنۍ اسيا دويمه سرمشريزه د ټاکلي پلان له مخې پیلېږي او برخوال شپږ هېوادونه به يې د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ نوې مرحلې ته داخل شي.

رئیس شي جين پينګ له منځنۍ اسيا سره د چين د اړيکو لپاره یو شمېر متلونه کارولي، چې هر څوک یې په پېژندنې سره د دواړو خواوو د همکاريو په اهميت او راتلونکي پوهېدلی شي.

“خالي کڅوړه نېغه نه درېږي”

شي جین پينګ د ۲۰۱۶م کال په جون کې د ازبکستان د عالي مجلس تقنيني جرګې ته په وينا کې يو ازبکستانی متل (خالي کڅوړه نېغه نه درېږي) راوړ او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ د همکاريو ارزښت یې څرګند کړ.

چين د منځنۍ اسيا له ټولو پنځو هېوادونو سره هراړخيزې ستراتېژيکې همکاريزې اړيکې ټينګې کړي، د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ د همکاريو سندونه يې ورسره لاسليک کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکورې د عملي کولو لپاره يې دوه اړخيزې هڅې ورسره پيل کړې دي.

دغه لاسته راوړنې د دواړو خواوو د زرګونو کلنو دوستۍ او ګډو ارمانونو نتيجه ده. شي جين پينګ ويلي،” د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ ژورې همکارۍ يو داسې ستراتيژيک انتخاب دی، چې د دواړو خواوو مشرانو يې راتلونکي ته په کتو کړی او دغه انتخاب يې د نړۍ له تمايل او د خلکو له غوښتنو سره مطابقت لري.“

د ۲۰۲۲م کال په لومړيو کې د چين او د منځنۍ اسيا پنځو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ۳۰ مې کليزې د لمانځنې سرمشريزه ترسره شوه او بېلا بېلو لوريو پکې وړانديز وکړ، چې د چين او منځنۍ اسيا ميکانيزم دې د ولسمشرانو کچې ته لوړ شي.

د ۲۰۲۳م کال په مې کې د چين او منځنۍ اسيا لومړۍ سرمشريزه د چين په لرغوني شي ان ښار کې ترسره شوه. شي جين بينګ دغه سرمشريزې ته په وينا کې د منځنۍ اسيا د ابادۍ او همدارنګه د چين او منځنۍ اسيا د ګډ برليک ټولنې د ابادۍ لپاره وړانديزونه وکړل، چې د منځنۍ اسيا د بېلا بېلو هېوادونو د مشرانو تود هرکلی یې ترلاسه کړ او ويې ستایل.

شي جين پينګ د ۲۰۲۴م کال په جولای کې قزاقیستان ته د رسمي سفر پرمهال څرګنده کړه، چې چين غواړي له قزاقستان او نورو هېوادونو سره د چين او منځنۍ اسيا ميکانيزم پياوړی کړي، څو همکارۍ يې لازياتې نوې لاسته راوړنې ولري.

د ګډو مشورو، ګډې ابادۍ او ګډ مشارکت د اصولو په رڼا کې د چين او منځنۍ اسیا ترمنځ همکارۍ ورځ تر بلې پراخېږي، د همکاريو جوړښت يې بشپړ شوی او د اقتصاد او سوداګرۍ، صنايعو او پانګونې، زراعت، ترافيک، ګمرک، امنيت او پېښو ته د رسېدنې په برخو کې يې د همکاريو ميکانيزمونه په لوړ موثريت روان دي.

 “په ډېرو هڅو له خاورو څخه سره زر  ترلاسه کېږي“

د چين، قرغېزستان او ازبکستان د رېللارې د جوړولو پروژه د روان کال د اپرېل په ۲۹مه پيل شوه.

دغه پروژه د چين او منځنۍ اسیا ترمنځ د همکاريو د پراختيا لپاره د رئيس شي جين پينګ په وړانديز طرحه شوې ده.

دغه رېللاره چې درې هېوادونه سره نښلوي او ۵۲۳ کيلومتره اوږدوالی لري، د چين او د منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ تر ټولو لنډه ځمکنۍ لاره به وګرځي، د مالونو د لېږد وخت او لګښت به کم کړي او سيمه ييز اقتصاد ته به همغږی پرمختګ ورکړي.

د چين د شاان شي ولایت خلک په خبرو کې يو متل) په ډېرو هڅو له خاورو څخه سره زر ترلاسه کېږي( ډېر کاروي او په منځنۍ اسيا کې هم يو ورته متل شته، چې وايي)  په هڅو لاسته راوړنې او د تخمونو په شيندلو حاصلات ترلاسه کېږي(.

رئيس شي جین پينګ د چين او منځنۍ اسيا لومړۍ سرمشريزې ته په وينا کې ياد دوه متلونه کارولي وو او په همدې متلونو کې يې د چين او منځنۍ اسیا د همکاريو د ښه راتلونکي نيکې هيلې غوټه کړې دي.

له تېرو دوو کلونو راهیسې، چین او منځنۍ اسیا ډېرې لاسته راوړنې لري، چې دلته به یې څو بېلګې راوړو.

په ۲۰۲۴م کال کې د منځنۍ اسیا له پنځو هېوادونو سره د چين د سوداګرۍ ارزښت ۹۴ ميليارډه او ۸۰۰ ميليونه امريکايي ډالره ښودل شوی، چين د منځنۍ اسيا تر ټولو لوی سوداګريز همکار ګرځېدلی او په يادو هېوادونو کې ډېرې پراخې پانګونې کړې دي، د چين له ډېرو ځايونو څخه د چين- منځنۍ اسيا د اورګاډو تګ راتګ پيل شوی او په شي ان ښار کې د قزاقستان او چين په ګډې پانګونې جوړ شوی بندر فعال شوی او باکيفيته پرمختګ يې کړی دی او دغه راز د ټي ايي ټي ار (TITR) ټرانسپورټي دهليز د جوړولو چارې يې هم روانې دي.

 “وروروالي تر ټولو عالي شتمني ده ”

رئیس شي جين پينګ د ۲۰۲۴م کال په جولای کې له قزاقستان څخه رسمي لېدنه وکړه. د نوموړي د هرکلي مراسمو پر مهال ۱۴ قزاقستاني ماشومانو شي جین پينګ ته يوه چيني سندره وويله او وروسته يې ورته وويل، چې هغوی غواړي د چين چينګهوا پوهنتون ته بريالي شي. شي جين پينګ هغوی ته په خوشحالۍ ځواب ورکړ، هرکلی مو کوم چې تاسو چين ته لاړ شئ او په پوهنتونونو کې يې زده کړې وکړئ.

په دې وروستيو کلونو کې د منځنۍ اسيا په هېوادونو کې د چيني ژبې د زده کولو او د چيني کلتور د مطالعاتو څپې پورته شوې دي، چين او د منځنۍ اسيا پنځو هېوادونو يو په بل هېواد کې د کلتوري مرکزونو د جوړولو چارې پيل کړي، په منځنۍ اسیا کې د کنفوسيوس له ۱۳ ښوونځيو څخه ډېر ځوانان فارع شوي او د منځنۍ اسيا د هېوادونو ډېر محصلين د زده کړې لپاره چین ته تللي دي او دغه راز د ځوانانو، کلتور او سياحت، اقتصاد او سوداګرۍ او رسنيو په برخو کې د دواړو خواوو ترمنځ د تبادلو او همکاريو برنامې هم زیاتې شوې دي.

د شي ان – الماتا لومړي اورګاډي، چې د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ د کلتوري تبادلې او سياحت لپاره ځانګړی شوی، د روان کال د مې په ۳۱ مې تګ راتګ پيل کړ، چې پدې سره د چين او قزاقستان ترمنځ د کلتوري تبادلو فعاليتونه پيل شوي دي.

سږکال په قزاقستان کې ( چين ته د سيلانۍ کال) نومول شوی او په چين کې هم (قزاقستان ته د سيلانۍ کال) نومول شوی او ډېرو چینايانو د قزاقستان سمرقند او بخارا سيمو ته سفرونه کړي او د منځنۍ اسيا دودونه يې تجربه کړي دي او د دې ترڅنګ د منځنۍ اسیا ډېرو خلکو هم چين ته سفرونه کړي دي.

رئیس شي جين پينګ د چين او منځنۍ اسيا لومړۍ سرمشريزې ته په وينا کې دا متل ( وروروالي تر ټولو عالي شمتي ده) وکاراوه او يووالي، ټولشموليت او ښه ګاونډيتوب ته يې د منځنۍ اسيا د خلکو هيلې وغوړولې.

چين او د منځنۍ اسیا هېوادونه د سولې او همکارۍ، پرانيستې او ټولشموليت، متقابلو زده کړو او ګډو ګټو اصول عملي کوي او د ښوونې، روغتيا، سياحت په ګډون بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ پراخوي. باور دا دی، چې د دواړو خواوو د مشرانو په لارښوونې به يې خپلمنځي دوستي دوام ولري او همکارۍ به يې لا پراخې شي، د متقابل پوهاوي، دوستۍ او ګډ برخليک نوی فصل به يې پرانيستل شي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره به نوي خدمتونه وکړي.

Previous Post

شي جين پينګ استانا ته ورسید

Next Post

لغمان کې ۴۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابریږي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
لغمان کې ۴۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابریږي

لغمان کې ۴۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابریږي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

اسټین: د خپلو ګټو د دفاع لپاره هر لازم اقدام کوو

اسټین: د خپلو ګټو د دفاع لپاره هر لازم اقدام کوو

مارچ 8, 2021
پاکستان کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۴۰۰ ته ورسېد

پاکستان کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۴۰۰ ته ورسېد

سپتمبر 12, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved