چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د عرفې مبارکه ورځ او د روژې نیولو فضیلت

لیکنه: عبید الله حسام

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 29, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د عرفې مبارکه ورځ او د روژې نیولو فضیلت
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

زما دایمان او عقیدې وروڼو، خدای مو همداسې په ایمان ښایسته لره، پام مو وي چې یو ډیر لوی فرصت مو ترلاسه شوی، ګورۍ چې د غفلت له وجې مو دا زرین چانس له لاسه لاړ نشي ځکه تر بل کاله پورې دا روښانه نده چې زه او تاسې به ژوندي یو که نه؟!!!
د عرفې د مبارکې ورځ په ګډون یو شمیر ځانګړې ورځې او شپې د اسلام له نظره ډیر ارزښت لري! دعا او عبادات پکې د نورو ورځو په پرتله ډیر ثواب لري چې اندازه یې یواځې پاک الله (ج) ته روښانه ده!
د عرفې د ورځې په اړه په قران کې ستر خالق فرمايي: لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَبْتَغُواْ فَضْلًا مِّن رَّبِّكُمْ فَإِذَا أَفَضْتُم مِّنْ عَرَفَاتٍ فَاذْكُرُواْ اللّهَ عِندَ الْمَشْعَرِ الْحَرَامِ وَاذْكُرُوهُ كَمَا هَدَاكُمْ وَإِن كُنتُم مِّن قَبْلِهِ لَمِنَ الضَّآلِّينَ ﴿۱۹۸﴾ ثُمَّ أَفِيضُواْ مِنْ حَيْثُ أَفَاضَ النَّاسُ وَاسْتَغْفِرُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۹۹﴾ (بقره ۱۹۸-۱۹۹)
ژباړه: او که له حج کولو سره سره تاسې د خپل رب د فضل (مال ګټلو) په لټه کښې هم شۍ نو څه باک نه لري بیا چې کله له عرفات نه ځۍ نو په مشعر حرام (مزدلفه) کې ایسار شۍ، الله (ج) یاد کړۍ اوپه هغه شان یې یاد کړۍ چې تاسې ته یې لارښودنه کړیده، که نه خو له دې نه مخکې تاسې ګمراه وۍ. بیاله کوم ځای نه چې نور ټول خلک راګرځي له هماغه ځایه تاسې هم راوګرځۍ او له الله (ج) نه بښنه وغواړۍ په یقیني توګه هغه ذات بښونکی او رحم کونکی دی.
په اصل کې خو مونږ باید د عرفې د ورځې په ګډون دا تیرې ۹ ورځې پوره روژه نیولی وای، که چا نیولې وي الله (ج) دې ورته قبول کړي، په بدل کې دې یې اجر ورکړي او که چا ندي نیولې نو بیا باید چې دا یوه د عرفې ورځ روژه ونیسي ځکه پدي ورځو کې خو د عرفي د ورځي روژه نيول سنت عمل دي، په دي ورځ د روژي ډير فضيلت راغلي: حديث کې راځي چي ددي ورځي روژه د دوو کلونو ګناهونه معاف کوي!
دعرفات دورځې دروژې په اړه نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي \”صوم يوم عرفة يكفر سنتين ماضية و مستقبلة\”. رواه احمد
ژباړه: د عرفات په ورځ روژه نیول ددوو کلونو (تیر او راتلونکی کال) دګناهونو دکفارې او له مواخذې څخه یې دخلاصون سبب ګرزي. رواه احمد
همدا حدیث د مسلم شریف په کتاب کې هم راغلی:
عن أبي قتادة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم سئل عن صوم يوم عرفة فقال:
\”يكفّر السنة الماضية والسنة القابلة\”. (رواه الإمام مسلم).
ژباړه: د أبي قتاده (ض) نه روایت دې چې د رسول الله (ص) نه د عرفې د ورځې د ورژې په اړ ه وپوښتل شو نو رسول الله (ص) په ځواب کې وفرمایل \”د تیر او راتلوکي کلونو ګناهونه پرې معاف کیږي\”. (رواه الإمام مسلم).
د عرفې د ورځې ددعا په اړه پیغمر (ص) فرمايي:يقول النبي صلى الله عليه وسلم: \”خير الدعاء دعاء يوم عرفة ,,, وخير ما قلت أنا والنبيون من قبلي: \”لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد، وهو على كل شيء قدير\”. (رواه الإمام الترمذي وحسّنه الألباني).
ژباړه: بهترینه دعا، د عرفې د ورځې دعا ده او هغه څه چې ما او زما څخه مخکې پیغمبرانو ویله : \”نشته لائق د عبادت مګر الله (ج) چې يو دی او شريک نه لري ، ده لره پاچاهي ده، او ده لره ټولې ستاينې دي، او هغه په هر څه باندې توانا دی\”.
خو بیا همدا روژه د هغو حاجیانو لپاره مکروه ده چې د حج په مراسمو کې یې ګډون کړی وي او پیغمبر (ص) ترې منع فرمایلې او ددوی لپاره یواځې د مراسمو پوره کول او دعا ویل دي. او ځینې علما دا روژه د عرفاتو په مراسم کې ګډونکونکو حاجیانو لپاره حرامه ګڼلې.
په یو متفق علیه حدیث کې راځي: عن عائشة رضي الله عنها قال : \” نهى رسول الله صلى الله عليه وسلم عن صوم يوم عرفة بعرفات \” ، ويعضدهما حديث : \” أن الناس شكوا في صومه صلى الله عليه وسلم يوم عرفة ، فأرسل إليه بقدح من لبن فشربه ضحى يوم عرفة والناس ينظرون \” ( رواه البخاري ومسلم)
ژباړه: د عایشې (ض) نه روایت دی چې منع وفرمایله رسول الله (ص) د عرفې د ورځې له روژې نه په عرفاتو کې (هغه حاجیان چې د عرفاتو په مراسمو کې ګډون کوي) ځینې خلکو د رسول الله (ص) په روژه کې شک کاوه چی رسول الله (ص) به روژه یې نو ورته شیدې راوړل شوې او پیغمبر (ص) وڅښلې او خلکو ورکتل.
دا ځمونږ دین هم څومره ښې ځانګړتیاوې لري! په یوه ورځ روژه خالق خپل د مخلوق دوه کلن ګناهونه معافوي.
الحمد لله! الحمد لله! الحمد لله! څومره مهربانه خالق لرو! د یوې ورځ په بدل کې خپلو بندګانو ته دومره ثواب ورپه نصیب کوي چې ګمان یې هم ګران دی! او بیا غافلو بندګانو ته ګوره چې یوه لحظه هم د خپل خالق په فکر کې نه دي!
هغه (ج) پر مونږ څومره مهربانه دی! الحمد لله!
الله (ج) ډیر مهربانه دی، د همدې روژې په وسیله به راته الله (ج) هدایت وکړي، ارمانونه به مو پوره کړي او هر هغه شرعي مراد چې لرو راته به یې ترسره یې کړي! انشاء الله!
نو بیا ولې دا دومره لوی فرصت له لاسه ورکړو!
راځۍ! دا یوه ورځ په پټو سترګو تیریږي، فقط توکل مو په الله (ج) کړۍ او د عرفې په مبارکه ورځ روژه ونیسۍ!
د ثواب ترڅنګه به د طبي ګټو نه هم برخه مند شۍ!
یا الله (ج) ماته او زما ټولو مسلمانو ورنو ته توفیق ورکړې چې د عرفې په مبارکه ورځ روژه ونیسو او تل ښه اعمال ترسره کړو!
امین! امین! ثم امین یا رب العالمین!
والله اعلم

Previous Post

په ایران کې د افغان کډوالو د ثبت او راجستر پروسه پیلېږي

Next Post

ناټو: د اختر اوربند باید افغانان دایمي سولې ته نږدې کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
ناټو: د اختر اوربند باید افغانان دایمي سولې ته نږدې کړي

ناټو: د اختر اوربند باید افغانان دایمي سولې ته نږدې کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

مودي: د ترهګرۍ ضد روانه مبارزه کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ یو

مودي: د ترهګرۍ ضد روانه مبارزه کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ یو

نوومبر 3, 2020
سرچینه: امریکا، عراق کې د داعش ترهګر نه په نښه کوي

سرچینه: امریکا، عراق کې د داعش ترهګر نه په نښه کوي

دسمبر 10, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved