چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د فلسطين مسئلې حل عدالت ته اړتيا لري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 1, 2024
in نړیوال خبرونه
0
د فلسطين مسئلې حل عدالت ته اړتيا لري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چين او عربي هېوادونو همکارۍ فورم د وزيرانو په لسمه غونډه کې د مې په ۳۰مه نېټه «د فلسطين مسئلې په هکله د چين او عربي هېوادونو ګډه اعلاميه» خپره شوه او د اعلاميې له مخې د غزې په تړانګه کې د سولې او ارامتيا او په هراړخيزه، عادلانه او دايمي توګه د فلسطين مسئلې د حلولو لپاره اواز پورته شوی.

د تېر کال له اکتوبر راهيسې د فلسطين او اسرائيلو تر منځ شخړې په پر له پسې ډول سختې شوې، چې تر اوسه پورې د غزې په تړانګه کې ۱۲۵زره ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده او په میليونونو خلک بې کوره شوي دي. په وروستيو ورځو کې اسرائيلي پوځ د غزې په جنوب رفع کې د کډوالو پر زياتو کمپونو بريد وکړ، چې په لسګونه بې ګناه وګړي ووژل شول او نړيواله ټولنه يې حيرانه کړه. د چين او عربي هېوادونو همکارۍ فورم د وزيرانو لسمې غونډې اوچت غږ پورته کړی چې د فلسطيني وګړو د قانوني حقونو له اعاده کولو څخه ټينګ ملاتړ کوي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چې جګړه د تل لپاره دوام نشي کولی، عدالت تل نه شي پاتې کېدای، د دوو هېوادونو لايحه بايد بدله نه شي. د عربي هېوادونو ټولنې سرمنشي احمد ابو الغیط وويل، چې عربي هېوادونه د فلسطين مسئلې په هکله د چين د عادلانه دريځ لوړه ستاينه کوي او غواړي چې د اوربند او نورو موضوعاتو او هم د دغې مسئلې د دايمي حل و فصل لپاره له چين سره ګډې هلې ځلې وکړي. له عربي متحده اماراتو څخه د چينایي چارو سياسي کارپوه نجلا په دې نظر دی، چې چين د فلسطين د قانوني حقونو پلويتوب کوي او د نړيوال امنيت وړانديز او د نړۍ د سولې او ثبات د ساتلو لپاره د چين هميشنی دريځ څرګندوي.

د يادې ګډې اعلاميې له مخې، چين او عربي هېوادونو د فلسطين له خلکو څخه د اسرائيلو  دوامدار تېری غندلی او د ملګرو ملتونو له امنيت شورا څخه يې غوښتي، چې پیاوړی پرېکړه‌ليک صادر کړي، څو سمدستي هراړخيز او دايمي اوربند رامنځته شي، په زور سره د فلسطيني خلکو د کډوال کولو مخه ونيول شي، مرستندويه توکي د غزې ټولو ځايونو ته ولېږل شي. دواړو خواوو پر دې ټينګار کړی، چې د دوو هېوادونو لايحه د فلسطين مسئلې د حل لپاره يوازينۍ واقعي لاره ده. دا د نړيوالې ټولنې ګډه غوښتنه هم ده.

د فلسطين مسئله د منځني ختيځ مسئلې مرکزي برخه ده. په هر حال کې چې نړيوال حالات څنګه بدلېږي، چين تل د فلسطيني خلکو د قانوني حقونو له اعاده کولو څخه ملاتړ کړی او کوي يې. د فلسطين او اسرائيلو تر منځ د نوې دورې شخړې له پيل څخه راپدې خوا چين له ډيپلوماتيکې لارې د اوربند لپاره کوشش کړی، په بېجينګ کې د حماس او فتح ترمنځ د خبرو اترو هڅونه يې کړې، د فلسطين په دننه کې د بېلا بېلو ډلو د جوړجاړي او يووالي ټينګ پلويتوب يې کړی.

چين د روان کال په جنورۍ کې په جلا جلا توګه د مصر او عربي متحده اماراتو له لوړپوړو چارواکو سره اړوندې ګډې اعلاميې خپرې کړې، د مې په مياشت کې د منځني ختيځ د حالاتو په هکله يې له فرانسې سره او تازه يې له عربي هېوادونو سره ګډې اعلاميې خپرې کړې. چين د فلسطين مسئلې د حل په بهير کې څرګندې نظريې لري، چې بايد اوسنۍ بېړنۍ مسئلې حل شي او دايمي تګلارې دې هم جوړې شي.

نژدې راتلونکي ته په کتو، تر ټولو بېړنۍ دنده دا ده چې د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د اوربند پرېکړه‌ليک دې تصويب شي، څو فلسطين او اسرائيل سمدستي اوربند وکړي، بشري بحران ارام کړي، د منځني ختيځ له سولې او ثبات څخه د جګړې د پراخولو مخه ونيسي. اوږد راتلونکي ته په کتو، چين پر نړيوالې ټولنې غږ کوي، چې ژر تر ژره خپلواک فلسطين جوړ کړي، کوم چې په ۱۹۶۷م کال کې یې سرحدونه ټاکل شوي او ختيځ بيت المقدس پلازمېنه وي او بشپړ ملي حاکميت دې پرې ولري. يوازې په رښتیني ډول د دوو هېوادونو لايحه عملي شي، د فلسطيني خلکو هيلې رښتینې کېدای شي، د اسرائيلو امنيت تامينېدای شي، د منځني ختيځ سوله ورسره راتلی شي.

بايد دې ته روښانه شي، چې په اوږده موده کې د فلسطين مسئله نه ده حل شوې، عمده لامل د امريکا په شمول د کم شمېر لوېديځو هېوادونو له سبوتاژ سره تړاو لري.

امريکا هېواد د خپلو سياسي وړتياوو او د خپلې نړيوالې ستراتيژۍ په پام کې نیولو سره يوازې له اسرائيلو څخه ملاتړ کړی، څو ځلې يې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا  لخوا د فلسطين  او اسرائيلو د اوربند لايحه رد کړې، اسرائيلو ته يې زياتې اندازې نظامي مرستي برابرې کړې، په نتيجه کې د منځني ختيځ د سولې بهير له سم لوري جلا شوی دی.

د غزې په تړانګه کې اوسني حالات دوام نه شي کولای، له فلسطين څخه د ملاتړ او د اوربند لپاره د نړيوالې ټولنې غږونه ورځ په ورځ راپورته شوي دي. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په ځانګړې بېړنۍ غونډه کې د مې په لومړیو کې پرېکړه کړې وه، چې د فلسطين خلک په خپلواکه توګه د هېواد د جوړولو حق لري او امنيت شورا ته وړانديز شوی، چې په ملګرو ملتونو کې د فلسطين د ګډون غوښتنه بيا تر غور لاندې ونیسي. اوس ناروې، ايرلنډ، هسپانیې په وار سره فلسطين پېژندلی او تر اوسه پورې نژدې ۱۵۰ هېوادونو د فلسطين دولت منلی دی. په حقیقت کې دا هغه څه دي چې د نړيوالې ټولنې ګډه هيله ده.

Previous Post

کونړ کې ۳۸۵ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

Next Post

بېجینګ: دې ته په تمه يو چې له عراق څخه د ملګرو ملتونو مرستندويه ډله په منظم ډول ووځي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
بېجینګ: دې ته په تمه يو چې له عراق څخه د ملګرو ملتونو مرستندويه ډله په منظم ډول ووځي

بېجینګ: دې ته په تمه يو چې له عراق څخه د ملګرو ملتونو مرستندويه ډله په منظم ډول ووځي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

تورخم کې د ۱۱زره راغلو کډوالو درملنه شوې

تورخم کې د ۱۱زره راغلو کډوالو درملنه شوې

نوومبر 9, 2023
نجیب: پاکستاني پلاوي دغه هېواد کې د جنګ ناروا بللو فتوا غوښتې وه

نجیب: پاکستاني پلاوي دغه هېواد کې د جنګ ناروا بللو فتوا غوښتې وه

نوومبر 12, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ