چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د مارچ اتمه؛ نمایش او د چارواکو تشې ژمنې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 8, 2021
in تبصرې
0
سرپرستي؛ هغه غیر قانوني دود چې باید ختم کړل شي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

نن د مارچ اتمه د مېرمنو د یووالي له نړیوالې ورځې سره برابره ده. په نړۍ کې دا ورځ د ملګرو ملتونو د پرېکړې له مخې، هر کال نمانځل کېږي او پکې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او نابرابریو غندنه کېږي. تر څنګ یې د دې ورځې یوه موخه هم دا ده، چې په ټولنو کې د مېرمنو حقوق خوندي شي او دوی په ټولو ټولنیزو برخو، په تېره د کار او دندو په برخه کې مصونیت ولري او له نارینه وو سره اوږه پر اوږه مدني او سیاسي فعالیتونه ولرلی شي.

افغانستان د یوه داسې هېواد په توګه چې اوږدو جګړو ځپلی، په تېرو شلو کلونو کې د ملګرو ملتونو او مرستندویه موسسو په مرسته د مېرمنو د حقونو په برخه کې لاس ته راوړنې لرلې، خو تر څنګ یې تر ډېره د دغو موسسو او بنسټونو مرستې شعاري دي. ان د حکومت ژمنې هم د مېرمنو د حقونو په برخه کې په ډېرو برخو کې شعاري دي او تر دوو یا دریو لویو ښارونو پورې محدودې دي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

همدا اوس افغان مېرمنې د هېواد په ډېریو لرو پرتو سیمو کې ان له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې دي. د هېواد په ډېریو ولایتونو د مرکزونو تر څنګ په ولسوالیو او لرو پرتو کلیو او بانډو کې نجونې خپل لومړني حق ته چې زده کړې دي، لاسرسی نه لري. سره له دې چې په پلازمېنه کابل کې د ښځو چارو په نامه وزارت موجود دی، ملګري ملتونه د ښځو د وضعیت په ښه کولو کې مرسته کوي، امریکا د پروموټ او نورو پروژو په نامه د ښځو لپاره د میلیونونو ډالرو د لګولو خبره کوي، خو د دې د اغېز او پایلو په اړه تر اوسه کومه محسوسه بېلګه لرو؟ یوازې له څو محدودو مېرمنو پرته چې په همدې پروژو او دفترونو کې هسکې ټيټې کېږي، نور په کلیو او بانډو کې د مېرمنو په ژوند کې کوم تغیر راغلی دی؟

حکومت ځان د مېرمنو حقونو ته ژمن بولي. په حکومت کې د دوی د لا ډېر شمېر ځای پر ځای کولو خبره کوي. خو بیا هم خبره یوازې تر څو ښارونو محدوده ده. د کلیو او بانډو نجونې چې نن زده‌کړه و نه کړي، نن ښوونځی ونه لري او نن له نړیوالو مرستو برخمنې نه شي، نو سبا دنده په کوم سند او کوم مسلک کې ورکول کېږي؟ له دې ټولو ښکاري چې د حکومت ژمنې تش په نامه او نمایشي دي. دوی هم مېرمنې په ډېرو برخو کې یوازې د نړیوالو د مرستو د جذب او جنډر د مراعاتولو لپاره ګوماري.

که حکومت په رښتینې توګه په هېواد کې د ښځو او نجونو د ژوند ښه والی غواړي، نو تر ټولو ښه لاره یې دا ده، چې د افغاني فرهنګ په چوکاټ کې د دوی د زده‌کړو په لار کې شته خنډونه ختم کړي، د نمایشي پروژو پر ځای چې ګټه یې یوازې څو مېرمنو ته رسېږي، باید بنسټیز کارونه وشي، د دوی په نامه چې مرسته شوې پیسې چور کېږي، باید مخنیوی یې وشي. حکومت دې د افغان مېرمنو د ژوند لپاره په ټولنه کې شته بد فرهنګونه، دودونه او چاپېریال اصلاح کړي او د افغان حکومت په توګه دې افغان مېرمنې ته د عزت او پرمختګ ژوند جوړ کړي.

Previous Post

شیاومي د رېډمي کې۴۰ درې ځیرک موبایلونه معرفي کړل

Next Post

ښځه د ټولنې د پرمختګ مهم ځواک دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
ښځه د ټولنې د پرمختګ مهم ځواک دی

ښځه د ټولنې د پرمختګ مهم ځواک دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بلخ کې څه باندې ۳ زره کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

بلخ کې څه باندې ۳ زره کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

اگست 20, 2024
امریکا او پاکستان پر دوه اړخیزو امنیتي همکاریو ټینګار کړی

امریکا او پاکستان پر دوه اړخیزو امنیتي همکاریو ټینګار کړی

مارچ 21, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved