چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د ملي ورځې رخصتۍ د چين اقتصاد ته د هيله بښونکې راتلونکې شاهدي ورکوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 8, 2024
in نړیوال خبرونه
0
د ملي ورځې رخصتۍ د چين اقتصاد ته د هيله بښونکې راتلونکې شاهدي ورکوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ۲۰۲۴م کال د ملي ورځې رخصتۍ د چين د اقتصاد لپاره د پرمختګ او باثباته بهير ننداره وړاندې کړه. دې مثبتې نښې د چين د کلنيو اقتصادي موخو د ترلاسه کولو هڅو ته پياوړې روحيه ورکړه.

د رخصتيو په ترڅ کې د سيمو تر منځ د تګ راتګ، ښاري پارکونو ته د خلکو د تګ او د سينما د باکس افيس عوايدو ارقام د مصرفوونکو په مارکېټ کې د پام وړ تحرک ښيي. د اکتوبر په پنځمه نېټه ۲۸۰ ميليونو خلکو له يوې سيمې بلې ته سفرونه کړي وو او ښاري پارکونو بيا د رخصتيو په ترڅ کې ۱۲۱ ميليونو ليدونکو ته خدمات وړاندې کړي وو. د اکتوبر د شپږمې نېټې د غرمې تر پاو باندې يوې بجې پورې د سينما د باکس افيس عوايد ۱.۸ ميلياردو يوانو ته رسېدلي وو. په دې هر څه کې د رخصتيو د اقتصاد وده او په کورني اقتصاد کې د تقاضا باالقوه وړتيا نغښتې ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د دغه مساعد بهير رامنځته کېدل د روان کال د سپټمبر په ۲۶مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د سياسي بيورو د ناستې له روحیې او په ياده ناسته کې له صادرو شويو پاليسو سره تړلي دي. د چين د کمونېست ګوند د سياسي بيورو په ياده ناسته کې د پايدار او روغ اقتصادي پرمختګ پر تقويې او د اقتصادي ودې د ثبات، د صنايعو د عصري کولو او کورنۍ تقاضا د لوړولو لپاره د سياستي اقداماتو د ټولګې د شتون پر اهميت ټينګار وشو. يادو پاليسيو د ملي ورځې د رخصتيو پر مهال اغېز پيل کړ او د بازار د تمې په پوره کولو کې یې مهم رول ولوباوه.

د املاکو بازار د ملي رخصتيو په ترڅ کې مهم مثبت بدلونونه تجربه کړل. د املاکو د پاليسۍ تر خپرېدو وروسته د ملي ورځې د رخصتيو پر مهال په بيجيګ، شانګهای، ګوانجو او شنجين کې د املاکو د پېر او پلور دفترونه فعال وو او د کورونو د پېر او پلور انلاين معاملاتو هم د پام وړ فعاليت درلود. د رخصتيو په ترڅ کې د ملکيتونو د کتلو چارې هم روانې وې چې دا ټول د کورونو اخيستلو ته د خلکو په ليوالتيا کې د پام وړ ډيرښت څرګندونه کوي.

د سوداګريزو استوګنيزو املاکو د پېر کچه هم لوړه وه او د بازار اعتماد په تدريج سره مخ پر جوړېدو و. د شنجين د جونګيوان څېړنيز مرکز د شمېرو له مخې، د اکتوبر له لومړۍ تر درېيمې نېټې پورې په شنجين کې د پلورل شويو نويو کورونو په شمېر کې د تېر کال په پرتله ۵۶۹ سلنه ډيروالی راغلی دی، په داسې حال کې چې د دويم لاس کورونو د پلور کچه بيا د تېر کال په پرتله ۲۳۳ سلنه لوړه شوې ده.

د مصرفوونکو بازار هم د ملي ورځې د رخصتيو پر مهال خورا ګرم و. په ښاري پارکونو کې نږدې ۲۳۰۰ محفلونه جوړ شوي وو چې په لوړ شمېر خلکو پکې ګډون کړی و. د فلمي بازار مساعدوالي هم د مصرفوونکو د بازار په ګرم ساتلو کې حياتي رول ولوباوه.

د موټرو نندارتونونو ته ورتګ هم د ډير شمېر مصرفوونکو لپاره د علاقې وړ انتخاب و. د سوداګرۍ په برخه کې له سبسايډي سره يو ځای په سوجو، لانجو، شي ان، فوجو، تيانجين، نانجينګ او ځينو نورو ښارونو کې د موټرو نندارتونونه جوړ شول چې د مشتريانو په ور جلبولو او د موټرو په پلورلو کې یې د پام وړ ونډه ادا کړه. د موټرو د مختلفو توليدي شرکتونو له لوري پر اعلان شويو تخفيفونو سربېره مشتريانو کولی شول چې د خپلو زړو او پخوانيو موټرو په ورکولو سره له اعلان شوې سبسايډي هم استفاده وکړي او دوه چنده ګټې ترلاسه کړي.

کلتوري او ګرځندوی صنعت هم په کش کې و. د ملي ورځې د رخصتيو پر مهال په ټول هېواد کې توريستي جاذبې له ګڼې ګوڼې ډکې وې او په ښاري پارکونو کې د ګڼ شمېر خلکو را ټولېدل د چين د ګرځندوی صنعت د غوړېدو بله نښه وه.

په ورته مهال په جوهای بندر کې د جوهای – ماکاو- هانګ کانګ تر منځ د تېرېدونکو موټرو شمېر په لومړي ځل له ۲۰ زرو واوښت چې په دوی کې ۱۴۵۰۰ هغه د هانکانګ او مکاو يو پلېټه موټر وو. دا چاره د سيمو تر منځ د تګ راتګ د اسانتيا او د ګرځندوی صنعت د پراختيا لپاره د مساعدو شرایطو څرګندونه کوي.

د سپټمبر په ۲۶مه نېټه د سياسي بيورو د ناستې د روحیې په پياوړي کېدو سره د ملي ورځې تر رخصتيو مخکې د چين د اصلي سيمې د پانګې بازار خورا وده وکړه. که څه هم د ونډو الف بازار د رخصتيو پر مهال تړلی و، خو د هانکانګ سټاک مارکېټ په بشپړه توګه فعال و او معاملات یې د تاريخ تر ټولو لوړې کچې ته ورسېدل.

د هانګ سينګ شاخص د ملي ورځې د رخصتيو پر مهال ۷.۵۹ سلنې ته لوړ شو، په داسې حال کې چې د هان سينګ د ټکنالوژۍ شاخص بيا ۱۰ سلنې ته ورسېد. تر وروستي صعودي بهير وروسته د هانکانګ د ونډو بازار فعاليت په روان کال کې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېد او د متحدو ايالتونو او جاپان تر بازارونو په مخکې کېدو سره یې په نړۍ کې لومړۍ مقام خپل کړ. د شمال صندوق حجم چې د بهرنۍ پانګونې د مسير په توګه په پام کې نيول کيږي، په وروستيو کې دوه چنده شوی دی. د چين MSCI او Nasdaq طلايي ښامار شاخصونو ګټه چې د چين د مفهومي ونډو فعاليت څاري تر ټولو لوړې کچې ته ورسېده.

د چين د اقتصاد ليدلوري ته په پام سره د کال په وروستيو دريو مياشتو کې د خوشبينۍ لپاره د پام وړ دلايل شته. د پاليسيو د جوړولو لپاره پايدارې هڅې به اقتصادي بهير لا تقويه او باثباته کړي. د سياسي بيورو د ناستې روحيه به د اقتصادي پراختيا لپاره د پاليسو په جوړولو او پلي کولو کې د ځايي حکومتونو رهنمايۍ ته ادامه ورکړي. د بېلګې په ټوګه، د املاکو د بازار پاليسۍ به لا تقويه شي څو د پايدار او سالم انکشاف سبب شي. د مصرفوونکو په بازار کې به د مصرف د هڅولو او کورنۍ تقاضا د لوړولو لپاره کوټلي ګامونه واخيستل شي.

له دې هر څه سره سره بايد دا ومنو چې اقتصادي پراختيا به له ننګونو سره مخ شي. د نړيوال اقتصادي وضعيت نه ډاډمنتيا او په کورني مارکېټ کې د رقابت شديدوالی ښايي پر اقتصادي ودې اغېز ولري. له همدې کبله، سره له دې چې خوشبيني ساتلی شو، بايد په اقتصادي وضعيت کې بدلونونه هم له نږدې وڅارو او پر باالقوه ګواښونو او ننګونو د برلاستيا لپاره خپل سياستونه له شرايطو سره برابر کړو.

Previous Post

ایراني پانګوال د افغانستان پر بنسټیزو پروژو پانګونه کوي

Next Post

اروپايي ټولنه باید د چیني برېښنايي موټرو په اړه عاقلانه دريځ غوره کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
اروپايي ټولنه باید د چیني برېښنايي موټرو په اړه عاقلانه دريځ غوره کړي

اروپايي ټولنه باید د چیني برېښنايي موټرو په اړه عاقلانه دريځ غوره کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

طالبانو ته د امریکا خبرداری؛ هوکړې ته ژمن پاتې شئ پر امریکایانو به برید نه کوئ

طالبانو ته د امریکا خبرداری؛ هوکړې ته ژمن پاتې شئ پر امریکایانو به برید نه کوئ

جولای 1, 2020

Gambling Sites Pay By Phone Bill Ireland

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved