چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د منل شوو ارزښتونو خلاف لاریون

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 17, 2022
in تبصرې
0
پاکستان ولې هغه مرسته نه کوي چې افغانان یې غواړي!؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

پرون په کابل کې څو ښځو لاریون وکړ او د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د هغه توصیې پر ضد یې غږ پورته کړ چې پکې له ښځو غوښتل شوي وو چې شرعي حجاب مراعات کړي. دغو ښځو نه یوازې دا چې د حجاب پر ضد شعارونه ورکول، بلکې د ښځو چادري ته یې اور واچاوه. دوی په خپلو شعارونو کې وویل چې دا د ښځو خوښه ده چې څه ډول غواړي، هغسې ګرځېدلی شي او اسلامي امارت پر دوی حجاب نه شي اجباري کولی.

د نورو ټولو لاریونونو پر خلاف دغه لاریون ته د خلکو غبرګون ډېر توند او تېز و. خلک وايي چې هر څوک د اعتراض او لاریون حق لري، خو هېڅوک نه شي کولی چې منل شوو ارزښتونو، جامو او حجاب ته سپکاوی وکړي. چادري ته سپکاوی چې په افغانستان کې د ډېرو ښځو له خوا په خپله خوښه اغوستل کېږي، په واقعیت کې د افغانستان ښځو ته سپکاوی دی. که څوک خپله چادري نه اغوندي، خپله خوښه یې ده، خو څنګه ځان ته اجازه ورکوي چې د نورو له خوا کارول کېدونکو جامو ته سپکاوی وکړي!؟ د حجاب س‍پکاوی او پر ضد یې شعارونه ورکول په واقعیت کې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سپکاوی او پر ضد یې شعار ورکول دي. دا کار یوازې پردۍ، له خپلو ارزښتونو او فرهنګ لرې او پروژه‌یي ښځې کولی شي. په دې لاریون سره دا ‍د ګوتو په شمېر نامعلومې ښځې ښيي چې دوی د افغانستان له خلکو، ارزښتونو، دین او فرهنګ سره په څومره ژوره دښمنۍ کې دي. د دوی پرونی لاریون د اسلامي امارت خلاف لاریون نه و، بلکې دا د اسلام، اسلامي او افغاني ارزښتونو او فرهنګ خلاف لاریون و چې په هېڅ ډول د توجینه وړ نه دی.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته یوازې یو څو ښځې دي چې منظم لاریونونه کوي. ویل کېږي چې دا یوه ډله ‍‍‍ښځې دي او د کابل په بېلابېلو ځایونو کې په مختلفو نومونو لاریونونه کوي. دغو ښځو ته نه یوازې له بهره ډېرې پیسې راځي،‌ بلکې پلانونه هم له بهره ورکول کېږي او دوی یې عملي کوي.

پر اسلامي امارت تل دا نیوکې وي چې د اعتراضونو پر وړاندې نرمي نه ښيي، خو د پرون لاریون له کبله ‍پرې دا نیوکه ده چې ولې یې نرمې کړې ده او ولې یې دغه ډول لاریون ته اجازه ورکړې ده. پرونیو لاریونوالو ټولې سرې کرښې ماتې کړي دي، د افغانستان میلیونونه وګړي یې ځورولي دي او آن د اسلامي امارت په دننه کې یې ‍‍پر چارواکو اعتراضونه او نیوکې پیدا کړې دي. اسلامي امارت دې خپل مصلحتونه کوي، خو په دې چاره کې یې مصلحت سخت زیان لري. که ددغو پروژه‌يي کړیو سره غوڅ او پرېکنده چلند ونه شي، نو زیان یې تر هغه مصلحت ډېر دی چې اسلامي امارت ورته پام کوي.

اسلامي امارت باید د لاریونونو او اعتراضونو په اړه لا زیات واضح دریځ ونیسي. هر څوک حق لري چې لاریون وکړي او باید دا حق ورکړل شي. هر څوک کولی چې د چارواکو پر کړنو او تګلارو نیوکې وکړي، خو هېڅوک باید اجازه ونه لري چې زموږ د ارزښتونو پر ضد لاریون وکړي او سپکاوي یې وکړي. هېڅوک نه شي کولی چې د اسلامي احکامو پر ضد ودرېږي او هېڅوک نه شي کولی چې زموږ سرې کرښې ماتې کړي. له همدې امله پکار ده چې اسلامي امارت ددغه ډول حرکتونو مخه ونیسي چې زموږ د ارزښتونو سپکاوی کوي او بهرنۍ ناوړه پروژې پلې کوي.

Previous Post

مک کال: له افغانستان وتلو مو سیمه ییز سیالان زړور کړي

Next Post

بندیزونه؛ د مرستو د لېږد بهیر له خنډ سره مخ شوی دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
بندیزونه؛ د مرستو د لېږد بهیر له خنډ سره مخ شوی دی

بندیزونه؛ د مرستو د لېږد بهیر له خنډ سره مخ شوی دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د خوست او پکتیکا ولایت ترمنځ د سړک جوړولو چارې پیل شوې

د خوست او پکتیکا ولایت ترمنځ د سړک جوړولو چارې پیل شوې

نوومبر 30, 2023

چین او روسیې د ستراتیژیک ثبات د مشورو نوی پړاو ترسره کړ

فبروري 4, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved