چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د نفوس بدلون په اړه د چین پرضد د لوېديځو رسنیو ګنګوسې بېځایه دي

لیکنه: هیله؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 23, 2023
in نړیوال خبرونه
0
د نفوس بدلون په اړه د چین پرضد د لوېديځو رسنیو ګنګوسې بېځایه دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) د اپریل په ۱۹مه نېټه د یو راپور په خپرولو سره وړاندوینه وکړه چې د هند نفوس به د سږ کال په منځنۍ موده کې د چین له نفوس څخه زیات شي او د نړۍ لومړی مقام به ونیسي.

 ور پسې ځینو لوېديځوالو پر چین تور ولګاوه چې کاري ځواک به کم شي او د تقاعد شویو کسانو شمېر به زیات وي او په وینا يې چې په دې برخه کې به له سختو ستونزو سره مخ وي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

لوېدیځو رسنیو دا ګونګوسې هم خپرې کړې چې د چین نفوس په کمېدو سره به د دغه هېواد د پرمختګ سرعت ډېر ورو شي.

په عین وخت کې ځینو لوېديځو ارګانونو د نفوس بدلون مسئلې په کارولو سره د هند د ستالو سندرې غږولې او په دې توګه يې غوښتي چې د چین د پرمختګ مخنیوي لپاره هند استعمال کړي.

خو هند په نړۍ کې د تر ټولو زیات نفوس لرونکي مقام د ځان لپاره ویاړ نه ګڼي.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د اپریل په ۱۹مه نېټه د یوې تبصرې په خپرولو سره وویل، هند لا هم د خلکو د ژوند د بنسټیز تضمین ساتلو لپاره کوښښونه کوي، نو په نړۍ کې تر ټولو نفوس لرونکی هېواد ګرځېدل به د دغه هېواد لپاره له فرصتونو او ستونزو څخه ډکه شېبه وي.

په حقیقت کې د نړۍ په زیاتو پرمختللو هېوادونو کې د زېږون انډول ټيټ دی، او دا د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ ضروري تمایل دی. چین د پرمختګ په څوارلسم پنځه کلن پلان کې دا بیان کړې چې په دغه هېواد کې به د ماشومانو د زېږون مناسبه سویه وهڅوي او د ماشومانو د ساتنې او روزنې لپاره د کورنیو لګښتونه به کم شي تر څو د زېږون په اړه د تګلارو بالقوه ځواک ښکاره شي.

 چین د سوسیالیستي عصري هېواد د هراړخیزې جوړونې نوې مرحلې ته رسېدلی او د نفوس وړتیاوې يې هم له شمېر څخه په کيفيت بدلېږي.

اوس په چین کې د کار ځواک شمېر ۹ سوو میلیون تنو ته رسېږي او په دې جمله کې له ۲.۴ سوو میلیونو زیات کسان لوړې زده کړې کړې دي. برسیره پر دې، د چین د علمي څېړونکو شمېر په نړۍ کې لومړی مقام نیسي. له دې څخه ښکاري، چې د چین د نفوس وړتیاوې لا هم شته او د وړ کسانو په برخه کې يې خپله وړتیا پیدا کړې ده.

بله خوا، د خلکو د روزګار ستونزو حلول د یو هېواد د وګړیو ژوند د هوساینې او د خپل اقتصادي حیاتي ځواک د ساتلو مهم ټکی دی. چین تل د خلکو روزګار ته پاملرنه کړې او د روزګار سویې د لوړولو لپاره يې ډول ډول اغېزناک تدبیرونه نیولي دي. په چین کې د صنعتي چارو بشپړ او لوی سیستم موجود دی چې د خلکو د روزګار لپاره ښه تضمین برابروي. نو په چین کې د بېکارۍ انډول له اوږدې مودې راهیسې په ټيټه سویه کې ساتل شوی دی. د سږ کال په لومړۍ ربعه کې د چین په ښارونو او کلیوالو سیمو کې د بېکارۍ اندازه ۵.۵ سلنه وه او د تېر کال د څلورمې ربعې په نسبت صفر اعشاريه يو سلنه ټیټه شوې.

برسیره پر دې، چین د زړو کسانو شمېر د ګړندي زیاتېدو پر وړاندې د زړو کسانو د پالنې چارې ډېر هڅولې او دا کار د ملي اقتصاد د راتلونکي یو مهم ملاتړ بولي. د چین حکومت په عین وخت کې د نفوس بدلون پر وړاندې په هره کورنۍ کې د درېيم ماشوم د پیدا کولو لپاره یو لړ هڅونکې تګلارې غوره کړې دي.

د هند د پارلمان غړي کپيل سبیلا د اپریل په ۲۰مه نېټه په ټولنیزو رسنیو کې د یو لړ شمېرو په خپرولو سره وویل، هند به د نفوس په برخه کې له چین څخه مخکې شي، خو د جي ډي پي، روزګار انډول او د پیسو پړسوب په شمول ډېرو ساحو کې له چین څخه وروسته پاتې دی. موږ باید پر دې جدي غور وکړو.

د ځينو لوېديځو رسنیو له خوا د نفوس بدلون له نومه په استفادې سره د چین اقتصاد د کمزورېدو ګونګوسې خپرېدو سره همهاله، څو نړیوالو پولي ارګانونو په جلا جلا توګه د چین د اقتصادي پرمختګ وړاندوینه زیاته کړې ده. د نړیوال وجهي صندوق په تازه راپور کې راغلي، چې تر ۲۰۲۸م کال پورې به د ګردې نړۍ په جي يي پي کې د چین د خدماتو اندازه ۲۲.۶ سلنې ته ورسېږي او د نړۍ لومړی مقام به ونیسي.

هند پرینټ ورځپاڼې په خپله وېبپاڼه کې د یوې لیکنې په خپرېدو سره ویلي، پر چین پسې د اقتصادي کمزورېدو ګونګوسې تړل یوازې د لوېديځو رسنیو یواړخیز نظر دی. لوېديځې رسنۍ باید د چین د نفوس بدلون مسئلې ته له سمې زاويې وګوري.

Previous Post

زیلینسکي: پر روسیې دې بندیزونه لا سخت او ډير شي

Next Post

امریکا په سوډان کې خپل سفارت تخلیه کړی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
امریکا په سوډان کې خپل سفارت تخلیه کړی

امریکا په سوډان کې خپل سفارت تخلیه کړی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

زي ټي اي د اېکسون لړۍ پیاوړي ځیرک موبایلونه معرفي کړل

زي ټي اي د اېکسون لړۍ پیاوړي ځیرک موبایلونه معرفي کړل

مې 24, 2021
ټرمپ: که له ایران سره هوکړه ونه شوه، د تېر ځل په ځېر به پوځي اقدام وکړي

ټرمپ: که له ایران سره هوکړه ونه شوه، د تېر ځل په ځېر به پوځي اقدام وکړي

فبروري 11, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ