چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د نوي کال په مناسبت د شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام ته د نړيوالې ټولنې مثبت غبرګونونه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 4, 2026
in نړیوال خبرونه
0
د نوي کال په مناسبت د شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام ته د نړيوالې ټولنې مثبت غبرګونونه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۵م کال د ډسمبر د ۳۱مې نېټې په ماښام د نوي ۲۰۲۶م کال د رارسېدو په مناسبت د مبارکۍ وينا وکړه.

شي جين پينګ په خپله وينا کې ويلي، چې چين به له مختلفو هېوادونو سره يو ځای نړيواله سوله او پرمختګ پرمخ بوزي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه به اباده کړي. د ده وينا له نړيوالې ټولنې سره د چين د همکارۍ او ګډو هڅو ټينګ هوډ ښودلی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د زياتو هېوادونو چارواکو او کارپوهانو د چين د ميډيا ګروپ له لارې د شي جين پينګ د وينا له اورېدلو يا د ويډيو له کتلو وروسته د چين لاسته راوړنې او د يوه لوی هېواد په توګه مسئولانه بڼه ستايلې او هيله يې څرګنده کړې، چې د نړيوال مديريت په اړه د شي جين پينګ د وړانديز په رڼا کې همکارۍ پياوړې کړي او د انسانانو د ښکلي راتلونکي لپاره ګډې هلې ځلې وکړي.

۲۰۲۵م کال په چين کې د پنځلسم پنځه کلن پلان د پلي کېدو وروستی کال دی او په همدې کال کې د چين پرمختګونه، لاسته راوړنې او د تګلارو مسلسل تطبيق د نړيوالو شخصيتونو په توجو او خبرو کې د پام وړ موضوعات ګرځيدلي دي.

د شي جين پینګ په وينا، د چین د ۲۰۲۵م کال اقتصاد حجم ښايي ۱۴۰ ټريليونه يوانو ته ورسیږي. د سريلانکا د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي جي ويراسينګهي د چين اقتصادي برياليتوب ستايلی او  د ۲۰۲۵م کال اټکلي اقتصادي حجم يې د دغه هېواد د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ پياوړی او انعطاف منونکی قوت بللې دی.

د تايلنډ د ډهوراکيج پونديت پوهنتون د عامه ادارې پوهنځي مرستيال کيټيکا ساويتامورنکو دې ته په اشارې ويلي، د شي جين پينګ وينا دا په ډاګه کړې، چې چين د پرمختګ په نقشه کې کيفيت، نوښت، د خلکو ګټو او نړيوالې همکارۍ ته لومړيتوب ورکوي او پر مسلسلو تګلارو او ثابت پرمختګ ټينګار کوي.

د ويتنام د ټولنيزو علومو اکاډامۍ د ((فلسفه)) مجلې پخوانۍ عمومي مديرې نګوين تهي لان هونګ ويلي، د شي جين پينګ په وينا کې”د خلکو په ژوند پورې تړلی هر کار مهم دی“ ياد شوي او ترې څرګنديږي، چې دغه هېواد تل د رښتينو اقداماتو له لارې د عامو خدمتونو د سويې د لوړوالي او د خلکو د باور د بنسټ د ټينګوالي په هڅه کې دی.

د نړيوالې همکارۍ او نړيوال مديريت په برخو کې د چين مسئولانه بڼه د نړيوالې ټولنې له خوا پېژندل شوې. د کينيا د کبينې لومړي وزير او خارجه وزير مصاليې موداوادي هيله ښودلې، چې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ له لارې د افريقا د صنعتي کېدو بهير او د افريقا او چين ترمنځ سوداګريزو همکاريو ته وده ورکړي. نوموړي زياته کړې، هيله لري چې چين د نړيوال مديريت وړانديز پرمخ بوزي او له افريقايي ټولنې سره د لا عادلانه او ټولشموله څواړخيزم د جوړولو لپاره ګډې هڅې وکړي.

په چين کې د اندونيزيا پخواني سفير سويګانګ رهاردجو ويلي، چې د شي جين پينګ وينا د مختلفو هېوادونو د سوله ييز او دوستانه ګډ ژوند او متقابل درناوي په اړه د ګډې هلې څرګندویي کوي.

د ويتنام د خبر او اطلاعاتو پوهنځي د فيلوسفې انستېتيوټ مشر نګوين مين هاون ويلي، چې د شي جين پينګ وينا دا روښانه کړې، چې چين په نړيوال سیسټم کې له ګډون څخه د نړيوال سیسټم د جوړولو رول ته مخه کړې ده او په نړۍ کې د لوی هېواد ستراتيژيک لرليد او مسئولانه بڼه ښيي.

کلتوري تبادله او د ګډو ګټو برياليتوب د نړيوالو شخصيتونو ګډې هيلې دي. د نايجريا د چين او افريقا د مسئلو څېړنيز مرکز مدير شيريف ګالي عبراهم د شي په وينا کې د ټېکنالوژيک نوښت او کلتوري ساتنې په اړه موضوعات د افريقايي هېوادونو لپاره ګټور بللی او ويلي يې دي، چې  ” د ۲۰۲۶م کال لپاره د چين او افريقا د کتلوري تبادلې کال فعاليتونه “ به د دواړو خواوو د خلکو ترمنځ متقابل تفاهم او اړيکې لا پياوړې کړي.

د شي جين پينګ په وينا کې هغه ژمنتيا، چې چين به له مختلفو هېوادونو سره يو ځای نړيواله سوله او پرمختګ پرمخ بوزي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه به اباده کړي، د نړۍ د پيوستون د روحي کمربند ارزښت لري. د سريلانکا د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي جي ويراسينګهي ويلي، چې د چين سمسورتيا او پرمختګ به د پرمختيايي هېوادونو په شمول د نړۍ د مختلفو هېوادونو ګډ پرمختګ او هوساينې ته پياوړی خوځنده قوت ورسوي.

Previous Post

چین: د امریکا استبدادي کړنې سیمه او نړۍ ګواښي

Next Post

د نوي ۲۰۲۶ کال د پيل په درې ورځنۍ رخصتۍ کې د های نان سيلانيزو چارو ډېر زياتوالی موندلی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د نوي ۲۰۲۶ کال د پيل په درې ورځنۍ رخصتۍ کې د های نان سيلانيزو چارو ډېر زياتوالی موندلی

د نوي ۲۰۲۶ کال د پيل په درې ورځنۍ رخصتۍ کې د های نان سيلانيزو چارو ډېر زياتوالی موندلی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کرکټ بورډ په درې افغان لوبغاړو دوه کلن بندیز ولګاوه

کرکټ بورډ په درې افغان لوبغاړو دوه کلن بندیز ولګاوه

دسمبر 25, 2023
چين به نړيوال اقتصاد ته کوم نوي فرصتونه برابر کړي؟

چين به نړيوال اقتصاد ته کوم نوي فرصتونه برابر کړي؟

دسمبر 18, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ