چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د نو ظهوره اقتصادي قدرتونو ایتلاف «برېکس»

لیکنه: اعظم منور

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 28, 2023
in ليکنې او تحلیلونه
0
د برېکس ناسته د پوتین له حضوري ګډون پرته ترسره کیږي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

په دې لیکنه کې د برېکس په اړه لنډ معلومات، په نړیوال اقتصاد کې د دې ډلې د رول او راتلونکي په اړه بحث شوی.

دې ته هم اشاره شوې چې افغانستان لپاره برېکس ایتلاف جوړېدل څه پيغام لري؟ او څه الهام ترې اخیستلای شي.

برېکس څه معنا؟

برېکس په حقیقت کې د سترو اقتصادي قدرتونو یو ایتلاف دی چې د نړۍ د اوسني اقتصادي نظام د اصلاح غوښتنه کوي او د خپلو اقتصادي ودو لپاره يې یو نوښت کړی او غواړي نړۍ ته وښيي چې باید یو داسې اقتصادي نظام جوړ کړي چې ټول شموله وي او پر عدالت او تعادل بنا وي.

برېکس د روسیې، هند، برازیل، چین او سويلي افریقا هېوادونو د انګلیسي نومونو له لومړنیو تورو جوړ مخفف دی.

دا هغه هېوادونه دي چې برېکس اقتصادي ډلې اساس يې ایښی دی.

برېکس ډله د نړۍ پر اقتصاد ستره اغیزه لري.

د برېکس غړي پردي باور دي چې دغه ډله د مخ پروده هېوادونو د پرمختګ ملاتړې او په نړیوال اقتصادي نظام کې عدالت او تعادل قائمول غواړي.

که د دې ډلې غړو او بنسټګرو هېوادونو ته پام وکړو نو چین د نړۍ یو ستر نفوس لرونکی، لوی او قوي اقتصاد لرونکی، د ملګرو ملتونو امنیت شورا دایمي غړی او ویټو حق لرونکی او په نړیوالو مسایلو کې مطرح او ستر مخ پروده هېواد ګڼل کېږي.

دغه راز روسیه چې یو پخوانی ابرقدرت پاتې شوی د امریکا د خوښې یو قطبي نظام سره مخالف دی، هند هم په نړۍ کې د پام وړ زیات نفوس لري او لوی ډیموکراټيک هېواد ځان ګڼي، برازیل د سويلي امریکا تر ټولو ډېر چټک پرمختګ لرونکی هېواد دی، سویلي افریقا هم یو مهم او طبیعي سرچینو بډای هېواد ګڼل کېږي او بالاخره ایران هم د افغانستان په ګاونډکې پروت هېواد دی چې د نفتو او ګازو پرېمانه سرچینې لري او د منځني ختیځ په  مسایلو کې مطرح هېواد دی.

اوس تازه ایران هم د دې ایتلاف غړیتوب ترلاسه کړی او د ترکيې، اندونیزیا، مصر، نیجریا او سوريې په شمول ډېر هېوادونه په دې ډله کې د ورګډېدو غوښتنه کوي.

د پیسو نړیوال صندوق له خوا د خپرې شوې شمېرې له مخې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د نړۍ په اقتصاد کې د برېکس غړو هېوادونو د اقتصاد ونډه ۲۵ اعشاره ۸ سلنه وه، په داسې حال کې چې دغه اندازه په ۲۰۰۱ میلادي کال کې یوازې ۸ اعشاریه ۴ سلنه وه.

سرچینې ويلي چې په دې موده کې د جي اووه ډلې هېوادونو اقتصاد ونډه له ۶۴ اعشاریه ۶ سلنې څخه ۴۲ اعشاریه ۹ سلنې ته راټيټه شوې ده.

د اقتصادي څېړنو په برخه کې د بريټانیا مشهورې کمپنۍ (اکورن ماکرو) د روان کال په مارچ کې د خپرې شوې شمېرنې له مخې په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ په اقتصاد کې د برېکس هېوادونو ونډه له جي اووه ډلې څخه زیاته ده.

برېکس د افغانستان لپاره څه پيغام لري؟

افغانستان په وچه کې راګېر هېواد دی او سمندر ته لار نه لري او د تاریخ په اوږدو کې تل د سترو قدرتونو له بریدونو او یرغلونو سره مخ شوی دی.

دغه هېواد چې تازه له اوږدې جګړې راوتلی او اوس د داسې سرپرست حکومت له خوا اداره کېږي چې د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، بلکې د یو شمېر هېوادونو تر سختو اقتصادي بندیزونو لاندې هم دی.

د برېکس په شان قوي اقتصادي ایتلافونو جوړېدل او پکې د افغانستان د مهمو ګاونډيو هېوادونو شاملېدل زموږ لپاره یو روښانه پيغام لري او هغه دا چې موږ د نړۍ د پرمختګ له کارونه ډېر وروسته پاتې یوو او ډېر کار مو په مخ کې دی.

ټول افغانان باید په پوره همت او دقت ګام پورته کړي څو ځان له سیالانو سره سیال کړي او له اقتصادي پلوه ځان له اوسني کمزوري حالته وباسي.

زموږ هېواد بډایه طبيعي زیرمې او خام مواد لري چې ښايي په نړۍ کې يې ساری کم وي.

موږ باید نهیلي نه شوو ځکه چین چې اوس د نړۍ یو ستر اقتصادي قدرت دی هم څو پېړۍ وړاندې زموږ په شان له پردیو یرغلونو سره مخ شوی او ډېرې سختۍ يې تېرې کړې او بلاخره نن يې ځان دې مقام ته رسولی دی.

او دغه راز موږ د نړۍ له ستر اقتصادي قدرت چین سره ګډه پوله لرو او ماضي مو هم ډېره ښه پاتې شوې او له بلې خوا له ایران سره چې تازه د برېکس ایتلاف غړی شوی موږ په فرهنګي لحاظ ډېر مشترکات ورسره لرو نو باید له ټولو سره خپلې اړیکې د ملي ګټو پر اساس جوړې کړو او خپل اقتصاد ته مو پاملرنه وکړو، هیله ده چې یوه ورځ موږ هم د داسې حالاتو شاهدان شوو چې هېواد مو د برېکس په شان مهمو اقتصادي ایتلافونو کې شامل شي.

 

Previous Post

فراه کې د اوبو ۶ شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

Next Post

زابل کې څه باندې ۹ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
زابل کې څه باندې ۹ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده

زابل کې څه باندې ۹ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د م.م ځانګړی راپورټر د بشري وضعیت ارزونې لپاره افغانستان ته راغلی

د م.م ځانګړی راپورټر د بشري وضعیت ارزونې لپاره افغانستان ته راغلی

مې 16, 2022
شي جين پينګ د چين د فضايي ټېکنالوژۍ ګروپ د ځوانې ډلې ته ځوابي پيغام ليږلی

شي جين پينګ د چين د فضايي ټېکنالوژۍ ګروپ د ځوانې ډلې ته ځوابي پيغام ليږلی

مې 3, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved