چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د نړۍ سولې ته ګواښ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 14, 2026
in نړیوال خبرونه
0
د نړۍ سولې ته ګواښ

From left to right, Dan Huaicheng, secretary-general of China Arms control and Disarmament Association (CACDA), Luo Qingping, chairman of China Institute of Nuclear Industry Strategy, and Zhao Xuelin, engineer of China Institute of Nuclear Industry Strategy, attend a press conference on release the research report "Nuclear Ambitions of Japan's Right Wing Forces: A Serious Threat to World Peace" at a hotel in Beijing, China, Thursday, Jan. 8, 2026. (AP Photo/Vincent Thian)

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په چين کې يو راپور « اټومي وسلو ته د جاپان د ښي اړخو همت: د نړۍ سولې ته سخت ګواښ» خپور شوی دی.

 په دغه راپور کې”د جاپان او اټومي وسلو ترمنځ واټن“ ته د یوه امريکايي متخصص یوه هغه خبره هم کارول شوې، چې وايي: (( جاپان که يوازې يو پېچکش تاو کړي، نو اټومي وسلې به خپلې کړي.))

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

متاسفانه دغه خبره کومه مبالغه نه ده او جاپان يې همداسې کولی شي. د اټومي وسلو جوړونه درېيو کليدي شرايطو (اټومي مواد، تخنيکي وړتيا او وسیلې) ته اړتيا لري او جاپان د همدغو درېيو شرايطو د پوره کولو توان لري.

د اټومي انرژۍ د نړيوالې ايجنسۍ شمېرې ښيي، چې جاپان له ۴۷ ټنو ډېر پلوتونیم زېرمه کړي، چې دا اټومي انرژۍ ته له ملکي اړتیاوو څخه ډېر زيات دي او که همدا د اټومي وسلو د جوړولو لپاره وکارول شي، نو د ۶۰۰۰ اټومي سرګولولو د جوړولو لپاره به کافي وي.

د اندېښنې وړ خبره دا ده، چې جاپان د اټومي وسلو د نه خپرولو تړون په غیر اټومي غړو هېوادونو کې يوازينی هېواد دی، چې د اټومي سون توکو د بیا پروسېس ټیکنالوژي، د وسلو لپاره د پلوتونیم د ايستنې وړتیا او د اټومي بټيو لپاره د کارول شوو سون موادو د پروسېس وسايل لري.

د اټومي سون موادو بيا کارونې یاد سیسټم جاپان ته داسې صنعتي بنسټ برابر کړی، چې خپل ځان په ډېرې چټکۍ پر اټومي وسلې سمبال کړي. د ځینو جاپاني چارواکو د څرګندونو او د ځينو هېوادونو د متخصصینو د تحلیلونو له مخې، جاپان کولی شي د اکثر حد لپاره لسګونو ورځو کې اټومي وسلې تولید کړي، چې دا چاره د نړۍ لپاره خورا خطرناکه بلل کېږي.

برسيره پردې جاپان د اټومي وسلو وړونکې وسيلې لري او هوايي دفاعي ګارډ يې د اېف-۱۵، اېف- ۳۵ ای او یو شمېر نورې جنګي الوتکې لري، چې ټولې يې اټومي سرګولولې وړلی شي.

جاپان پلان لري، چې ۴۰۰ توماهاک کروز توغندي واخلي، کوم چې له لږ تعدیل او بدلون وروسته کولی شي اټومي وسلې انتقال کړي. که جاپان بیا دغه کروز توغندي د ایګیس مخربې بېړۍ په لانچ پلیټ فارمونو کې ځای پر ځای کړي، نو بیا به د سمندر پر سطحې د اټومي برید وړتیا هم ولري.

د توجه وړ خبره دا ده، چې جاپان د فضايي لانچ وسایطو د کليدي ټېکالوژيو په څېړنه کې ډېرې لاسته راوړنې لري او ځيني ټېکنالوژۍ يې په کمو تعديلاتو سره د منځني او اوږد واټن د ويشتونکو بالستیک توغندیو لپاره کارول کېدای شي.

د جاپان لومړۍ وزيرې سانای تاکایچي د ۲۰۲۵م کال په وروستیو کې د رسنيو هغې پوښتنې ته په ځواب کې، چې ايا جاپان اټومي اوبتلونه غواړي؟ وويل: ((هیڅ انتخاب نه ردوي)).

د سانای تاکایچي دغه څرګندونه د جاپان د ښي اړخو له هغه نيت پرده پورته کړي، چې غواړي د اټومي وسلو بشپړ سیسټم جوړ کړي.

د جاپان د ښي اړخو دغه نیت تصادفي نه دی، بلکې دا د اوږدمهاله پلان په ترڅ کې جوړ او اوس رابرسېره شوی دی. جاپان له دويمې نړيوالې جګړې مخکې د اټومي وسلو علمي څېړنې پیل کړې وې او د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال يې د اټومي وسلو په جوړولو کې ګڼې سرچينې کارولې او پانګونې يې پکې کړې وې، که څه هم جګړه يې وبايلله، خو اټومي تخنيکونه يې تراوسه ساتلي دي.

د ايساکوساتو په مشرۍ د  جاپان د وخت حکومت په ۱۹۶۷م کال کې د اټومي وسلو لپاره درې اصول  وټاکل، چې له مخې يې دغه هېواد به اټومي وسلې نه لري، نه به یې جوړوي او نه به یې له نورو هېوادونو واردوي. د جاپان دغه اصول ظاهراً له نړيوالو اصولو سره مطابقت لري، خو په حقیقت کې يې د خپلې سياسي ډرامې د پردې په توګه کارولي دي. جاپان له يادې ژمنې دوه کاله وروسته له امريکا سره یو پټ اټومي تړون لاسلیک کړ او دغه هېواد ته د اټومي وسلو ننوتلو ته یې اجازه ورکړه.

جاپان له اوږدې مودې راهیسې د اټومي وسلو د نه خپرېدو په اصل کې نړۍ ته دوه مخونه ښکاره کوي. دغه هېواد نړيوالو ته ځان د اټومي وسلو يوازيني قرباني هېواد يادوي او له همدې لارې غواړي، چې د نړيوالې ټولنې همدردي ترلاسه کړي. دغه راز دغه هېواد د ملګرو ملتونو په امنيت شورا، عمومي اسمبلۍ او یو شمېر نورو مواردو کې له ټولو هېوادونو څخه د اټومي وسلو د بشپړو له منځه وړلو غوښتنه کوي او پر همدې لارې ځان د اټومي وسلو په کمولو کې لارښوونکی ښيي.

ځينو هېوادونو ژمنه کړې، چې په جګړه کې به تر نورو وړاندې اټومي وسلې نه کاروي. جاپان بيا له دغه دريځ سره مخالفت کړی او د متحدينو د ټولنيز امنیت په تضمين کې يې د اټومي وسلو پر رول ټينګار کړی او له خپلو متحدينو څخه يې غوښتي، چې”اټومي چترۍ“ تقويه کړي. د جاپان دغو متضادو دريځونو د اټومي وسلو د نه خپرولو اصل په عملي کولو کې د دغه هېواد رضاکارانه څېره رسوا کړې ده.

د جاپان ښي اړخي اوس هڅه کوي چې دفاعي بودجه لوړه او د اټومي وسلو په اړه خپل درې  اصول تعديل کړي، د اټومي وسلو پر صادراتو محدوديتونه لغوه کړي او يرغلګر ځواک ته پراختیا ورکړي. که هغوی خپلې موخې ته ورسېږي، دا به سيمې او نړۍ ته سخته پایله ولري؛  له نړيوالې دويمې جګړې وروسته جوړ شوی نړيوال نظام به وګواښي، د اټومي وسلو د نه خپرولو نړيوال سیسټم به خراب کړي او د نړيوالې پوځي مسابقې سبب به وګرځي.

نړيواله ټولنه باید د جاپان د ښي اړخو د خطرناکو کړنو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.

Previous Post

شاهین: افغانستان کې د پانګونې لپاره پراخ فرصتونه برابر شوي

Next Post

چین د لرې واټن کنټرولوونکې ۵۰ـ۰۱ سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
چین د لرې واټن کنټرولوونکې ۵۰ـ۰۱ سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

چین د لرې واټن کنټرولوونکې ۵۰ـ۰۱ سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د اروپا او اسيا اقتصادي سرمشريزه: نړيواله ټولنه دې په ګډې همکارۍ ستونزې هوارې کړي

فبروري 23, 2024
حیرتانو کې د اوسپنې پټلۍ د نورو سټېشنونو فعالېدو هوکړه شوې

حیرتانو کې د اوسپنې پټلۍ د نورو سټېشنونو فعالېدو هوکړه شوې

اپریل 15, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved