چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ هغه ۱۵ هیوادونه چې کرونا وبا پکې نشته

منبع: جان هاپکینز پوهنتون/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 23, 2020
in ليکنې او تحلیلونه, نړۍ
0
د نړۍ هغه ۱۵ هیوادونه چې کرونا وبا پکې نشته
1.3k
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

تر اوسه په ټوله نړۍ کې پر کرونا ویروس تر دوه نیم میلیونه ډېر کسان اخته شوي، په دې مانا چې کرونا ویروس نیږدې د نړۍ هرې برخې ته ځان رسولی دی. خو د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې لا هم په آسیا، افریقا او اقیانوسیه کې ۱۵ داسې هېوادونه شته چې د کووېډ ۱۹ مثبتې پېښې پکې صفر دي، په دې مانا چې په دې هېوادونو کې کرونا ویروس نه دی خپور شوی.

له دې هېوادونو ځینې یې په جزیره یي سیمو کې دي، داسې چې د جغرافیایي موقعیت له مخې له نورو بېل دي، لکه د میکرونزیا او پولینزیا جزیرې. خو درې هېوادونه چې په اسیا کې دي، که څه هم له هغه هېوادونو سره چې کرونا ویروس پکې خپور شوی دی، شریکې پولې لري، مثبتې پېښې نه دي پکې ثبت شوې، دا چې دوی څومره رښتیا وایي خلک ورته د شک په سترګه ګوري.

You might also like

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او ښې پایلې ته هیله‌من یو

پزشکیان؛ د زیانمنو شویو رېلي او ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی

امریکا او سعودي عربستان د سوله‌ییز اټومي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه

اوس راځو د نړۍ هغه پنځلس هېوادونو ته چې تر اوسه پورې پکې کووېډ ۱۹ ویروس نه دی خپور شوی.

۱- کومور يا د قمر د جزایرو مجموعه:

Comoros Stock Pictures, Royalty-free Photos & Images - Getty Images

کومور ۲۳۵،۲ کیلومتره مربع پراخوالی او د یو میلیون په شاوخوا کې نفوس لري. دا هېواد د آفریقا په ختیځ ساحل کې پرته جزیزه ده، چې په کلني ډول یوازې ۳۶۰۰ کسان ترې لیدنه کوي. ددې هېواد چارواکو ټول بهرني سفرونه لغوه کړي دي. په دې هېواد کې تر اوسه پورې د کرونا ناروغۍ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

۲- کرایباتي:

Vacant land on Tarawa, capital of the vast archipelago nation of Kiribati on September 11, 2001. (AFP)

دې هېواد ته په کال کې یوازې ۶۰۰۰ کسان تګ راتګ کوي. د نړۍ یوازنی هېواد دی چې سفر کول ورته سخت دي. کېدای شي همدا لامل وي، چې تر اوسه پورې پکې کرونا ویروس نه دی خپور شوی.

۳- لسوتو:

A man walks on the land at Ha Mampho village, in Lesotho on June 3, 2017. (AP)

کومور او لستو هغه دوه افریقایي هېوادونه دي، چې تر اوسه پورې پکې د کووېډ ۱۹ ویروس نه دی خپور شوی. لستو له جنوبي افریقا پرته د نړۍ له بل هېڅ هېواد سره ګډه پوله نه لري. که څه هم چې په جنوبي افریقا کې تر اوسه پورې زرګونه کسان په یاد ویروس اخته شوي دي، خو دغه هېواد لا بچ پاتې دی. یا کېدای شي مثبتې پېښې ولري، خو ثبت شوې نه وي.

۴- د مارشال جزایر:

Marshall Islands ratifies Paris Agreement

دغه هېواد په آرام سمندر کې پرته جزیره ده چې ټول پراخوال یې ۱۸۱ کیلو متره دی. د مارشال جزایرو ته هم بهرني سفرونه ډېر محدود وي او کېدای شي د چارواکو احتیاطي تدابیر یې ددې لامل شوي وي، چې تر اوسه پورې پکې کرونا ویروس نه دی خپور شوی.

۵- میکرونزي، فدرال ایالات:

Jeep Island, a private island paradise located in Chuuk, Micronesia on Oct. 29, 2017. (AP)

دا هېواد په خپله د جزایرو یوه مجموعه ده چې ۶۰۷ جزیرې پکې رانغښتې دي. د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې په دې هېواد کې هم د کرونا کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

۶- نایورو:

Australia 'flies rape victim back to Nauru' - BBC News

دا کوچنی هېواد د ۱۰۰۸۰ کسانو په شاوخوا کې نفوس لري، یوازې یو روغتون لري چې هغه هم ونټیلاټور نه لري. په کلني ډول یوازې ۲۰۰ سیلانیان له دې هېواد څخه لیدنه کوي. نو دې ټکي ته په کتو ډېره د حیرانتیا وړ خبره نه ده چې تر اوسه پورې پکې ولې کرونا ویروس نه دی خپور شوی.

۷- شمالي کوریا:

Students wearing facemasks have their temperature checked as a precaution against a new coronavirus as their university reopened following vacation, at Kim Chaek University of Technology in Pyongyang on April 22, 2020. (AP)

شمالي کوریا ته هم باید حیران نه شئ، چې ولې پکې کرونا ناروغي ن ده خپره شوې؛ دا ځکه چې له نړۍ سره ددې هېواد اړیکې په نشت حساب دي. پرته له ځینو محدودو هېوادونو د نورو هېوادونو وګړي شمالي کوریا ته سفر نه شي کولای، که یې وکړي هم له ډېرو محدویتونو سره مل وي. شمالي کوریا له چین، روسیې او جنوبي کوریا سره پولې هم لري او دا هغه هېوادونه دي چې د کرونا پېښې پکې ډېرې وې، خو بیا هم تر اوسه پورې پکې د کومې مثتبې پېښې خبر نه دی ورکړل شوی. ددې ترڅنګ د روغتیا نړیوال سازمان وایي، چې شمالي کوریا هغه هېواد دی چې تنفسي ناروغي ډېرې پکې پېښېږي، چې دغه څه پر کرونا ویروس اخته کېدو ته زمینه هم برابرولای شي. یاد سازمان وایي په کلني ډول ۱۱ سلنه خلک په دغه هېواد کې د تنفسي ناروغیو له کبله مړه کېږي. یوه بله خبره هم شته، کېدای شي د کرونا ویروس پېښې پکې ثبت شوې وي، خو په یاد هېواد کې معلوماتو لاس رسی خلکو ته د مرګ په بیه تمامېږي.

۸- پالائو:

In this June 20, 2009 file photo, the Palau Capital building is seen in Melekeok, Palau. (AP)

دې هېوا له کرونا څخه د مخنیوي په موخه د آرام سمندر له لارې د چین او هانګانګ څخه ورتلونکي کسان منع کړي دي. دا هېواد هم د هغه پنځلسو هېوادونو په ډله کې دی چې تر اوسه پورې پکې د کووېډ ۱۹ ویروس نه دی خپور شوی.

۹- ساموآ:

Latest Samoa Travel Alerts and Warnings

ساموآ ۱۹۸۴۱۳ تنه نفوس لري، ظاهرآ خو داسې ښکاري چې توانیدلی څو کرونا ویروس پکې خپور نه شي. خو له دې سره سره پکې د مارچ په ۲۰ مه نېټه بیړنی حالت اعلان شو. په یاد هېواد کې تر اوسه پورې ټول بهرني سفرونه ځنډېدلي دي.

۱۰- د سلیمان جزایر:

Country guide: Solomon Islands - Business Advantage PNG

په دې هېواد کې هم تر اوسه پورې د کرونا کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې. یاد هېواد د مارچ میاشتې له ۲۳ نېټې وروسته هېڅ بهرني وګړي ته د ورتلو اجازه نه ده ورکړې.

۱۱- تاجکستان:

The Success of Humanitarian Aid to Tajikistan - BORGEN

له چین سره نیږدې پولې درلودلو او له نهه میلیونه ډېر نفوس ته په کتو ناشونې ښکاري چې تر اوسه پورې دې په دغه هېواد کې د کووېډ۱۹ ویروس نه وي خپور شوی. خو په رسمي ډول پکې تر اوسه د کومې مثبتې پېښې راپور نه دی ورکړل شوی.

۱۲- ټانګو:

A family gap year on Tonga | National Geographic

د رسمي شمېرو له مخې ټانګو هېواد هم تر اوسه پورې له کووېډ ۱۹ ویروس پاک دی او کومه مثبته پېښه نه ده پکې ثبت شوې. دې هېواد هم خپلې ټولې پولې د بهرنیو وګړو پر مخ تړلې دي.

۱۳- ترکمنستان:

Turkmenistan – Travel guide at Wikivoyage

ترکمنستان؛ که څه هم چې د دوو هغه هېوادونو په منځ کې پروت دی، چې کرونا ویروس پکې خپور شوی دی، خو بیا هم ادعا کوي، چې تر اوسه پورې پکې د کرونا ویروس کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

۱۴- تووالو:

The pristine waters which surround Tepuka Islet on Funafuti in Tuvalu, on February 22, 2004. (AFP)

په کال کې د یوازې د ۲۰۰۰بهرنیو سیلانیانو په درلودلو سره کېدای شي ډېر د تعجب وړ خبره نه وي، چې په دې هېواد کې دې تر اوسه کرونا ویروس نه وي خپور شوی.

۱۵- وانواتو

Éfaté | island, Vanuatu | Britannica

دغه هېواد ټول ۳۰۷۱۴۵تنه نفوس لري، چې یوه یې هم تر اوسه پورې د کرونا ویروس معاینات نه دي کړي.

Previous Post

د کتاب نړيواله ورځ مو مبارک شه!

Next Post

د یونما مشره: تر ټولو ډېر تمرکز به مې د سولې پر راوستو وي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او ښې پایلې ته هیله‌من یو
نړیوال خبرونه

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او ښې پایلې ته هیله‌من یو

by Spogmai Radio
جولای 28, 2026
پزشکیان؛ د زیانمنو شویو رېلي او ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی
نړۍ

پزشکیان؛ د زیانمنو شویو رېلي او ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی

by Spogmai Radio
جولای 27, 2026
امریکا او سعودي عربستان د سوله‌ییز اټومي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه
نړۍ

امریکا او سعودي عربستان د سوله‌ییز اټومي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه

by Spogmai Radio
جولای 23, 2026
ټرمپ: په هرمز تنګي کې د ایران هر برید به له پوځي ځواب سره مخ شي
نړۍ

ټرمپ: په هرمز تنګي کې د ایران هر برید به له پوځي ځواب سره مخ شي

by Spogmai Radio
جولای 23, 2026
پېنټاګون؛ اردن کې د وژل شویو ۲ امریکايي سرتېرو هویت خپور کړی
نړۍ

پېنټاګون؛ اردن کې د وژل شویو ۲ امریکايي سرتېرو هویت خپور کړی

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
Next Post
د یونما مشره: تر ټولو ډېر تمرکز به مې د سولې پر راوستو وي

د یونما مشره: تر ټولو ډېر تمرکز به مې د سولې پر راوستو وي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

مجاهد: د تُرک دولتونو سازمان غړو سره ښې اړیکې غواړو

مجاهد: د تُرک دولتونو سازمان غړو سره ښې اړیکې غواړو

مې 24, 2025
د کابل – جلال آباد پر لاره د ترافيکي پېښې له امله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کابل – جلال آباد پر لاره د ترافيکي پېښې له امله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

جولای 24, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved