په هالنډ کې د صدراعظم مارک روټ په مشرۍ ائتلافي حکومت پرون د مهاجرت ستونزې لپاره د حل لارو چارو پر سر د نه حل کېدونکو اختلافاتو له کبله ړنګ شو. صدراعظم له خپلې دندې استعفا وکړه او ټاکل شوې چې د همدې روان میلادي کال د نومبر په میاشت کې ټاکنې وشي. مارک روټ چې ۵۶ کاله عمر لري او په هالنډ کې يې تر ټولو اوږده واکمني کړې د اروپا یو تر ټولو ډیر تجربه لرونکی سیاستوال دی. هغه وویل چې د ائتلافي ګوندونو د مشرانو سره یې د کړکیچ د حل لپاره د څو ورځو خبرې اترې بې پایلې شوې. د حکومت غړي د روټ هغه پلان په هکله هوکړې ته ونه رسیدل چې هدف یې په هالنډ کې د پنا غوښتونکو سره د کورنیو د غړیو یو ځای کیدل محدودوي.












