چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د های نان ازاد سوداګريز بندر د چين د ورخلاصون پياوړتيا انعکاسوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 14, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
د های نان ازاد سوداګريز بندر د چين د ورخلاصون پياوړتيا انعکاسوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

چين له نړۍ سره جدي ژمنه کړې، چې د ورخلاصون دروازه به نه تړي، بلکې لا به يې پرانيزي. د های نان ازاد سوداګريز بندر تېر څلورکلن مزل د دې ښه ښکارندويي کوي، چې چين خپلو ژمنو ته د عمل جامه ور اچوي او  وفادار ورته پاتې کيږي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۱۲مه نېټه له های نان ولايت څخه د ليدنې پر مهال د يانګ پو اقتصادي سيمې ته ولاړ او هلته يې د دغې سيمې د انکشافي وضعيت او د چين ځانګړتيا لرونکي ازاد سوداګريز بندر د ابادۍ په اړه معلومات تر لاسه کړل.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې په همدې ورځ تازه شمېرنه خپره کړې، چې له مخې يې د های نان د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت د ۲۰۱۷م کال  له ۷۰ ميليارډو او ۲۸۰ ميليونو يوانو څخه په ۲۰۲۱م کال کې ۱۴۷ ميليارډو او ۶۸۰ ميليونو يوانو ته زيات شوی او د کلني زياتوالي منځنی انډول يې ۲۰.۴سلنه ښودل شوی، چې د ملي منځني انډول په پرتله ۱۱،۵ سلنه لوړوالی ښيي.

يادې شمېرې د های نان د ازاد سوداګريز بندر د پرمختيايي قوت ښه ښکارندويي کوي.

ازاد سوداګريز بندر په عصري نړۍ کې د ورخلاصون د تر ټولو لوړې کچې بڼه بلل کيږي.

د های نان چيني ځانګړتيا لرونکی ازاد تجارتي بندر د ۲۰۱۸م کال د اپريل په ۱۳مه نېټه  پرانيستل شوی او په خپل تېر څلور کلن مزل کې یې کابو د ۷ ميليارډو يوانو په ارزښت وارداتي توکو څخه ګمرکي ماليات نه دي اخيستي او ټولو ته يې امتيازونه برابر کړي دي.

د های نان ازاد تجارتي بندر کې د بهرنيو پانګو د استعمال د زياتوالي کلنی انډول ۷۹.۴  سلنې ته رسېدلی او له ۱۵۰ زياتې امتيازي تګلارې پکې پلې شوې دي.

د های نان ازاد تجارتي بندر په خپلو لاسته راوړنو د ورخلاصون د پياوړتيا او د نړۍ د ګډ پرمختګ لپاره د چين اراده په ډاګه کړې ده.

د های نان د ازاد سوداګريز بندر د ابادۍ نقشه جوړه شوې، چې له مخې به يې په ۲۰۲۵م کال کې د ازادې سوداګرۍ او اسانې پانګونې د تګلارو سيستم جوړ شي، په ۲۰۳۵م کال کې به د ازاد سوداګريز بندر د تګلارو سيستم او د سلوک لار لا پاخه شي او د روانې پېړۍ په منځنۍ موده کې به په نړۍ کې اغېزمن او د لوړې کچې ازاد سوداګريز بندر اباد شي.

 زياتو بهرنيو خبري رسنيو های نان (( د چين دوبۍ )) بللې او ويلي يې دي، چې های نان به نړۍ ته فرصتونه برابر کړي.

د های نان ازاد سوداګريز بندر په تېرو څلورو کلونو کې نړۍ ته زياتې ګټې رسولي دي. د ساري په توګه، هلته زياتو تصديو د تعرفې د نه اخيستلو له تګلارې څخه ګټې پورته کړې دي.

د ۸۷۵ زرو يورو په ارزښت د لويو لوبو وارداتي سامان الات يوه جوپه د مارچ په ۱۴مه نېټه د های نان د های کو بندر له ګمرک څخه تېره او له يادې امتيازي تګلارې يې ګټه واخېسته او  يو ميليون  او ۲۴۸ زره  يوانه ګمرکي تعرفه ورته معاف شوه.

د های نان ازاد سوداګريز بندر د تعرفې پر امتيازي تګلارې بر سيره، د تجاراتي چاپيريال د ښه والي لپاره هم يو لړ اقدامات نيولي دي. های نان له تېرو څلورو کلونو راهيسې د ۸ ميليارډو او ۸۱۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت بهرنۍ پانګې کارولي او د نړۍ د ۱۲۶ هېوادونو او سيمو پانګه اچوونکي يې راجلب کړي دي.

د يادولو وړ خبر دا دی، چې د چين ولسي جمهوريت د های نان د ازاد سوداګريز بندر قانون د تېر کال په جون کې اعلان او تطبيق شوی دی. دغه قانون د های نان د ازاد سوداګريز بندر د ابادۍ لپاره د نظامونو د ترتيباتو يو ګام دی او د ورخلاصون کچه يې لوړه کړې ده.

رسيپ (( د سيمې د هراړخيزو اقتصادي همکاريو تړون )) د تېرې جنورۍ په لومړۍ نېټه نافذ شوی، چې په دې سره د های نان ازاد سوداګريز بندر د پرمختګ له نويو فرصتونو سره مخ شوی دی. زيات کارپوهان په دې اند دي، چې د های نان ازاد سوداګريز بندر به په سيمه ييزو همکاريو کې مرکزي رول ولوبوي.

د های نان د لوړې کچې نوی پړاو ورخلاصون به نړۍ ته زياتې ګټې ورسوي او د نړيوال اقتصاد د احيا لپاره به خوځنده ځواک برابر کړي.

Previous Post

د کرونا د پېښو صفر پاليسۍ غوره انتخاب دی

Next Post

د چین او افغانستان کرنيزې همکارۍ روښانه راتلونکی لري

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د چین او افغانستان کرنيزې همکارۍ روښانه راتلونکی لري

د چین او افغانستان کرنيزې همکارۍ روښانه راتلونکی لري

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د ایران په پارلماني ټاکنو کې سخت دریځي کاندیدان مخکې دي

د ایران په پارلماني ټاکنو کې سخت دریځي کاندیدان مخکې دي

فبروري 23, 2020
پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیلوي

پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیلوي

فبروري 26, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved