چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د کرونا د پېښو صفر پاليسۍ غوره انتخاب دی

لیکنه: ډېوه؛ د چین مډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 14, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
د کرونا د پېښو صفر پاليسۍ غوره انتخاب دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

دغه عکس د چين د هوبې ولايت په ووهان ښار کې د ۲۰۲۰م کال په پېل کې د لمر لوېدو پر مهال اخيستل شوی، چې پکې یو ۸۷ کلن سپين ږيری او د ده ډاکټر لیو کای ښکاري.دغه عکس خلکو ته ګرم احساس او نه هېرېدونکې ترخې شېبې ورکړې دي. دغه سپين ږیری هغه مهال پر کوويډـ۱۹ اخته و او ډېرې سختې نښې نښانې يې درلودې او د شانګهای د يوه ډاکټر تر درملنې او پاملرنې لاندې و، په داسې حال کې چې هغه مهال په وو هان ښار کې طبي سرچېنې کمې او پر يادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر مخ په ډېرېدو و.

دغه سپين ږیری وايي، چې د دويم ځل لپاره ژوند کوي، هغه اوس ۸۹ کلن دی او روغتيا يې هم د ډاډ وړ ده او هره ورځ والين (د موسیقۍ اله) غږوي. نوموړي څه موده مخکې له ډاکټر لیو کای سره ویډيويي خبرې کړي او د کرونا وبا د وقايې په برخه کې يې د دوی چارې ستایلي دي. ډاکټر ليو کای اوس په شانګهای کې د کرونا د نوې څپې د وقایې او کنټرول لپاره هلې ځلې کوي. د چين انټرنيټ کاروونکو دغه سپين ږيري ته د روغتيا او اوږد ژوند نيکې هيلې وړاندې کړې دي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

 دا په چين کې د کرونا وبا د وقايي او کنټرول پروسې يوه ښه بيلګه ده او خلکو ته يې هيلې ورکړي، چې دلته هر کس مساوي حقوق لري او ښه درملنه يې کيږي او دولت تر وسې پورې د پاخه عمر لرونکو کسانو او ماشومانو په شمول د کمزورو خلکو ساتنه کوي، چې پر کرونا اخته نه شي، نو ځکه چينايان هم غواړي، چې له دولت سره د کرونا پېښو د صفر پالیسۍ په چارو کې همکارۍ وکړي.

چين د کرونا وبا د رامنځته کېدو په درشل کې، د صفر پاليسۍ پر لویو تګلارو ټينګار کړی او که چېرته په يوه ځای کې د کرونا پېښه رامنځته شي، نو په غوره طبي لارو چارو د نورو پېښو مخنيوی کوي او هڅه کوي، چې د کرونا د پېښو صفر پاليسي وساتي. د چين حکومت ډېرې هڅې کړي، چې خلک يې ښه روغتيا ولري او له ناروغيو يې ژوند خوندي او په ارام وي. هر کس د ژوند او روغتيا حقونه لري او دا د هر کس مهم او بنسټيز حقونه دي. هره کورنۍ کې سپين ږیري او ماشومان وي، نو د کرونا وبا د پېښو صفر تګلاره د دوی ژوند خوندي کولی او د کورنيو اندېښنې او غمونه يې کمولی شي.

 کرونا وبا په ګردې نړۍ کې خپره شوې او هر هيواد هڅه کړې، چې خپلو ملي حالاتو او اړتياوو ته په کتو د دې وبا د مخنيوي او وقايې تګلارې غوره کړي. د انسانانو بدني معافیت یا انټي باډي هم د کرونا په مخنيوي کې ښه رول درلودلی، خو هغه کسان چې بدنونه يې کمزوري او عمرونه يې ډېر وو، د کرونا وبا له امله مړه شول، خو د نورې مړينې مخه باید ونيول شي.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ د هيواد اړوندو ادارو ته د کرونا وبا د مخنيوي په پار هدايت کړی، چې خلکو ته لومړيتوب ورکړي، په علمي لارو چارو دې د کرونا مخه ونيسي او ډېر ژر دې د دې وبا وقایوي چارې ترسره او کنټرول کړي.
نيويارک ټايمز څه موده مخکې د امريکايي چارواکو په قول خبر ورکړی و، چې هيله ده، چين د کرونا صفر پالیسۍ له تګلارې لاس واخلي او نړیوال بايد یاد ویروس سره ځانونه عادي کړي. امريکا کرونا وبا نه شي کنټرول کولی، ګام په ګام يې د کرونا وبا د کنټرول تګلارې کمې کړي او د کرونا پيښو په اړه يې نوي معيارونه جوړ کړي او داسې جعلي حالت يې ښودلی، چې ګواکې د کرونا وبا د خپرېدو حالت زيات نه دی. بلخوا د امريکا زيات شمېر کارپوهانو پر حکومت انتقادونه کړي، چې د کرونا وبا د وقايي او کنټرول کارونه يې ډېر کمزوري دي. د امريکا د ناروغيو کنټرول مرکز شميرې ښيي، چې په امريکا کې د کرونا وبا له امله د مړو شويو کسانو کې ۳په ۴ عمر لرونکي کسان و او له ۸۵ کلن زيات کسانو کې څه باندې دوه لکه تنه مړه شول.

په چين کې د هغو کسانو نفوس چې عمرونه يې له ۶۰ کلنۍ پورته دي، ۲۶۴ميليونو ته رسيدلی، چې په عمومي نفوس کې يې ۱۸ اعشاريه ۷ سلنه نيسي. د کرونا وبا اوميکرون بڼه په ډېرې چټکۍ خپرېږي او اوسمهال د چين په شانګهای ښار، جي لين ولايت او ځينو نورو ځايونو کې د کرونا وبا نوې څپه راپورته شوې او د کرونا پيښې د صفر پالیسۍ پر وړاندې يې سرخوږی جوړ کړی دی، خو چين د ډېر عمرلرونکو کسانو او ماشومانو او نورو کمزورو کسانو د ساتلو په پار خپلې پخوانۍ تګلارې ته دوام ورکړی، ښايي دا به ګران ورته تمام شي، خو غواړي، د خپلو خلکو روغتيا وساتي.

Previous Post

افغان جګړه؛ د رواني بريتانوي عسکرو درملنې ته بودیجه ډېرېږي

Next Post

د های نان ازاد سوداګريز بندر د چين د ورخلاصون پياوړتيا انعکاسوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د های نان ازاد سوداګريز بندر د چين د ورخلاصون پياوړتيا انعکاسوي

د های نان ازاد سوداګريز بندر د چين د ورخلاصون پياوړتيا انعکاسوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Free Spins No Deposit Keep What You Win Uk 2025

سپتمبر 8, 2025

په چين کې يو ميليارډ او ۷۹ ميليونه کسان انټرنېټ کاروي

اگست 28, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved