چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د هرموز تنګي په اړه د ټرانس اتلانتيک د نظريو توپيرونه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 18, 2026
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

څو اروپايي هېوادونو د مارچ په ۱۶مې نېټې د امريکا د ګواښ او فشارونو په اړه ويلي، چې هغوی به په هرموز تنګي کې د بېړيو د تګ راتګ په ساتونکو عملياتو کې ګډون ونه کړي. د دوی په خبره اوسنۍ جګړه په اروپا پسې تړاو نه لري.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اروپايي هېوادونو يادو څرګندونو مایوسه کړی او ويلي يې دي، چې اروپايي ملګري هېوادونه ناشکره دي او د امریکا مرستې يې هېرې کړې دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

شنونکي د اروپايي هېوادونو د دغو څرګندونو لامل دا بولي، چې هغوی له کورنیو سياسي فشارونو سره مخ دي او غواړي له امنيتي ننګونو څخه لرې پاتې شي. د دې ترڅنګ، اروپا په اخلاقي لحاظ هم د امريکا په اوسنيو جنګي عملیاتو کې برخه نه اخلي او د ټرمپ پخوانۍ ناسمو څرګندونو ته يې ځواب ویلی دی.

د امریکا، اسرائيل او ايران ترمنځ د شخړو په شدت سره په هرموز تنګي کې د بېړيو د تګ راتګ د ساتلو ستونزې او د اوکراين پر اوسني وضعيت منفي اغيزې مخ په زياتېدو دي او په دې اړه د ټرانس اتلانتیک د نظريو توپيرونه هم زيات شوي دي.

د اروپايي ټولنې د ډيپلوماتيکو او امنيتي تګلارو لوړ پوړي استازي کلاس د مارچ په ۱۶مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې د امریکا، اسرائيل او ايران ترمنځ شخړه په اروپا پسې تړاو نه لري او دوی نه غواړي چې په دې جګړې کې ښکيل شي. د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه نيت نه لري چې په سور سمندر او خلیج کې د بېړيو د تګ راتګ ساتونکي عمليات هرموز تنګي ته پراخ کړي.

اروپا په هرموز تنګي کې د بېړيو د تګ راتګ د ساتلو په برخه کې د امريکا غوښتنې ته بې پروا غبرګون ښودلی دی. شنونکي يې درې لاملونه يادوي.

۱. اروپا نه غواړي د امريکا د پوځي اقداماتو بيه پرې کړي.

امريکا او اسرائيل په داسې حال کې، چې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا يې اجازه نه وه اخيستې او له ایران سره د ډيپلوماتيکو مذاکراتو په درشل کې، ناڅاپي پر دغه هېواد بريدونه پيل کړل، چې له امله يې د ماشومانو په شمول ګڼ شمېر ملکيانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

اروپايانو په دې اړه کرکه ښودلې ده.

۲. اروپايي هېوادونه پر ډيپلوماتیکو لارو چارو د اوسنۍ ستونزې حل غواړي.

برېتانيې، فرانسې او جرمني د ايران د اټومي تړون د خبرو مهم ګډونوال وو او د خبرو له لارې د ايران د مسئلې د حل وفصل غوښتنه کوي او په دې برخه کې ښې تجربې لري.

کلاس د مارچ په ۱۶مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې اروپايي ټولنه په هرموز تنګي کې د ستونزو د ډيپلوماتيک حل وفصل لپاره هڅې کوي.

د ايران مسئلې او په هرموز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ د ساتلو په هکله د امريکا او اروپا ترمنځ د نظريو د توپيرونو له امله د دواړو خواوو ترمنځ اختلافونه زیات شوي دي.

ایران ويلي، هرموز تنګی به يوازې د دښمنانو او د دوی د ملګرو او د تېري کوونکو پر وړاندې بند وي او که اروپايي هېوادونه د امريکا په غوښتنې په دې تنګي کې د بېړيو د تګ راتګ ساتنه وکړي، نو ایران به ورته د دښمن په سترګه وګوري.

بله خوا، د هرموز تنګي د بندېدو تر منفي اغېزې لاندې په نړۍ کې د نفتو بيه له ۲۰۲۲م کال راهيسې تر ټولو ډېره لوړه شوې ده.

روسيه د نړۍ د يوه مهم نفتي توليدي هېواد په توګه، چې له څو کلونو راهيسې د بنديزونو په لومه کې ښکيل دی، اوس د نفتو د بيو له زياتوالي څخه ډېر عوايد ترلاسه کوي.

امريکا هم د نفتو د صادراتو په برخه کې پر روسيې بنديزونه کم کړي دي. ځيني اروپايي شنونکي وايي، چې دا به د روسيې اقتصادي فشارونه هم کم کړي.

Previous Post

شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې

Next Post

په هانکانګ کې د شي جین پينګ درې کتابونه خپاره شول

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

په هانکانګ کې د شي جین پينګ درې کتابونه خپاره شول

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

لي جای مېونګ: د کوريا د دواړو خواوو ترمنځ خبرې باید بیا پیل شي

لي جای مېونګ: د کوريا د دواړو خواوو ترمنځ خبرې باید بیا پیل شي

نوومبر 25, 2025
ملګرو ملتونو په بامیانو کې دوه نوي ښوونځي جوړ کړي دي

ملګرو ملتونو په بامیانو کې دوه نوي ښوونځي جوړ کړي دي

نوومبر 29, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ