چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د هسپانيې صدراعظم په تېرو څلورو کلونو کې څلور ځلې چين ته تللی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 16, 2026
in نړیوال خبرونه
0
د هسپانيې صدراعظم په تېرو څلورو کلونو کې څلور ځلې چين ته تللی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د هسپانيې لومړي وزير پېدرو سانچېس د اپريل په ۱۱مې نېټې له چين څخه پنځه ورځنۍ رسمي ليدنه کړې او د دغه هېواد له دولت رئيس شي جين پينګ سره یې د دواړو هېوادونو پر اړيکو خبرې کړې دي.

ښاغلي پېدرو سانچېس د هسپانيې د پخوانيو صدراعظمانو په پرتله چين ته تر ټولو زيات سفرونه کړي او اوسنی یې څلورم سفر و او هم یې د اروپايي هېوادونو په مشرانو کې له چين سره تر ټولو زيات تماسونه ساتلي دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چين او هسپانیې اړوندو ادارو د پېدرو سانچېس د سفر په ترڅ کې د اقتصاد او سوداګرۍ، ښوونې، ټکنالوژۍ، کرنې او خوراکونو په شمول څو برخو کې همکاريز سندونه لاسليک کړي دي.

هسپانوي رسنيو په وروستيو راپورونو کې چين ته د پېدرو سانچېس د سفر او لاسته راوړنو په اړه مالومات ورکړي او اکثرو يې ويلي، چې د نوموړي د سفر لاسته راوړنو د هسپانیې او چين متقابل ستراتيژيک باور پياوړی کړی او د خپلمنځي رغنده ډيالوګ او واقعي همکاريو لوری يې روښانه کړی دی.

د يادونې وړ خبره دا ده، چې د چين او هسپانيې مشرانو د روانې مياشتې په ۱۴مې نېټې په بېجينګ کې د لیدنې په ترڅ کې پر ”ستراتيژيک ثبات“ ټينګار کړی او دا د چين او هسپانيې د اړيکو يوه څرګنده ځانګړتيا بلل کېږي.

د هسپانيې د چيني چارو مشهور کارپوه جوليو ريوس څو ورځې مخکې په يوې ليکنې کې ويلي، چې چين ته د صدراعظم پېدرو سانچېس وروستي سفر له دغه هېواد سره د اړيکو د پرمختګ لپاره د هسپانيې ټينګه او پرېکنده اراده ښکاره کړې ده.

ځيني شنونکي وايي، له چين سره په همکاريو کې د هسپانيې منطقي رويه، په اروپا کې د خلکو پاملرنه راخپله کړې ده.

۲۰۲۵م کال د چين او هسپانيې د هراړخيز ستراتيژيک مشارکت د ټينګېدو له ۲۰مې کليزې سره برابر و. دواړو هېوادونو له تېرو دوو لسیزو راهيسې د نړيوالو حالاتو له سترو بدلونونو سره سره خپل ستراتيژيک ثبات ساتلی او پرمختګ يې موندلی. دلته مهمه تجربه دا ده، چې دواړو هېوادونو تل د ګډو ګټو پر بنست سمې پرېکړې کړې دي.

په نړۍ کې ډېری مهال جيوپوليټيکي شخړې روانې وي، نړيوال اقتصاد کمزوری پرمختګ کوي او د يواړخيزم او پروټېکشنيزم څپې را پورته کېږي.

په دغسې حالاتو کې بیا د چين او هسپانيې ګډې ګټې څه دي؟

 د چين دولت رئيس شي جين پينګ يادې پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، چې د همکاريو ژورتيا د دواړو هېوادونو د خلکو له ګټو او د زماني پرمختګ له تمايل سره مطابق لري.

اقتصادي او سوداګريزې چارې د چين او هسپانيې د همکارۍ ځلاند ټکی بلل کېږي.

چين له تېرو څو کلونو راهيسې د اروپايي ټولنې په بهر کې د هسپانيې تر ټولو لوی سوداګريز همکار پاتې شوی دی.

په ۲۰۲۵م کال کې د چين او هسپانيې د توکو د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت له ۵۵ ميليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی، چې دا د ۲۰۲۴م کال په پرتله ۹.۸ سلنه زياتوالی ښيي.

سږ کال د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د ۱۵م پنځه کلن پلان د تطبيق لومړی کال دی او دا به د چين او هسپانيې واقعي همکاريو ته لا پراخه فضا برابره کړي.

د چين او هسپانيې مشرانو د دوه اړخيزو همکاريو د هڅولو نوی لوری روښانه کړی دی.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ ويلي، چې دواړه هېوادونه دې له فرصتونو څخه ګټې واخلي، د نوښتي پرمختګ ګډې هڅې دې وکړي، د سوداګرۍ، نوې انرژۍ او ځيرکو اقتصادي چارو په شمول خپلمنځي همکارۍ دې زياتې کړي، په کلتوري، ښوونيزو، علمي او سپورټي چارو کې دې د خپلمنځي تګ راتګ او نظرتبادلو هڅونه وکړي او د هراړخيز ستراتيژيک مشارکت لا زياتې لاسته راوړنې دې ولري او د دواړو هېوادونو خلکو ته دې لا زياتې ګټې ورسوي.

نننۍ نړۍ په ګډوډۍ او بدلونونو کې روانه ده او عدليه او تسلط پکې يو له بل سره ښکېل دي.

چين او هسپانيا له اوږدې مودې راهيسې د نړيوالې سولې او پرمختګ د خونديتوب زياتې موافقې او د همکارۍ خوځنده ځواک لري.

شي جين پينګ له پېدرو سانچېس سره په ليدنې کې چين او هسپانيا اصول لرونکي او عدليه ساتونکي بللي او په خبره یې، دواړه هېوادونه دې په نړۍ کې د ځنګل قانون له بيا تطبيق سره مخالفت وکړي، رښتينی څواړخيزم دې خوندي او د ملګرو ملتونو په محور نړيوال سيسټمونه او د نړيوالو قوانينو پر بنسټ نړيوال نظم دې وساتي.

د هسپانيې صدراعظم پېدرو سانچېس بيا ويلي، چې هېواد يې د چين له څلورو نړيوالو وړانديزونو څخه ملاتړ کوي او له چيني لوري سره به خپلمنځي تماسونه او همغږي زياته کړي، د جيوپوليټيکي سياست، سوداګريز پروټېکشنيزم او اقليمي بدلون په شمول له زياتو نړيوالو ننګونو سره به ګډه مقابله وکړي او نړيوال قوانين او څواړخيزم به په ګډه وساتي.

Previous Post

چيو شه مجلې د شي جين پينګ يوه مهمه لیکنه « د لوست کمپاين ته وده ورکوو او په ټولنه کې د لوست فضا پراخوو» خپره کړه

Next Post

د سږ کال په لومړۍ ربع کې د چين د کورني توليد عمومي ارزښت ۵ سلنه زياتوالی موندلی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د سږ کال په لومړۍ ربع کې د چين د کورني توليد عمومي ارزښت ۵ سلنه زياتوالی موندلی

د سږ کال په لومړۍ ربع کې د چين د کورني توليد عمومي ارزښت ۵ سلنه زياتوالی موندلی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پاکستان د TTP پر ضد پوځي عملیات پیلوي

پاکستان د TTP پر ضد پوځي عملیات پیلوي

جنوري 7, 2022
«د ايپېک د مصنوعي ځيرکتيا لوړ پوړي فورم لخوا په اسيا او ارام سمندر سيمو کې د اړوندو چارو پرمختګ د هڅونې اعلاميه» خپره شوه

«د ايپېک د مصنوعي ځيرکتيا لوړ پوړي فورم لخوا په اسيا او ارام سمندر سيمو کې د اړوندو چارو پرمختګ د هڅونې اعلاميه» خپره شوه

جولای 25, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ