د ملګرو ملتو د خوړو نړیوال پروګرام چارواکو د هند په امرتسر ښار کې د غنمو له ګدام څخه د لیدنې پر مهال وویل، چې د هند له لوري لس زره ټنه نور غنم افغانستان ته لېږل کېږي. د خوړو نړیوال پروګرام او د هند حکومت د سږ کال په لومړیو کې یو سند لاسلیک کړ چې پر اساس یې هند افغانستان ته د ۵۰ زره ټنه غنمو مرستې ژمنه وکړه. له دې اندازې غنمو تر اوسه پورې لس زره ټنه افغانستان ته رسېدلي دي. د خوړو د نړیوال پروګرام مسوولینو د هند په امرتسر ښار کې د غنمو د یوه ګودام د لیدلو پر مهال وویل چې ۱۰ زره ټنه نور غنم افغانستان ته د لېږلو په حال کې دي. د خوړو د نړیوال پروګرام د شمېرنو پر اساس، اوسمهال کابو ۲۴ ملیونه افغانان بشري مرستو ته سخت اړ دي.












