چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د وينې تېز او د سولې پيکه رنګ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 17, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د وينې تېز او د سولې پيکه رنګ
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امريکا او طالبانو تر منځ د تېرې فبرورۍ په مياشت کې د دوه اړخیز هوکړه لیک له لاسليک کولو وروسته، جګړې پر هیواد د وحشت توره لمن وغوړوله. د اړونده سرچينو له مخې، پنځوس سلنه د جګړو او درې څلوېښت سلنه د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې ده. د سولې لپاره ټولې ژمنې پر يخ باندې ليکل ثابت شول او د بين الافغاني مذاکراتو له لمر راختو سره سم ويلې شوې.

له بده مرغه دلته له پردیو سره دوستي او يارانه وياړ ګڼل کېږي، خو د افغان په لاس د بل افغان ورور وژنه د مجبوريتونو په کټه‌ګورۍ کې راوړي. دلته سوله يا مصالحه په خپل مفهوم چې د يو بل منلو او د يو او بل پر وړاندې انعطاف او تنزل نه، بلکې د مخالف لوري تسليمي او په خپله ارګ ته ننوتل او يا په ارګ کې پاتې کيدل سوله ګڼل کېږي. دلته د “اشدّأُعلى الکفار رحمأُ بينهم” قراني ايت د عمل په ډګر کې په معکوسه توګه  پياده کيږي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

لنډه دا چې دلته د هر قاتل لپاره د غازي او خونکار او د هر وژل شوي لپاره د شهيد او مردار القابو د کارولو لپاره دلۍ دلۍ توجیهات پراته دي، د انسان د ژوند ژغورلو، د دې سوځېدلې خاورې د رغولو، د دغه کنډواله هيواد ښيرازولو او د دغه ګډ کور د جوړولو لپاره بين الافغاني مذاکرات د طرزالعمل جوړولو په مورد کې د اختلاف له امله له تيرو دوو مياشتو راهيسې په ټپه ولاړ دي.

دلته د سولې رنګ پيکه دی،  د زغم، تحمل، متقابل احترام او انعطاف کلتور له منځه تللی دی. دلته د ژغورلو لپاره هيڅ نشته، خو دلته آن د مورکۍ په خېټه کې د نا مولود ماشوم وژلو ته هم توجيهات او بانې جوړيږي.

د ارګ حاکمانو کلونه کلونه د بين الافغاني مذاکراتو د پيل په نوم کچ کول، د پرديو هيوادونو تر عسکري قاغوشونو پورې یې ورسول او طالبانو شل کاله د بهرنيو ځواكونو د وتو په صورت کې د افغانانو د خپلمنځي سولې د شونتيا او اسانتیا ژمنې کولې، خو اوس مو وليدل چې د دواړو خواو غوښتنې پوره شوې، مګر د ولسونو د سولې ارمان د پوره کېدو هيڅ څرک نه لګيږي.

زمونږ په جګړه کې د ښکېلو غاړو له وعدو او تشو خبرو څخه ملت دومره ناهيلی شوی دی، چې اوس د سولې په تړاو د ټرمپ او بايډن په بريالي کېدو او د سولې په اړه د هغوی پر څرګندونو او ارادو باندې حساب کوي. حال دا چې زمونږ په هکله ټرمپ، بايډن، اوباما او بوش هيڅ اختلاف نه لري. اوس مونږ د امریکا په لومړيتوبونو کې نه؛ بلکې په زياتو مواردو کې طفيلي او فرعي مسایلو کې راځو. زه منم چې زمونږ په جګړو کې امریکا ژور نقش لري، خو امريکا ته زمونږ سوله او ګټې نه، بلکې خپله سوله او خپلې ګټې اهميت لري. که دلته جګړه د امریکا په ګټه وه، بې له شکه چې هغه به د جګړې دواړو خواوو ته اوبه خړوي؛ خو که سوله ورته لومړيتوب ولري، نو د سولې لابي کوي. له طالبانو سره د سولې په تړون کې مو وليدل چې  د خپلو عسکرو ژوند او د خپلو جنګي وسایلو خونديتوب او د افغانستان له خاورې څخه د ګټې اخيستو په نتيجه کې پر امریکا او ملګرو باندې د هر ډول او د هرې ترهګرې ډلې لخوا د بريد د مخنیوي لپاره د طالبانو ژمنتیا يې لومړيتوب وه. په هوکړه لیک کې يې په زغرده ورڅخه دفاع کړې ده. د بين الافغاني مذاکراتو د پيلولو لپاره د طالبانو د بندیانو د خلاصون او د تاوتریخوالي کمول يې د توقعاتو (Eexpectation)  په کټه‌ګورۍ کې راوستلي دي.

ښاغلی ولسمشره! د وخت حساسيت درک کړه!!! مونږ خپل ارزښتونه سپک کړل. مونږ په ټوله نړۍ کې د پراخ فساد، پاشلي حکومتي چوکاټ، پر شخصي خپلوۍ او يارۍ ولاړې ډيپلوماسۍ له امله بهرني دوستان له لاسه ورکړي دي. د ديوال نوشته ولوله! راځه هغه غلطي او سهوې مه تکراروه چې پخوانيو مشرانو کړې دي. په ګاونډ سيمه او نړيواله سطحه زمونږ د جګړې او سولې بهرني اړخونه زمونږ د اوسني ترينګلي کورني سياسي او امنيتي وضعیت او په قطر کې د بين الافغاني مذاکراتو د ممکنه ناکامۍ له امله په خطرناکو رقابتونو لاس پورې کولاى شي. هرڅه ګډوډېداى شي.

افغانستان له ناورين سره مخ دی. دا هغه څه دي چې تاسو به يې د جوړولو وړتیا ونه لری. تاسو د نجيب استعفا سهوه ګڼئ، خو زه د هغه مهال د سياسي بدلونونو د عيني شاهد په توګه د نجيب استعفا د شرایطو اړتیا ګڼم، مګر پر نوموړي باندې ډېره ناوخته شوې وه او له بلې خوا د مجاهدينو مشران د سياسي حالاتو د ترينګلتيا په ارزونه او د پرديو لاسوهنو په مخنیوي کې پاتې راغلل.

د وخت د حساسيت له امله ملي سياستوال هم مسووليت لري چې له رقابتونو او د امتیازاتو تر لاسه کولو څخه تېر شي.

حکومت په مسلسله او متواتره توګه د کعبې په نيت ترکستان ته روان دی او حتى د سهوو د ارزونو لپاره بيا کتنې ته هم تيار نه دی. په اوسني وضعیت کې د غني غلطي نه يوازې زمونږ  هيواد د نوييمې لسیزې له کورنۍ جګړې او لا تر دې هم خطرناک صورت حال سره مخ کولاى شي؛ بلکې په خپله ولسمشر غني هم د تباهۍ کندې ته غورځوي.

کله چې د شرایطو کره کتنه نه وي، نو لکه د ډاکټر نجیب غوندې د مصئونيت له ستر پوښښ سره سره هم بند راځي او د هوايي ډګر په څلورلاره کې ورباندې د ملګرو ملتونو الوتکې ته د پورته کيدو مخه هم نيول کېږي او د تيښتې لاره يې بنديږي.

د رباني، طالبانو او کرزي د حکومتونو پر مهال مې ارګ ليدلی و. دې هر يوه خپله ځانګړتيا درلوده. د رباني په حکومت کې ارګ د احمدشاه مسعود له انځورونو او پکول والا خلکو ډک و. طالبانو ارګ ته سپېڅلی اسلامي عنعنوي افغاني رنګ ورکړ و. واى که باجوړ نه خورې، نو غيبت خو يې مه کوه.  د کرزي د حکومت پر مهال ارګ د خلکو کور او د ملي ارزښتونو سپېڅلتيا ننداره وړاندې کوله، خو اوسنى ارګ بالکل بدل بدل ښکاري او د USAID د دفتر ننداره وړاندې کوي. يو وخت د ترکمنستان پلازمېنې عشق اباد کې د خلکو کور ته ورغلی وم، هغه مهال د ترکمنستان ولسمشر سفرمراد نيازوف يو مغرور متکبر او لادينه شخص و، خو په ارګ کې داسې خلک ښه ډېر ښکارېدل چې د دغه هېواد د کلتور، ټولنیز ذهنیت، ملي ارزښتونو او دين پورې د تړاو استازيتوب يې کاوه. دغه هېواد او عنعنوي مذهبي ټولنه د اوسنيو بيځايه مانورونو او بدلونونو تاب او زغم نه لري. غني له باروتو سره لوبه کوې. زه د سمون او بدلون پلوی يم، خو معتقدات جلا ځانګړتياوې لري او ملي کلتور خوندي ساتل هم د تمدن د ژوندي پاتې کېدو لپاره اړين دي. اوسنۍ اداره د دغو مقدساتو په ساتلو او د هيواد په مديريتي وړتیا پوره کولو کې پاتې راغلې ده. موازي ادارې او کمېسیونونه جوړول يې زده دي، خو له فساد سره په مبارزه کې په بشپړه توګه ناکام دي. د فساد ټول انواع او اقسام  له ارګ څخه پيلېږي او له ارګ څخه يې دفاع کيږي.

طالبانو باندې هم يو ځل بيا غږ کوو چې نه درسره عقده لرو او نه هم درته خوبونه وينو. وروڼه او د دغه هېواد د وګړو په توګه مو د ټولنيز بدن غړي ياست. له تاسو پرته نيمګړي يو او د ټولنې د رواني رنځونو معالجين مو ياست. د سولې په هکله اوسنۍ تګلاره مو له اور سره لوبه کول دي. په تيزۍ سره د بدلېدونکو حالاتو د خطر دقيقه، کره او هر اړخيزه محاسبه وکړئ. اوسنى نظام ښه او که بد دی، خو خداى مه کړه که يوه ضربه يې وخوړه، نو  بيا به يې غني او تاسو د مديريت وړتیا ونه لری. د دغه هېواد د بچيانو په توګه پر دغه خاوره باندې له مخالف لوري سره د ګډ محترمانه ژوند او ګډ کار کولو هنر زده کړئ. لکه د پخوا په شان د واک د انحصار تصور هم مه کوئ. د اسلامي نظام او ولسي رايو پر بنسټ د ولاړ زعامت په رامنځ ته کولو، مالي- اداري او اخلاقي فساد د له منځه وړلو په تړاو مو ټول ملت په کلکه ملګرتيا کوي. د سرومال په بيه درسره ولاړ دي، خو جګړه ورته د توجیه وړ نه ده. د سولې په هکله څرګند او ځانګړي وضاحتونه ورکړئ. خپلې غوښتنې په رڼه ډګر مطرح کړئ او لکه له امريکا سره مو چې لاسلیک کړ، همدغه شان يو د سولې تړون له خپلو افغانانو سره هم لاسلیک کړئ.

لیکنه: عبدالوحيد وحيد

Previous Post

په افغان سوله کې د ملګرو ملتونو د منځګړیتوب اړتیا

Next Post

باب ډيلن

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
باب ډيلن

باب ډيلن

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

روسيې او اوکراین د زر تنه جنګي اسیرانو پر تبادلې هوکړه کړې ده

روسيې او اوکراین د زر تنه جنګي اسیرانو پر تبادلې هوکړه کړې ده

مې 17, 2025

Online Rummy Multiplayer

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved