سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د يوه هېواد، دوو سيسټمونو په چوکاټ کې د مکاو ۲۵کلنه سوکالي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 22, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د ځانګړې اداري سيمې په توګه، مکاو د روانې ډسمبر مياشتې په شلمه نېټه د يوه هېواد، دوو سيسټمونو په چوکاټ کې له سترې خاورې سره د بېرته يو ځای کېدو ۲۵ مه کليزه نمانځي. دا پېښه د ودې، ثبات او بدلون غوره بېلګه ګڼل کيږي. دغه مخکښ ماډل د چين د وروستي رهبر ډنګ شياوپينګ له لوري پېشبيني شوی و چې مکاو سيمې ته یې سوکالي ور وبښله او د دې جوګه یې کړه چې خپل غني تاريخي ميراث له متحرک عصري هويت سره يو ځای کړي.

د برياليتوب دغه کيسه هغه مهال لا ډيره د اهميت وړ شي چې په ۱۹۹۹م کال کې د چين له سترې خاورې سره د مکاو تر يو ځای کېدو وړاندې هغه ستونزې يادې شي چې ياده سيمه ورسره مخ وه، لکه د جرمونو پراخه کچه او ماتېدونکي قانوني بنسټونه. مکاو ته د ځايي چارو د ادارې لپاره د لوړې کچې کورواکۍ د ورکړې تر څنګ ملي امنيت ته لومړيتوب ورکولو ځايي ادارې قانون جوړوونکې شورا د دې جوګه کړې ده چې له ۱۹۹۹م کال راهيسې د ۲۰۰۹م کال د ملي امنيت قانون په ګډون ۴۰۰ قانوني لايحي تصويب کړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

دغو نوښتونو له شک پرته حکومتي ثبات ټينګ کړ، ټولنیز نظم او پايدار انکشاف ته یې لاره هواره کړه. د يوه هېواد، دوو سيسټمونو په چوکاټ کې مکاو نن ورځ د نړۍ په کچه پر تر ټولو خوندي منزل بدل شوی، کوڅې یې له ګرځندويانو ډکې وي او غني تاريخ، متنوع کلتور او مېلمه پالنه یې نړيوال شهرت ته رسېدلي دي.

د مکاو اقتصادي پرمختګ له چا پټ نه دی. په ۲۰۲۳م کال کې یې د کورنيو اقتصادي عوايدو وده ۸۰.۵ سلنه وه چې لويه برخه یې له ګرځندوی او تفريحي فعاليتونو څخه ترلاسه شوې وه. په داسې حال کې چې مکاو له وبا وروسته بېرته پر پښو د دريدو په حال کې و، د تفريحي سکټور خالص عوايد يې ۲۲.۸ میليارده امريکايي ډالرو ته رسېدل چې د ټولو ناخالصو کورنيو عوايدو ۳۶ سلنه کيږي.

حکومت پر برياليتوبونو په تکيې او د پايدارې ودې په ډاډمنولو سره په داسې حال کې د ۴+۱ ستراتيژۍ پلي کول پيل کړي چې پر ګېمېنګ یې تکيه کمه کړې ده. دغه نوښت د چين دوديز طبي درملو پر عصري کولو، ګرځندوی، نندارتونونو، کلتوري هڅونې، مالي خدمتونو او پرمختللې ټکنالوژۍ متمرکز دی. دغه متنوع ليدلوري وار له مخې د پام وړ پايلې لرلې دي چې د روان کال په لومړيو لسو مياشتو کې د مکاو له لوري د ۴۲۸ ميليونو امريکايي ډالرو نوې پانګونې له جذبېدو څخه په ښه توګه ثابتيږي. حمايتي اقداماتو لکه تر ۱۲سلنې پورې د شرکتي مالياتو محدودولو او د مکاو – تايپا تر منځ د سړک غځولو په دې برخه د پرمختګونو له چټکولو سره مرسته کړې ده.

پر دې سربېره د ګوانګدونګ – هانکانګ – مکاو خليج له لويې سيمې سره د مکاو يو ځای کېدو د هغه اقتصادي او کلتوري روابط لا ډير پياوړي کړي او د شنجن او جوهای په څېر ښارونو تر منځ یې همکارۍ تقويه کړې دي. په ۲۰۲۴م کال کې ځينو مناسبتونو لکه د ګوانګدونګ – هانکانګ – مکاو تر منځ پر سړک د بايسکېل ځغلولو سيالۍ د يادې سيمې اتصال لا پسې را څرګند کړ او د يوه متحرک اقتصادي ايکوسيسټم په رامنځته کېدو کې یې مرسته وکړه.

د مرکزي حکومت په مرسته، مکاو دغه راز د زده کړو، نوښتونو او نړيوال اتصال پر قطب بدل شوی او د يوه هېواد، دوو سيسټمونو په چوکاټ کې یې خپل ستراتيژيک موقف لا پسې پياوړی کړی دی. د بېلګې په توګه، د مکاو پوهنتون  د اسيا په کچه د تر ټولو ستر مسکوني کالج په توګه مطرح دی چې د چيني درملو او ځيرکو ښارونو په څېر برخو کې د پرمختللو څېړنو له کبله لوی نوم لري. دغه پوهنتون د انجنیرۍ او ټولنيزو علومو په ګډون په ۱۴ څانګو کې د نړۍ د يو سلنه غوره پوهنتونونو په کتار کې ولاړ دی. دغه راز یې د ګرځندوی مديريت او مېلمه پالنې څانګو په ۲۰۲۴م کال کې د نړۍ په کچه نهم مقام خپل کړی دی. دغه علمي برياليتوبونو د مکاو له اقتصادي او فکري تحرک سره د پام وړ مرسته کړې ده.

په مکاو کې د نوښتونو روحيه له علمي برخې ور اخوا ښاري پراختيا ته هم ور غځېدلې ده. په زرغونې ټکنالوژۍ لکه د لمر پر انرژۍ متکي ښارونو پر ډيزاين او له ايکو سره د سازګارو پلانونو پر جوړولو پانګونه پايدارۍ ته د مکاو د ټينګې ژمنتيا څرګندونه کوي. دغه نوښتونه نه يوازې له نړيوالو اقليمي موخو سره مطابقت لري، بلکې د هغې سيمې د اوسېدونکو او هلته د تلونکو کسانو د ژوند کيفيت هم ښه کوي. مکاو د خپلو پايدارو عمليو له لارې په نړيوال مقياس د ښاري نوښتونو بېلګه ګڼل کېدای شي.

له کلتوري او اقتصادي انکشاف سره موازي په مکاو کې ډيريدونکې ناستې، هڅوونکي پروګرامونه، جلسې او نندارتونونه د يادې سيمې پر لا ډيريدونکي نړيوال اتصال ټينګار کوي. د نړيوالې کچې مناسبتونو کوربه توب د نړيوالو کنفرانسونو لپاره د يوه غوره موقعيت په توګه د مکاو شهرت ډير کړی او په نړيوال دريځ کې یې د هغه موقف لوړ کړی دی.

په مختلفو سکټورونو کې ترلاسه کېدونکي برياليتوبونه په تېرو ۲۵ کلونو کې د چين د ځانګړې اداري سيمې بدلون ته انعکاس ورکوي او د يوه هېواد، دوو سيسټمونو چوکاټ مؤثريت په ډاګه کوي. مکاو د مرکزي حکومت په ملاتړ او د ځايي رهبرۍ په هڅو اوس پر داسې يوه بېلګه بدل شوی چې ښيي دوديزتوب او عصريتوب په برياليتوب سره يو له بل سره همغږي کېدای شي. څومره چې مکاو مخ په وړاندې ځي نو په بدليدونکي نړيوال چاپېريال کې د پايدار او ټولشموله انکشاف لپاره د يوه هېواد، دوو سيسټمونو چوکاټ ژمنه هم پخيږي.

Previous Post

سبا د هېواد په ځينې سیمو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پيلیږي

Next Post

چيني استازی: هيله ده چې امريکا د اوکراين د کړکېچ د سياسي حل لپاره زمینه برابره کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
چيني استازی: هيله ده چې امريکا د اوکراين د کړکېچ د سياسي حل لپاره زمینه برابره کړي

چيني استازی: هيله ده چې امريکا د اوکراين د کړکېچ د سياسي حل لپاره زمینه برابره کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بېجينګ: د پاکستان د ترهګرۍ ضد عملياتي پلان څخه ټينګ ملاتړ کوو

اگست 1, 2023
لوګر کې شاوخوا ۲۰ زره زده کوونکو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

لوګر کې شاوخوا ۲۰ زره زده کوونکو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

اگست 7, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved