د پاکستان په لاهور ښار کې د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ غونډه کې پرېکړه شوې چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان، د هغه ملګرو او د تحریک انصاف ګوند غړو خلاف به یې قانوني ګامونه اخیستل کېږي. د دغو اقداماتو لپاره د قانون پوهانو په غړیتوب یوه کمېټه هم جوړه شوې ده. د پاکستان مرکزي حکومت دا پرېکړه د دې لپاره کړې چې عمران خان، ملګرو او د ګوند غړو یې د وروستیو لاریونونو پر مهال دولتي املاک او ودانۍ کلابندې کړې، اور یې وراچولی، په تاوتریخوالي یې لاس پورې کړی او د ادارو خلاف یې بې بنسټه تورونه لګولي دي. د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د پنجاب ایالت د والي دفتر په ګډون ټولو ښارونو کې د شوي تاوتریخوالي، ورانکارۍ او اور اچولو خلاف ګامونه پورته کېږي.












