چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د پرديو له يرغلونو د ځان ساتنې لار څه ده؟

لیکنه: اعظم منور

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 5, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
د پرديو له يرغلونو د ځان ساتنې لار څه ده؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

خبره تر دې را يا شوه چې په دې وروستيو کې د امريکا يوه سناتور مایکل والټز ویلي چې د دغه هېواد پوځيان به ډېر ژر افغانستان ته لاړ شي.

کابل کې ویسا ورځپاڼې د غوایي په اتمه لیکلی چې مایکل والټز نیوزمکس رسنۍ سره په مرکه کې ويلي چې د دوی پوځيان به ډېر ژر افغانستان ته لاړ شي.

که څه هم داسې ښکاري چې مایکل والټز دغه خبره د ځان د مشهورولو او ځانته د عامه افکارو د پام ور اړولو په موخه کړې، خو دا د افغانانو لپاره ځکه د تامل وړ ده چې که موږ خپله دفاعي برخه پياوړې نه کړو، شک نشته چې که نن نه وي، نو سبا به د دښمن له يرغل سره مخ کېږو.

له دې مخکې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي و چې که بل ځل ولسمشر شي نو افغانستان ته به سرتېروي واستوي او د ده په وينا هلته پاتې امريکايي وسلې به راوړي.

که تاريخ ته وکتل شي نو د بشر د پيدايښت له هماغه لومړيو جګړې او تېري پيل شوي او تر اوسه دوام لري.

تل زورو، کمزوري تر پښو لاندې کړي، خو دا هم ثابته شوې چې کمزوري هغه وخت د نورو له ظلم او تېريو نجات موندلی چې کله يې کورنی وحدت او يووالی موندلی، اقتصادي، پوځي او سياسي پلوه يې ځان غښتلی کړی.

تاریخ وايي چې افغانستان له پېړيو را هيسې تل له يرغلونو سره مخ شوی، يوازې په تېرو سلو کلونو کې د درېيو سترو قدرتونو، برېټانيا، پخواني شوروي اتحاد او امريکا په مشرۍ ۴۶ لوېديځو هېوادونو له خوا ورباندې پوځي يرغلونه شوي او دغه هېواد یې د اوږدې مودې لپاره اشغال کړی.

که څه هم دغه یرغلونه د افغان ولس د مقاومت او سرښندنو په نتيجه کې ناکام شوي، خو دا چې افغانانو هېڅکله پر خپله دفاعي برخه کار نه دی کړی او يايې وخت نه دی پيدا کړی، نو ځکه د يوه يرغل له ختمېدو سملاسي وروسته له بل یرغل سره مخ شوي يوو.

نور هېوادونه چې له يرغل څخه يې ځان خلاص کړی، سملاسي يې پر دفاعي برخه کار کړی او ځان يې د تل لپاره د دښمن له يرغل څخه خوندي کړی.

که موږ چین د ځان لپاره بېلګه کړو

که موږ د چين هېواد مثال راوړو ،دغه هېواد هم له وروستيو ۲۰۰ کلونو راهيسې وخت ناوخت د پرديو له يرغلونو سره مخ شوی .د مثال په توګه جاپان دوه ځله پر دغه هېواد بريد کړی او اشغال يې کړی دی.

خو چین نن ځان داسې حد ته رسولی چې نه يوازې ځان يې له يرغل څخه ساتلی، بلکې له نورو هېوادونو سره د مرستې ټټر وهي.

چې خبره رانه اوږده نه شي، هدف دا دی چې موږ اوس تازه د امریکا په مشرۍ د څه باندې څلوېښتو هېوادونو له شل کلن يرغل څخه نجات موندلی، نو لازمه ده چې اوس د چين په شان د ځان دفاعي قوت پياوړی کړو تر څو خدای مه کړه له بل يرغل سره مخ نه شوو.

که موږ په کور دننه يووالی او اتحاد ولرو، له اقتصادي پلوه پر ځان بساينې ته ورسېږو او پرمختللې ټکنالوژۍ ته لاس رسی پيدا کړو، نو د بهرني دښمن دسيسو شنډول ډېر آسانه دي.

چین کټ مټ د افغانانو د اوسني وضعيت په شان صحنې تېرې کړې، يرغلونه ورباندې شوي، خو پر وړاندې يې مبارزه او مقاومت کړی او یرغلونه يې مات کړي، سختې بې وزلۍ يې تېرې کړې، خو له کلونو کلونو زحمتونو وروسته یې بالاخره ځان اوسني حد ته رارسولی.

 اوس دغه هېواد په داسې موقف کې دی چې ټولو پرمختيايي هېوادونو ته د مرستې ټټر وهي او نه يوازې دا چې په دفاعي برخه کې يې ځان ښه پياوړی کړی، بلکې په اقتصادي برخه کې د نړۍ سرخېل ګڼل کېږي.

که څوک چين ته تللي وي او د دغه هېواد بانکي سيستم، طبي سيستم، بيمې سیستم، ټکنالوژيکي او علمي سيستم، انټرنټ، صنعت، تجارت او داسې نور ….  يې لیدلی وي، نو د چين د پرمختګ درک ورته کېږي، او که موږ هم د دوی په شان زحمت تېر کړو، په اخلاص سره خپل هېواد ته کار وکړو هېڅ شک نشته چې بری به مومو.

موږ د ځان د دفاعي قدرت د پيدا کېدو لپاره عصري ټکنالوژۍ ته اړتيا لرو، موږ پياوړي بانکي سيستم ته اړتيا لرو، موږ طبي، پوځي، سياسي او مختلفو برخو کې کار او زيار ته اړتيا لرو، خو دا له نړۍ سره د متقابلو اړيکو له درلودو پرته نا ممکن کار دی.

موږ يوې ارزيابۍ او قوي فکر ته اړتيا لرو چې مثلا عصري ټکنالوژي له کومه او په څه قيمت ترلاسه کړو؟ اقتصاد مو له کومې لارې پياوړی کړو؟ له خپل جغرافيايي موقعيت څخه د اقتصاد په پياوړتيا کې څنګه استفاده وکړو؟ له خپلو پرېمانه طبيعي زېرمو څخه د استفادې لپاره څنګه معقول او سنجول شوي پلانونه جوړولای شوو؟ خپل خام مواد کوم هېواد ته صادر کړو؟  او داسې نور….

له دې انکار نشي کېدای چې زموږ په ګاونډ کې يو ډېر پياوړی اقتصادي قدرت موقعیت لري چې هغه چین دی.

که د همدې هېواد په اړه فکر وکړو، نو دغه هېواد د نړۍ په کچه د خامو موادو تر ټولو ستر مصرونکی او د پخو موادو تر ټولو ستر صادرونکی دی، د علم او ټکنالوژۍ له پلوه هم مخکښ دی.

نو موږ په دې ټولو برخو کې د چین مرستې ته اړتيا لرو او دغه هېواد کولای شي چې موږ په خپلو مرستو سره په پښو ودروي.

له ښه مرغه زموږ جغرافيايي موقعیت داسې دی چې هم د اروپا او آسيا ترمنځ د وصل مرکز کېدای شي او هم په لویه پيمانه طبيعي زېرمې او کانونه لرو چې له دې څخه په استفادې اقتصادي قوت موندلی شوو.

که موږ له دغه هېواد سره د معقولو او متقابلو ګټو په پام کې نیولو سره تجارتي همکارۍ ولرو، باور لرم چې موږ به په اقتصادي برخه کې پر ځان بسیا شوو.

یو مثال د اړيکو جوړولو دا  کېدای شي چې افغانستان خپل خام مواد د نورو هېوادونو په پرتله چین ته په آسانه توګه صادرولای شي.

له نېکه مرغه د افغانستان او چین ترمنځ د تاریخ په اوږدو کې هېڅکله جګړه او یو د بل د ځمکو لاندې کېدو مسئله هم نه ده رامنځته شوې، نو کېدای شي دا يو امتیاز وي چې افغانان يې لري چې چین ته د همکارۍ لاس اور اوږد کړي او له دې هېواده د ځان د دفاعي توان په زياتېدو کې مرسته وغواړي.

Previous Post

بایډن پر روسیې د نورو بندیزونو په اړهG7 هېوادونو سره غږېږي

Next Post

امریکا دې د افغانستان د کنګل شويو شتمنيو په هکله خپله پرېکړه بيا تر غور لاندې ونيسي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
امریکا دې د افغانستان د کنګل شويو شتمنيو په هکله خپله پرېکړه بيا تر غور لاندې ونيسي

امریکا دې د افغانستان د کنګل شويو شتمنيو په هکله خپله پرېکړه بيا تر غور لاندې ونيسي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چین: امریکا دې افغانستان کې خپله سیاسي او نظامي ماتې نه هیروي

چین: امریکا دې افغانستان کې خپله سیاسي او نظامي ماتې نه هیروي

اگست 16, 2023
د ټایلنډ په هوایي ډګر کې ۴ افغان کډوال نیول شوي

د ټایلنډ په هوایي ډګر کې ۴ افغان کډوال نیول شوي

دسمبر 15, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved