چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home روغتیا او ژوند

د پرمختګ او بریا لپاره ولې سهار وختي پاڅېدل اړین دي؟

ژباړه: صفي الله پادشاه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 27, 2021
in روغتیا او ژوند
0
د پرمختګ او بریا لپاره ولې سهار وختي پاڅېدل اړین دي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

کېدای شي ووایاست چې سهار په څو بجو له خوبه پاڅېږی، څو څرګنده شي چې تاسو څوک یاست او د ژوند د هیلو او موخو پر وړاندې مو څه ډول تګلاره غوره کړې ده. د سهار لخوا ستاسو له خوبه د پاڅېدلو وخت ستاسو د شخصیت څرګندویي کوي. د سهار لخوا په څلورو بجو، شپږو بجو او يوولسو بجو له خوبه د را پاڅېدلو تر منځ لوی توپیر شته. په ځانګړې توګه د هغو کسانو د کړنو، خبرو او شخصیت تر منځ ډېر توپیر شته چې د سهار د څلورو بجو او شپږو بجو په منځ کې له خوبه پاڅېږي. که چېرې تاسو د سهار له شپږو بجو مخکې له خوبه نه پاڅېږی، پوه شئ چې موخه مو لا هم دومره لویه او د ارزښت وړ نه ده، له همدې امله خپلې موخې ته د رسېدو پر ځای خوب کول غوره ګڼی.

موږ تاسو ته نه وایو چې کله کله وختي له خوبه پاڅېږئ، بلکې زموږ موخه دا ده چې د تل لپاره وختي له خوبه پاڅئ او د خپلو هیلو او موخو د لاسته راوړلو لپاره کار وکړئ، هڅه وکړئ، تمرکز وکړئ، فکر وکړئ او هر هغه کار تر سره کړئ چې په ترڅ کې یې خپلو هیلو او موخو ته رسېږی.

You might also like

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

ایا غواړی د هغو کسانو له نړۍ سره اشنا شی چې د سهار له شپږو بجو مخکې له خوبه پاڅېږي؟ په دې لړ کې باید لومړی د خلکو د هغې مشخصې ډلې په هکله خبرې وکړو چې کله کله د یو ځانګړي دلیل له مخې سهار وختي له خوبه پاڅېږي او تاسو ډېر کله ورسره مخ کېږی او وینی یې. زموږ موخه هغه کسان دي چې پر لاره کاږه واږه روان وي، تل ګیلې او شکایتونه کوي، سترګې یې د ډېر خوب له لاسه نیمې لوڅې وي او داسې ښکاري چې ګواکې خپل نیم هوښ یې له لاسه ورکړی دی. ډاډه یم چې دا ډول کسان مو په خپله شاوخوا، کاري چاپېریال او نورو ځایونو کې لیدلي دي. دا چې هغوی په ژوند کې کومه مهمه او د ارزښت وړ موخه نه لري، همدا لامل دی چې د شپې تر ډېره ويښ وي، که چېرې د سبا ورځې په لړ کې  کوم کار لري، هغه ورځ بیا وختي له خوبه پاڅېږي، کنه نو تر نیمې ورځې ویده وي.

که هر سهار له شپږ بجو مخکې له خوبه پاڅېږی، نو پوهېږی ګټه به یې څه وي؟

لومړۍ مثبته پېښه: تاسو خپله ورځ د هغه کار په تر سره کولو پیلوی، چې په پوره توګه مینه ورسره لری او غواړی چې په لېوالتیا سره یې سرته ورسوی.

 د سهار په څلورو، پنځو او شپږو بجو تاسو له هېچا سره د کوم کار یا بلې موضوع په هکله ژمنه نه لری، دا هغه وخت دی چې پکې ازاد یاست، یوازې تاسو یاست او د خپلې خوښې وړ کارونه مو. دا هغه وخت دی چې تاسو پکې خپل څو ساعتونه د هغو کړنو پر تر سره کولو تېروی، چې د زړه له تله مینه ورسره لری او ستاسو د خوښۍ لامل کېږي.

خو که د سهار په اتو بجو له خوبه پاڅېږی، اړ یاست چې په بېړه بېړه سبا ناری وکړی، جامې مو واغوندی او په بېړه سره د کارځای ته ځان ورسوی، د لارې په اوږدو کې هم له هغو موټر چلوونکو سره مخ کېږی چې ستاسو له تمې او غوښتنې خلاف، ډېرې خبرې کوي او سر مو په درد کوي او همدا چې خپل کارځای ته رسېږی، په داسې کارونو کې ډوبېږی چې له سره مینه نه ورسره لری او ټول یې د زړه په زور تر سره کوی.

خو د دې هر څه خلاف، که چېرې د سهار په څلورو بجو له خوبه پاڅېږی، کولای شی د ورځې د پیل څو ساعتونه مو پر هغو خوښي بښونکو کړنو تېر کړی، چې مینه ورسره لری او د ورځې په لړ کې مو تر او تازه ساتي. دغه څو ساعته نه یوازې دا چې ستاسو د ستړیا او ناراحتۍ لامل نه کېږي، بلکې په کارځای کې به هم د خپلو ورځنیو چارو د تر سره کولو لپاره مثبته انګېزه او انرژي درکړي.

دویمه مثبته پېښه: انګېزه به مو پیاوړې وي!

 د سهار پر مهال ستاسو له خوبه د پاڅېدو ساعت، نه یوازې دا چې په ژوند کې ستاسو د بریالیتوب لپاره حیاتي رول لري، بلکې ستاسو د اوسنۍ لېوالتیا د کچې ټاکونکی او مشخصوونکی هم دی. که نه شی کولای چې سهار وختي له خوبه پاڅېږی، له دې مالومېږي چې د بریالیتوب او بریالي کېدو لپاره په کافي توګه انګېزه هم نه لری.

خوب کول او ویده کېدل مهم دي، موږ انسانان د خپل ژوند درې پر څلور برخه په خوب کولو تېروو! زموږ ډېری تصمیمونه او د ورځني ژوند د اطلاعاتو طبقه بندي د خوب پر مهال تر سره کېږي، هو، خوب کول مهم دي؛ خو انګېزه تر خوب کولو هم مهمه ده. که چېرې تاسو د ژوند کولو لپاره ډېره انګېزه ولری، ښايي له یاده مو ووځي چې باید خواړه وخوری، ویده شی او یا پر دې پوه شی چې څو بجې دي! دومره به په خپلو چارو کې ډوب شی چې ان له خپلې شاوخوا نړۍ څخه به هم بې خبره اوسی.

درېیمه مثبته پېښه: له نورو څخه وختي پیل کوی او لاس پکار کېږی

که تاسو وختي پاڅېږی، نو معلومه ده چې ستاسو رقیبان په درانه خوب ویده دي، تاسو ویښ یاست او د خپلو موخو او هیلو پر لور له خنډونو د ډکې لارې د فتح کولو په حال کې یاست. دا هر څه یانې په رښتینې مانا بریالیتوب.

د سهار پر مهال په وختي ویښېدو سره له خپلو سیالانو څخه ډېرې هڅې کوی، له خپلو سیالانو څخه مخکې هڅې کوی او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره تر هغوی مخکې چمتووالی نیسی. که چېرې تاسو د ورځې په لړ کې یو ساعت کتاب ولولی، د میاشتې په اوږدو کې به مو له دېرش ساعتونو څخه ډېر کتاب لوستی وي، دا په دې مانا چې تاسو له خپلو سیالانو څخه دېرش برابره ډېر پوهېږی، دېرش برابره ډېر اطلاعات لری او کولای شی د هغوی په پرتله فرصتونه ژر کشف کړی.

د کار او کسب د نړۍ ټول مخکښ کسان او رهبران هڅه کوي څو له خپلو رقیبانو څخه وختي له خوبه پاڅېږي او تر بل هر چا ژر لاس پکار شي. هغوی پر دې پوهېږي چې د پرمختګ فرصت له هغه چا سره دی چې تر بل هر چا مخکې پیل کوي او په لا ډېر تمرکز سره خپلې چارې پر مخ بیایي.

څلورمه مثبته پېښه:  له خوب څخه په وختي ویښېدو سره به د فکر کولو، تصمیم نیولو او تمرکز کولو لپاره تر ټولو غوره وخت ولری

کله چې نور خلک ویده وي، تاسو ویښ یاست څو برخلیک ټاکونکي تصمیمونه ونیسی. که چېرې دومره لویه موخه او هیله ولری چې وغواړی  خپل د سهار وختي ژور خوب ترې قرباني کړی، ډاډه اوسئ چې د سهار د څلورو بجو ساعت، د ویښېدو، تصمیم نیولو او یادې موخې ته د رسېدو لپاره طلایي ساعت دی. په دغه ساعت کې تاسو د نړۍ په تر ټولو ساکت او خاموش ساعت کې قرار لری، کار کوی، فکر کوی او دغه مهال ټوله نړۍ ویده ده څو تاسو ته د خپلې موخې د تر لاسه کولو لپاره د غوره فکر او تمرکز کولو ارام وخت په واک کې درکړي.

پنځمه مثبته پېښه: خپل ډېر وخت پر هغو کړنو تېروی چې د زړه له تله مینه ورسره لری او په پوره لېوالتیا سره یې تر سره کوی.

د خپلو هغو ورځنیو ټاکلو ساعتونو تر څنګ چې خپلې چارې پکې تر سره کوی، د سهار په څلورو بجو له خوب څخه په ویښېدو سره به تاسو تر نورو څو ساعته زیات وخت ولری، څو هغه کړنې پکې تر سره کړی چې مینه ورسره لری او په بشپړه لېوالتیا سره یې د تر سره کولو لپاره مټې را نغاړی.

په داسې حال کې چې نور له تاسو سره د وخت د کمښت په هکله خبرې کوي، تاسو پوهېږی چې د ورځې په یوه ټاکلې محدوده کې تاسو له هغوی څخه څو ساعته زیات وخت لری، هغه هم د ورځې له تر ټولو غوره ساعتونو څخه څو ساعته.

هغه ساعت چې پکې سهار له خوبه را پاڅېږی، په بشپړه توګه سرنوشت ټاکونکی او د ارزښت وړ دی. هر څومره چې له خوبه وختي پاڅېږی، په همغه اندازه به د ورځې له اوږدو څخه، څو تر ټولو غوره ساعتونه له ځان سره ولری. که چېرې د سهار لخوا وختي پاڅېدل غوره کړی، ډېر ژر به د هغو کسانو او خپل راتلونکي تر منځ لوی توپیر رامنځته کړی، چې د غرمې پر مهال له خوبه را پاڅېږي او له هېڅ ډول موخې او هیلې پرته له نیمې ورځې څخه خپل ژوند ته دوام ورکوي.

 تاسو څه وخت له خوبه پاڅېږی او ایا غواړی چې د سهار پر مهال له خوب څخه د پاڅېدو خپل وخت او ساعت ته بدلون ورکړی؟

په ځواب مو فکر وکړئ، د سهار پر مهال له خوب څخه د ویښېدو لپاره تر ټولو مناسب ساعت غوره کړئ څو تر بل هر چا مخکې غوره تصمیم ونیسی، په بشپړ تمرکز سره ورځ پیل کړئ او په مثبتې انرژۍ سره د خپل راتلونکي ژوند لپاره موخې او هیلې وټاکئ څو یې د لاسته راوړلو لپاره تر ټولو غوره فرصت ولری.

Previous Post

څېرې خپرونه  |حماسي سندرغاړی عبدالله مقری

Next Post

«با وجود گذشته ها، باز باشیم»

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي
افغانستان

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

by Spogmai Radio
اگست 1, 2026
افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

by Spogmai Radio
جولای 25, 2026
د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې
افغانستان

د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
افغانستان

افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

by Spogmai Radio
جولای 19, 2026
Next Post
«با وجود گذشته ها، باز باشیم»

«با وجود گذشته ها، باز باشیم»

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت وتړل شو

نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت وتړل شو

نوومبر 24, 2023
لغمان کې د چت لوېدو له امله د یوې کورنۍ ۷ تنه مړه شوي

لغمان کې د چت لوېدو له امله د یوې کورنۍ ۷ تنه مړه شوي

اپریل 7, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved