سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home کتاب

د پرمختګ پيل

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 18, 2020
in کتاب
0
د پرمختګ پيل
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

دا چې دغه کتاب مو د لوستلو لپاره انتخاب کړی، رښتیا چې تاسې خپلو موخو ته رسېدل غواړی او غواړی چې سبا مو له نن ښه وي. ممکن تاسې غواړی په خپل کسب وکار کې تر بریا ورسېږی، د ژوند کولو لپاره ښه لار وټاکی، نورې زده کړې هم وکړی، د ګډ ژوند له ملګري سره ښه اړیکه ولری، د ژوند معنوي اړخ مو تر ټولو پیاوړی کړی او بالاخره هغه څه ته چې تاسې یې غواړی، ورسېږی.

زه کلک باور لرم چې تاسې دا هرڅه کولای شی. ستاسې داخلي انرژي په څپو راځي او هغه مو تر هرڅه رسوي. خو رښتیا همدا اوس خپلو موخو ته د رسېدو لپاره پوره امکانات لری؟ ایا پوهېږی څنګه په خپلو کارونو کې پر یو پیاوړي او بریالي کس بدل شی؟ پیاوړې اړیکې ولری او تر ټولو ژر خپلو موخو ته ورسېږی؟ د یو انسان په توګه څنګه کولای شی له خپل ذهن او ځواک څخه پوره پوره استفاده وکړی؟ څنګه کولای شی خڼدونه له مخې لرې کړی؟ ایا سخت کار به کوی، ډېر کار به کوی یا به د یو داسې څه د رارسېدو په هیله وی، چې هغه مو یوه ښه لوري ته رهبري کړي؟

You might also like

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

اصل خبره دا ده چې دغه هرڅه ته د رسېدو لپاره باید یو اغېزناک او ستراتيژیک پلان ولری. ډېری کسانو د زده کړو پر مهال ډېر څه زده کړي دي. د ستونزو او ربړو سختو تجربو هغوی ته ښودلې، چې ځینې وخت د ښه والي او کله کله د بدوالي پر لور ګام واخلي.

تاسې موخې، هیلې او انګېزې لری. ایا داسې فکر کوی، که چېرې ډېرې هڅې وکړی، هغه به په طبیعي ډول لاسته راوړی؟ لیکوال وايي، یوه ورځ ما هم ستاسې په څېر فکر کاوه، خو یوه ورځ مې فکر بدل کړ، چې فردي پرمختګ او موخو ته رسېدل خپله نه رامنځ ته کېږي؛ بلکې د هغه لاسته راوړلو او رسېدو لپاره باید یو اغېز لرونکی پلان ولرم. باید د خپل پرمختګ مسوولیت خپله ومنم. باید پوه شم چې بل هېڅوک زما د ژوند جوړولو مسوولیت نه لري. که غواړم چې ژوند مې ورځ تر بلې ښه شي، باید همدا زه خپله لاس پکار شم.

په همدغه کتاب په همدې اړه کوښښ کوو، چې له تاسې سره یوڅه مرسته وکړو، څو تاسې پر هماغه کس بدل شی چې وړتیا  یې لری. موخو ته د رسېدو لپاره له مخکې پلان نیول، هغه کلي ده چې له خپلې ټولې انرژۍ د ګټې اخیستنې په پار ستاسې پر مخ ټولې دروازې پرانیزي. په راتلونکو نوي ورځو کې به تاسې ته هغه مهم او اساسي موارد ذکر شي، چې پر مټ به یې تاسې ډېر عاید لرونکي کسان جوړ شی. مهمه نه ده چې همدا اوس تاسې کوم ځای کې یاستی او یا له کومو موانعو سره مخ یاستی. تر ټولو مهمه دا ده چې تاسې نن دغه چانس په لاس کې لری، چې له همدې نن ورځې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره کار پیل کړی.

څومره وخت ته اړتیا لری، څو مو کار پیل کړی؟ هره ورځ یوازې پنځلس دقیقې کاپي دي، چې تاسې یې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره مصرف کړی او همدې چارې ته نوي ورځې ادامه ورکړی. د هرې ورځ په اړه هماغه تاکیدي متن ولولئ، په اړه یې فکر وکړئ، اصلي موخه یې تر لاسه کړئ او هغه له ځان سره ښه هضم او بیا یې د عملي کولو لپاره اقدام وکړئ.

که هره ورځ دری میاشتې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره کار وکړی، خپله ټوله داخلي انرژي به لاسته راوړی او هغه وخت به اګاهانه پرمختګ ستاسې یو عادت ګرځېدلی وي. که تاسې خدای مه کړه تېر وخت ته ور وګرځی او د هغه په یاد کې پاتې شی، له دې ټولو پرمختګونو به پس پاتې شی.

پر دې لاره مو د تللو پر وخت همدا کتاب لاس نیوی کوي، ویې لولئ!

مینه وال کولای شي یاد کتاب په اکسوس او د ښار په نورو لویو کتابپلورنځیو کې په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

Previous Post

څنګه کوچنی کارو بار پر لوی هغه بدل کړو؟

Next Post

جک لندن

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو
کتاب

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
فبروري 21, 2026
«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو
کتاب

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

by Spogmai Radio
جنوري 24, 2026
عثماني خلافت کتاب چاپ شو
کتاب

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
دسمبر 6, 2025
کتاب

د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2025
«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو
کتاب

«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

by Spogmai Radio
سپتمبر 27, 2025
Next Post
جک لندن

جک لندن

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

فرانسه: د سولې لپاره د سیاسي اقشارو یووالی خورا مهم دی

فرانسه: د سولې لپاره د سیاسي اقشارو یووالی خورا مهم دی

دسمبر 6, 2020
امریکا او چین د تعرفې جګړه: د تسلط منطق لاندې نړیوال اقتصادي کړکېچونه

امریکا او چین د تعرفې جګړه: د تسلط منطق لاندې نړیوال اقتصادي کړکېچونه

فبروري 25, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved