چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د پسرلني اختر لمانځغونډې ته د شي جين پينګ وينا په بهر کې مېشت چينايان وهڅول

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 16, 2026
in نړیوال خبرونه
0
د پسرلني اختر لمانځغونډې ته د شي جين پينګ وينا په بهر کې مېشت چينايان وهڅول
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې او دولتي شورا د فبرورۍ د ۱۴ مې نېټې په سهار په پلازمېنه بېجينګ کې د ۲۰۲۶م پسرلني اختر نمانځغونډه ترسره کړې ده.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزې کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ يادې نمانځغونډې ته وينا کړې او د مرکزي کمېټې او دولتي شورا په استازيتوب يې د هېواد د بېلا بېلو قومونو خلکو ته او همدارنګه د هانکانګ او مکاو ځانګړو اداري سيمو او تايوان وطنوالو او په بهر کې مېشتو چينايانو ته د پسرلني اختر مبارکي او نېکې هيلې وړاندې کړې دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

په بهر کې مېشتو چينايانو او چيني محصلينو خبري رسنيو ته ويلي، د شي جين پينګ وينا له پاملرنې او قوت ډکه وه او دوی یې هڅولي، چې په نوې زمانې او نوي مزل کې د پرمختګ ګامونه چټک کړي، د چيني ملت د سترې بيا سمسورتيا او د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او همکاريو لپاره خدمتونه وکړي او د لا ښکلي راتلونکي لپاره ګډې هلې ځلې وکړي.

شي جين پينګ په خپلې وينا کې د تېر ۲۰۲۵م کال پرمختګونو او لاسته راوړنو ته اشارې کړي او ويلي يې دي، چې په بهر کې مېشت چينايان د چين پر لاسته راوړنو وياړي.

په برازيل کې چيني سوداګر او د برازيل او چين د سولې او يووالي هڅوونکې ټولنې مشر جانګ شياو چون د شي جين پينګ وينا د لرې ليد لرونکې او هڅوونکې بللې او ويلي يې دي، چې چين په تېر ۲۰۲۵م کال کې له ګڼو ستونزو سره سره لاسته راوړنې او ښې پايلې درلودې او د حکومتولۍ سيسټم او توان په برخو کې يې غوره والی ښودلی او د راتلونکي په اړه يې د چينايانو باور ډاډمن کړی دی.

ښاغلي چانګ جيان بين د قزاقستان په اکتاو بندر کې د کنټينرونو ټرانسپورټي پروژې مسوول دی او د پسرلني اختر د رارسېدو په درشل کې هم پر کار بوخت دی.

نوموړي د شي جين پينګ د وينا له اورېدو وروسته رسنيو ته ويلي:  ((د چين برياليتوبونه د چين د کمونېست ګوند د ټولو غړو او د هېواد د بېلا بلو قومونو د خلکو د ګډو هڅو پايلې دي. مونږ په بهر کې هم دا احساسولی شو، چې د چين پرمختګ د قزاقستان په شمول ګاونډيو هېوادونو ته ګټې رسولې دي. ))

په لبنان کې د چین د ۲۴مې سوله ساتونکې ډلې قوماندان لي ګانګ رسنيو ته ويلي، چې د شي جین پینګ مهمې وینا سوله ساتونکو قوماندانانو او سرتېرو ته پياوړې انګېزه ورکړې ده.

نوموړي ويلي، سوله ساتونکې ډلې يې د ۲۰۲۵م کال په ډسمبر کې لبنان ته له رسېدو وروسته په لوړ موثريت د ماینونو او چاودیدونکو توکو د له منځه وړلو، ودانيزو پروژو او د طبي او بشري مرستو دندې ترسره کړي، د نړيوال مديريت وړانديز د عملي کولو ګامونه يې پورته کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره يې خدمتونه کړي دي.

په روسيې کې د چين د سوداګرۍ ټولنې مشر او د چين او روسيې د دوستۍ ټولنې مرستيال چو لي چون رسنيو ته ويلي، چې هغه د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د عملي کوونکي او خدمتګر په توګه داسې ژور احساس لري، چې په بهر کې چيني تصدۍ بايد خپل پرمختګ د ځايي سيمو د خلکو په ژوند پسې وتړي او ثابت او تلپاتې پرمختګ باید ومومي.

د مصر د تيدا ځانګړې سيمې د انکشافي شرکت مسوولې وې نا رسنيو ته ويلي، چې کارکوونکو يې د شي جين پينګ د وينا له اورېدو وروسته د چيني پروژو د کارکوونکو په توګه دروند مسئوليت احساس کړی دی. د هغې په خبره، د چين او مصر ترمنځ د تيدا سويز(TEDA SUEZ) سوداګريزه سيمه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د عملي کېدونکو همکاريو د پراختيا او د ګډو ګټو د ښه راتلونکي لپاره هڅې وکړي.

په ناميبيا کې د چين د طبي مرستو ۱۶مې ډلې د وړيا طبي خدمتونو فعاليت تازه پای ته رسيدلی دی.

۲۰۲۶م کال د چين او افريقا ترمنځ د انساني او کلتوري تبادلو کال او هم له ناميبيا سره د چين د طبي مرستو ډلې د جوړېدو له ۳۰مې کليزې سره برابر دی.  د دې ډلې مشر هوانګ چينګ رسنيو ته ويلي، چې دغه طبي ډله به په نوې مبدا کې د غښتلي طبي مهارت له لارې د ځايي خلکو لپاره خدمتونه او د چين او افريقا ترمنځ د دوستۍ، همکاريو او کلتوري تبادلو لپاره هڅې وکړي.

په استراليا کې د چين د شمال ختيځ د سوداګرۍ ټولنې مشر جيانګ جيان شين رسنيو ته ويلي، چې د شي جين پينګ وينا هغوی ته باور ورکړی او د پرمختګ لوری يې ورته روښانه کړی دی.

د اس کال د ځغاستې او مبارزې کال دی او مونږ باور لرو، چې چين به په نوي مزل کې د پرمختګ ټينګ ګامونه پورته کړي.

Previous Post

چين د کاناډا او برېتانيا عادي پاسپورټ لرونکو ته له ويزې پرته د داخلېدو اجازه ورکړه

Next Post

نن ماښام به د چین میډیا ګروپ د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري ننداره ترسره شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
نن ماښام به د چین میډیا ګروپ د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري ننداره ترسره شي

نن ماښام به د چین میډیا ګروپ د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري ننداره ترسره شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د ترافیکو ریاست: تېرو ۶ میاشتو کې ۱۲۰۰ کسان مړه شوي دي

د ترافیکو ریاست: تېرو ۶ میاشتو کې ۱۲۰۰ کسان مړه شوي دي

سپتمبر 10, 2024
جان کربي: افغان حکومت ته مو ثابته کړې وه، چې سرتېري وباسو

جان کربي: افغان حکومت ته مو ثابته کړې وه، چې سرتېري وباسو

دسمبر 18, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ