چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين – افريقا د همکاريو له فورم څه تمه کېدای شي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 3, 2024
in نړیوال خبرونه
0
د چين – افريقا د همکاريو له فورم څه تمه کېدای شي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين – افريقا د همکاريو فورم سږنۍ غونډې ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي. دوې لسيږي کيږي چې چين او افريقا د مخکې تګ لپاره د يوه ميکانيزم په توګه ياد فورم رامنځته کړی دی. دغه فورم تر دې مهاله د دواړو لورو تر منځ د اړيکو د دوام په برخه کې مهم رول لوبولی او د نړيوالو ګډوډيو، ویش او ماتو په ترڅ کې یې د مشارکت د مهمې وسيلې موقف ټينګ کړی دی. په لنډيز سره که ووايو د چين – افريقا د همکاريو فورم هم د چين – افريقا د مشارکت د مسير ښودونکې وسيلې او هم د يوې څرګندې نقشې په توګه عمل کوي چې له رامنځته کېدو راهيسې یې د پام وړ متقابلې ګټې او پايلې لرلې دي.

رسمي ارقام ښيي چې چين له تېرو پنځلسو کلونو راهيسې په پرله پسې توګه د افريقا تر ټولو ستر سوداګریز شريک دی چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه یې ۲۸۲.۱ ميلياردو امريکايي ډالرو ته رسيږي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳م کال کې په افريقا کې د چين د مستقيمې پانګونې کچه ۴۰ ميلياردو امریکايي ډالرو ته رسېده. له همدې کبله تمه کيږي چې د چين – افريقا د همکاريو فورم سږنۍ سرمشريزه به له شک پرته رامنځته شوی تحرک لا پسې پياوړی کړي، دوه اړخيزې ګټې به ډيرې کړي او د ګډ برخليک لپاره به د دواړو اړيکې لا پسې ټينګې شي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

که څه هم سږنۍ سرمشريزه په يوه داسې حساس وخت کې جوړيږي چې جغرافيوي کشمکشونه په ډيريدو او د اقليمي بدلون مسئله په جدي کېدو روانه ده. دغه مغلقې ننګونې د افريقا په شمول پر پرمختيايي هېوادونو د فشار د ډيريدو سبب کيږي او په پایله کې یې د نړيوال ارزښتي ځنځير اکمالاتي اړخ اغېزمن کيږي.

پر دې اساس، د چين د دولت د رييس شي جين پينګ له لوري وړانديز شوي درې پلانونه يا نوښتونه يا د افريقا د صنعتي کېدو د ملاتړ نوښت، د افريقا د کرنې د عصري کولو د ملاتړ لپاره د چين پلان او د استعدادونو د ودې لپاره د چين – افريقا د همکاريو پلان به د افريقا د جوړښتي ستونزو په هواري کې د پام وړ رول ولوبوي. دغه راز له راتلونکې سرمشريزې تمه کيږي چې د پورته يادو پلانونو په ښه پليتابه کې مهم رول ولوبوي. د نوښتونو له ډلې يو دا دی چې د افريقا له توليدي سکټور سره مرسته وشي څو اقتصاد متنوع کړي. له همدې کبله د چين په څېر هېوادونو ملاتړ چې په افريقا کې ډيرې پانګونې، مالي ملاتړ او مرستو ته ژمن دي خورا حياتي ارزښت لري.

همدې ته ورته، په افريقا کې د کرنې سکټور د ودې په موخه په ياده لويه وچه کې د کرنې په برخه کې پانګونې ته د چيني کمپنيو هڅونه د افريقا د کرنې سکټور د عصري کولو لپاره د چين د ملاتړ د پلان موخه ده.

درېيم پلان د استعدادونو د ودې دی. ياد پلان به افريقا ته د دې فرصت برابر کړي چې د خپلو وګړو د شمېر له ډيروالي ګټه واخلي او د خپلې اقتصادي ودې لپاره د ټکنالوژۍ اغیزناکه تبادله اسانه کړي.

د چين – افريقا د همکاريو فورم د مختلفو هېوادونو د دولتي چارواکو په را غونډولو سره دا زمينه هم برابرولی شي چې د خلکو تر منځ په مختلفو برخو او سکټورونو کې د تبادلاتو مسير پوخ شي. ياد فورم د نړۍ د رهبريتي سيسټم په تړاو مهم وړاندیزونه هم کولی شي او په ځانګړي ډول د مخ پر ودې هېوادونه غږ او غوښتنې د نړۍ د حکومتولۍ په سيسټم کې شاملولی شي.

Previous Post

کانګو کې ۱۲۹ بندیان له زندانه د تېښتې پر مهال وژل شوي

Next Post

د چين او جنوبي افريقا د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ لاسته راوړنې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د چين او جنوبي افريقا د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ لاسته راوړنې

د چين او جنوبي افريقا د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ لاسته راوړنې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کورنیو چارو وزارت:طالبانو تېره یوه اوونۍ کې ۱۸۸ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

کورنیو چارو وزارت:طالبانو تېره یوه اوونۍ کې ۱۸۸ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

اکتوبر 24, 2020
چين به د مکسيکو د تعرفو پر وړاندې ارام کېننني

چين به د مکسيکو د تعرفو پر وړاندې ارام کېننني

دسمبر 22, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ