چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين او امريکا تر منځ د مساواتو پر اساس ولاړې خبرې اترې د دواړو هېوادونو په ګټه دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 14, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د چين او امريکا تر منځ د مساواتو پر اساس ولاړې خبرې اترې د دواړو هېوادونو په ګټه دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د صدراعظم مرستيال هه لي فنګ په مشرۍ يو پلاوی به د سپتمبر له ۱۴مې نېټې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې هسپانيې ته سفر وکړي او هلته به له امريکايي پلاوي سره خبرې اترې وکړي.

 دواړه خواوې به د امريکا لخوا په يو اړخيزه توګه د تعرفو د زياتېدو تګلارې، په ناسمه توګه د صادراتو پر اداره کولو او د ټيکټاک د کارولو په شمول پر یو لړ موضوعاتو بحث وکړي. داسې حال کې چې نړيوال اقتصاد د تزلزل او د بې ثباتۍ عوامل د زياتېدو په حال کې دي، چين او امريکا د مساواتو پر اساس ولاړو خبرو اترو او ګټې- ګټې نتایجو د ارتقاع پر سر اجماع ته د رسېدو لپاره واقعي فعالیتونه کوي چې دا کار هم د دواړو هېوادونو له ملي ګټو او هم د نړیوالې ټولنې له هيلو سره سمون لري.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د روان کال له مې راهيسې چين او امريکا په ۳ مياشتو کې په ژنيو، لندن او ستاکهلم کې د درې دورې اقتصادي او تجارتي خبرې اترې تر سره کړې او د سلامشورو له لارې یې د خپلمنځي ستونزو د حلولو لپاره سمه لار انتخاب کړې ده. د چين او امريکا مشرانو د جون په ۵مه نېټه یو له بل سره ټيلېفوني خبرې اترې وکړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ يې په تر ټولو لوړه کچه دوه اړخیزړو اړیکو د تنظیم او تثبیت لپاره سټراټیژيکه لار ترسیم کړه. د دوامدارو خبرو اترو له لارې دواړو خواوو د پوهاوي، د توپيرونو د کمولو او د ګډو پيژندنو د زياتولو تمايل ټينګ شوی. له حقيقتونو څخه څرګندېږي، چې  د مساواتو پر اساس ولاړې خبرې اترې د ستونزو حلولو او د متقابل لرې کولو لپاره تر ټولو سمه لاره ده. دا ځل دواړو خواوو موافقه کړې، چې په خبرو اترو کې د تيکتاک په هکله پیچلي موضوعات شامل شي.

له دې دا ښکارېږي، چې د دواړو خواوو تر منځ د خبرو اترو له لارې د نظريو د توپيرونو د حلولو لار لا ټينګه او منظمه شوې ده. د خبرو اترو فعالې لاسته راوړنې د دواړو خواوو ګډو هڅو ته اړتيا لري، خو امريکا په دې وروستيو کې په پر له پسي ډول يو اړخيز او باداري غوښتنې عملونه تر سره کړی، مثلا له خبرو اترو مخکې يې په پر له پسي ډول پر چيني تصديو بنديزونه لګولي، دا د خبرو اترو د فضا لپاره مناسب نه دي.

د تيکتاک مسئلې په هکله د چين دريځ هميشنی او څرګند دی. د چين حکومت د ډېتا (Data) محرميت او خونديتوب ته په درنه سترګه ګوري او هيڅکله يې له تصديو او شخصيتونو څخه غوښتنه نه ده کړې، چې د ځايي قوانینو خلاف ورزي وکړي او د چين د حکومت لپاره په نورو هېوادونو کې اړوند معلومات راټول کړي. چين په ټينګار سره د خپلو تصديو عادلانه او قانوني حقونه او ګټې ساتي او د قانون له مخې به د تيکتاک مسئله تعقیب کړي. امريکا بايد له چين سره په همدې لوري روانه وي، د متقابل درناوي او مساواتو پر اساس ولاړو خبرو اترو له لارې دې خپل شکونه لرې کړي او د مسئلو حلولو لار دې پيدا کړي تر څو په امريکا کې د تيکتاک په شمول د چيني شرکتونو د کارونو لپاره پرانيستی، عادلانه او غير تبعيضي سوداګريز چاپيريال برابر کړي او د دواړو هېوادونو د اقتصادي او تجارتي اړيکو د ثابت، سالم او دومدار پرمختګ وهڅول شي.

د چين او امريکا تر منځ په مخکینيو درېيو دورو خبرو اترو کې لاسته راوړنې تر لاسه شوې چې نړيوال بازار ته يې ارزښتمنې پایلې درلودلې دي. په دوامدار ډول د خبرو میز ته د چين او امريکا د تګ اصلي لامل دا دی، چې د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي او تجارتي اړيکې د ګډو ګټو شريکولو لپاره اهميت لري، دا د دواړو خواوو د دوامدارو خبرو اترو بنسټ دی. د چين او امريکا اقتصادونه یو د بل ګټې تکمیلوي او د ګټو د شراکت شکل يې په نړيوالو کارونو کې د ګډو همکاريو نتيجه ده. د خبرو اترو دوام او د همکاريو د فرصتونو زياتول هم د دواړو هېوادونو د اقتصادي او تجارتي اړيکو د ثابت پرمختګ په ګټه دی او هم د دواړو هېوادونو او نړۍ د خلکو په ګټه دی.

هغه خبرې اترې چې د چین او امریکا لوړ پوړي استازي به په نږدې راتلونکې کې د هاسپانيې په ماډريډ کې پکې ګډون وکړي، نه يوازې د دواړو هېوادونو تر منځ ژور ډیالوګ دی، بلکې د نړيوال باور د ثبات لپاره واقعي اقدام دی. نړيوال تمه لري چې چين او امريکا خپلمنځي خبرو اترو ته د مساواتو او ګډو ګټو په پام کې نیولو سره دوام ولري، د مسئلو د حلولو په موخه واقعي ګامونه پورته کړي، په ګډه د پخوانيو خبرو اترو لاسته راوړنې وساتي، د ګډو ګټو لپاره لا نور پرمختګ ومومي، تر څو د دواړو هېوادونو او نړۍ د اقتصادي ثبات ته فعاله انرژي ورکړي.

Previous Post

د سرحدي ځواکونو یو پلاوی چین ته لاړ

Next Post

روسیه: د نړیوال مدیریت وړاندیز د لا عادلانه نړيوال نظم په جوړولو کې مرسته کوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
روسیه: د نړیوال مدیریت وړاندیز د لا عادلانه نړيوال نظم په جوړولو کې مرسته کوي

روسیه: د نړیوال مدیریت وړاندیز د لا عادلانه نړيوال نظم په جوړولو کې مرسته کوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

رینا امیري: د هرات زلزلې تر هرچا ښځو ته ډېر تاوان اړولی

ملګري ملتونه: د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۹۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده

اکتوبر 17, 2023
ولسمشر غني: ناټو غړي هیوادونه د امریکا له ملاتړه پرته نه شي پاتې کېدای

ولسمشر غني: ناټو غړي هیوادونه د امریکا له ملاتړه پرته نه شي پاتې کېدای

جنوري 30, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ