چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين او امريکا د اقتصادي خبرو د پرمختګ تر شا د چيني اقتصاد قوي استحکام

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 14, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د چين او امريکا د اقتصادي خبرو د پرمختګ تر شا د چيني اقتصاد قوي استحکام
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين او امريکې لوړو پوړو چارواکو د مې له لسمې تر يوولسمې نېټې پورې د سويس په ژنيو کې پر اقتصادي او سوداګريزو چارو خبرې کړي او لنډمهالو ګډو نظريو ته رسیدلي او د همدې په پار يې يوه ګډه اعلاميه هم خپره کړې ده.

چين او امريکا د نړۍ دوه لوی اقتصادونه دي او په ګډو همکاريو کولی شي، چې نړيوال اقتصاد له ننګونو وژغوري.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اعلاميه وايي، چين او امريکې په خپلمنځي خبرو کې واقعي پرمختګونه ترلاسه کړي او متقابلې تعرفې يې په لوړې اندازې کمې کړې دي.

امريکا پر چيني محصولاتو ۹۱سلنه اضافي تعرفې کمې کړي او چين هم د امريکې پر محصولاتو ورته لګيدلي تدبيرونه لغوه کړي او د دې ترڅنګ امريکې پر چيني محصولاتو ۲۴سلنه اضافي تعرفې د لنډمهال لپاره ځنډولي دي او چين هم د ښه نيت په موخه ورته چاره ترسره کړې ده.

اعلاميه وايي، چين او امريکا به د تجارتي او سوداګريزو سلامشورو ميکانيزم جوړ کړي او د پاملرنې وړ مسئلو په هکله به بحثونه او نژدې همکارۍ وکړي.

د چين او امريکې مرکچي پلاويو ترمنځ خبرو شپاړس ساعته دوام کړی، چې دا د ټرمپ د حکومت لخوا د اپرېل په پيل کې پر چيني محصولاتو د ۱۴۵٪سلنې اضافي تعرفو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو مهم تماس ګڼل کېږي.

چين او امريکې د سوداګريزو او تجارتي سلامشورو د عادي ميکانيزم پر جوړېدو موافقه کړې ده. دواړه هېوادونه د توپيرونو د له منځه وړلو او د ګډو ګټو پر بنسټ د مشترکو ټکو د موندلو په هڅه کې دي.

د چين مرستيال صدراعظم هه لي فنګ، چې د چيني مرکچي پلاوي مسؤل هم دی، رسنيو ته ويلي، د چين او امريکې ترمنځ اقتصادي او تجارتي اړيکې نه يوازې د دواړو هېوادونو، بلکې د نړيوال اقتصاد د ثابتوالي او پرمختګ لپاره هم ستر اهميت لري.

د نړۍ صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونه ډېر نږدې، او يو له بل سره تړل کېږي. يواړخيزم او د ځاني سوداګرۍ ساتونکې غوښتنې د نړيوال اقتصاد د بيا احيا کېدو پر وړاندې خنډونه جوړوي. چين او امريکا د نړۍ مخکښ لوی اقتصادونه دي او د همکاريو سويه يې د نړيوالو بازارونو پر باور مستقيمې اغېزې لري.

د چين او امريکې له يادو خبرو اترو مخکې د امريکې په کوردننه د اقتصاد وضعيت په چټکۍ سره کمزوری شوی دی. د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي، چې د ۲۰۲۵م کال په لومړې ربعه کې د دغه هېواد د جي ډي پي کلنی انډول صفراعشاريه درې کم شوی او له ۲۰۲۲م کال راهيسې يې تر ټولو خراب وضعيت تجربه کړې ده. دغه بدلون د امريکې د تجارتي تګلارو له بدلون سره تړاو لري او په ځانګړې توګه، کله چې د ټرمپ حکومت پر چيني محصولاتو لوړې تعرفې اعلان کړې، نو د دغه هېواد اکمالاتي ځنځير پرې شوی او د تصديو باور سخت زيانمن شوی دی.

د چين اقتصاد بیا د بهرني چاپېريال د ناثابتوالي په حال کې خپل قوي استحکام ښودلی دی. د دغه هېواد د ګمرکاتو شمېرې ښيي، چې په تېر اپريل کې د چين د صادراتو ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸اعشاريه يو زيات شوی او اقتصاد پوهان یې له اټکل څخه پورته بولي.

تر شا يې د چين د صادراتو جوړښت کې د ليدو وړ بدلونونه ښيي: په تېر اپريل کې امريکا ته د چين د صادراتو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۱سلنه کمه شوې، خو اسيان هېوادونو ته بیا د چين د صادراتو اندازه ۲۱سلنه زياته شوې، لاتيني امريکا ته یې د صادراتو اندازه ۱۷سلنه او افريقا ته يې د صادراتو اندازه ۲۵سلنه زياته شوې او اروپايي ټولنې ته یې بیا د صادراتو اندازه ۸اعشاريه ۳سلنه زياته شوې ده.

والسټريټ په يوې ليکنې کې ويلي، د چين پر محصولاتو د امريکې اضافي تعرفو تر يوې اندازې د سوداګرۍ نړيوال جوړښت بدل کړی او د دغې څواړخيزې سوداګريزې شبکې په جوړېدو سره په نړيوال تجارتي سيسټم کې د چين ستراتيژيکه اغېزه ډېره لوړه شوه.

د چين يو لړ تګلارو د پاملرنې وړ اغېزې ښندلې دي. د چين مرکزي بانک د تجارت د هڅونې لپاره د متناسبو زېرمو د برابرولو او د سود نرخونو د کمولو او بهرنيو سيلانيانو ته د چيني محصولاتو د تعرفو ورکولو تګلارې صادرې کړي او دغه راز د سوداګرۍ چاپېريال يې پر له پسې ښه کړی او د راتلونکي باور د ټينګولو، د لګښت د زياتوالو او د ورخلاصون پراخولو لپاره يې يو لړ تدبيرونه نيولي دي.

د چين او امريکې مرکچي پلاويو په اقتصادي او سوداګريزو خبرو کې مهمې لاسته راوړنې درلودې، چې دا به د نړۍ چارې سمسورې او په خوځښت راوالي. ځکه د دواړو هېوادونو اړيکې د نړۍ پر اقتصاد اغېزې لري.

د چين اقتصاد قوي استحکام ښيي او ورخلاصون او همکارۍ او د ګډو ګټو تګلاره یې له تاريخي تمايل سره سمون لري.د شخصي ګټو په موخه اضافي تعرفې هیڅ پایله نه ورکوي.

Previous Post

شي جين پينګ د چيلي له ولسمشر بوريک سره وکتل

Next Post

اقتصادي مرستیالۍ: د ا.ا لوړپوړی پلاوی کازان ښار ته رسېدلی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
اقتصادي مرستیالۍ: د ا.ا لوړپوړی پلاوی کازان ښار ته رسېدلی

اقتصادي مرستیالۍ: د ا.ا لوړپوړی پلاوی کازان ښار ته رسېدلی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

وانګ يي د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو په سرمشریزه کې د شي جين پينګ د ګډون په اړه معلومات ورکړل

سپتمبر 17, 2022
اسوشیټډپرس: د سي‌ای‌اې مشر تېره اوونۍ په پټه کابل ته راغلی

اسوشیټډپرس: د سي‌ای‌اې مشر تېره اوونۍ په پټه کابل ته راغلی

اپریل 24, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ