د چين خارجه وزير وانګ يي د اګست په ۲۱مه نېټه په جاکارتا کې له خپل اندونيزيايي سيال سوګيونو سره د دواړو هېوادونو د هراړخيز ستراتيژيک ډيالوګ د لومړۍ غونډې ګډه مشري وکړه. دواړو خواوو د چين او اندونيزيا د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په اړه د نظريو ژورې تبادلې کړې او په زياتو مسئلو کې يووالي ته رسېدلي دي.
د چين خارجه وزير وانګ د ياد ډيالوګ ميکانيزم ابادي د دواړو خواوو لخوا د مشرانو ترمنځ د مهمې اجماع د پلې کولو او د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په پار مهم اقدام بللی او ويلي يې دي چې دا ډيالوګ به په پنځو کليدي ساحو کې د دواړو هېوادونو مهمو همکاریو ته ملاتړ برابر کړي.
دواړو خواوو په مختلفو ساحو کې خپلمنځي شويو همکاريو ته بيا کتنه کړې او موافقه يې کړې چې پر ستراتيژيکې خپلواکۍ به ټينګار ولري، يو د بل له مرکزي ګټو به ملاتړ وکړي، پرمختګ او امنيت دواړه به په پام کې ونيسي، د دواړو هېوادونو عصريتوب د پرمخ بېولو لپاره به د چين او اندونيزيا پنځه کلن عملياتي پلان وټاکي او په پنځو کليدي ساحو کې به خپلمنځي همکارۍ مخ ته وړي.














