د امريکا د اسوشيتيد خبري اژانس د خبر له مخې، حکومت يې د اګست په ۲۱مه نېټه کانګرس ته خبر ورکړی چې ملګرو ملتونو ته ۸۵۰ ميليونه ډالره ورکړي څو خپل پور ادا کړي.
د خبر له مخې، د امريکا خارجه وزارت پلان لري چې د ۷۲۵ ميليونو ډالرو په ورکولو سره په ملګرو ملتونو کې د خپل غړيتوب لګښت تاديه وکړي او د ۱۲۵ ميلیونو ډالرو په برابرولو سره په هايتي او د کانګو په ډيموکراتيک جمهوريت کې د ملګرو ملتونو له سوله ساتو عملياتو څخه ملاتړ وکړي.
د معلوماتو له مخې، امريکا ملګرو ملتونو ته ټولټال ۵ ميليارده ډالره پور نه دی ادا کړی چې له دې جملې څخه څه باندې ۲ ميليارده ډالره د غړيتوب لګښت او ۳ ميليارده ډالره يې د سوله ساتو عملياتو لګښتونه دي.













