د اوکراین په کریفيي ریه ښار کې پر یوه سوداګریز مرکز د روسیې په تازه برید کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۳۰ نور ټپیان شوي دي. د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلنسکي وايي، روسیې پر دغه مرکز دوه ځله د بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي چې دویم برید یې د لومړي برید شاوخوا نیم ساعت وروسته ترسره شوی دی. د سیمهییزو چارواکو په وینا، په ټپیانو کې څو ماشومان هم شامل دي او ۲۹ ټپیان په سخت وضعیت کې دي. د راپور له مخې ژغورونکي لا هم د ویجاړې شوې ودانۍ له خاورو د خلکو د ایستلو په هڅه کې دي او څو کسان لا هم ورک دي.












