د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا نوي بندیزونه یوازې د ایران پر وړاندې اقتصادي جګړه نه، بلکې د ټولو هېوادونو پر وړاندې د جګړې اعلان ګڼل کېږي. د دغه وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، امریکا هڅه کوي خپل له پولې هاخوا واکمني د ملګرو ملتونو پر ټولو خپلواکو غړو هېوادونو وتپي. بقایي زیاته کړې چې هېڅ هېواد حق نه لري د نورو هېوادونو بانکونه، شرکتونه او هوايي ډګرونه له درېیمو هېوادونو سره له قانوني سوداګرۍ منع کړي. هغه د امریکا بندیزونه د نړیوالو قوانینو خلاف بللي او ویلي یې دي چې د دغو بندیزونو منل د هېوادونو ملي حاکمیت کمزوری کوي.













