شنبه, اگست 22, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Home نړیوال خبرونه

د لوېديځو هېوادونو د اوازو خلاف چین د ټولو هېوادونو لپاره د صنعتي ودې فرصت دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 22, 2026
in نړیوال خبرونه
0
د لوېديځو هېوادونو د اوازو خلاف چین د ټولو هېوادونو لپاره د صنعتي ودې فرصت دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په وروستيو کې هغه غږ پورته شو چې د چین توليدي چارو نه يوازې د پرمختللو هېوادونو عالي صنعتي چارو ته زيانونه رسولي بلکې د منځنۍ او ټيټې کچې توليدي چارو کې يې د نړۍ د سراسري جنوب د هېوادونو د صنعتي کېدو فرصتونه هم کم کړي دي. نو پوښتنه کېږي: چين د چا فرصتونه کم کړی او د چا ګټې يې زيانمنې کړې دي.

د اقتصاد پوهنې له پلوه ياده نظريه بيخي ناسمه ده. د نړيوالې سوداګرۍ ونډې هېڅکله د نفوس د پيمانې او يا د ټاکلو لارو چارو له مخې نه وېشل کېږي. د يادې نظريې له مخې پرمختيايي هېوادونه بايد لومړی کرنې، بيا سپکو صنايعو او وروسته دې عالي توليدي چارو ته پرمختګ ورکړي، خو چين تل هغو چارو ته چې ډېرو کارکوونکو ته اړتيا لري ، پرمختګ ورکړی چې دا د وروسته پاتې هېوادونو په پرمختيايي لار کې خنډونه جوړ کړي دي. خو پرمختګ چې د قطار نيول نه دي، د خپلو شرايطو پر بنسټ د نړيوالې ويشتنې طبیعي پايله ده. ولې چین په ډېرو برخو کې خپل پرمختيايي غوره والی ساتي، لامل يې د صنعتي ځنځيرونو پر بشپړتيا، دواملرونکي تخنيکي هڅو او لوی بازار پسې تړلی دی او د تش په نامه له ناوړه سيالۍ سره تړاو نه لري. لکه څنګه چې د کلمبيا پوهنتون تاريخي کارپوه ادن توز ويلي و، دغه ناسمه نظريه او نيوکه په پوره توګه له حقيقت سره په ټکر ده.

You might also like

لولا له ټرمپ سره ټليفوني خبرې وکړې

رسنۍ: امريکا پلان لري چې ملګرو ملتونو ته ۸۵۰ ميليونه ډالره پور ادا کړي

د چين او اندونيزيا د هراړخيز ستراتيژيک ډيالوګ لومړۍ غونډه وشوه

دا حقيقت دی چې د چين پرمختګ نه یوازې د نورو هېوادونو فرصتونه نه دي کم کړي بلکې په نړۍ کې يې صنعتي پرمختیايي پيمانه پراخه کړې ده. موږ به نساجي چارې د مثال په توګه يادې کړو. د چین د صنعتي جوړښت په لاغوره والي سره د نساجي توکو د ګنډلو چارې په طبيعي توګه هغو هېوادونو ته سپارل شوې چې د کارکوونکو لګښت ټيټ ښکاري. په ورته وخت کې چین د عالي توکر او ځيرکو تجهيزاتو په شمول تولیدي چارو ته خپل پام اړولی دی. تېر کال د چین د نساجي ماشينونو صادرات د وړم کال په پرتله په سلو کې دېرش برخه زياتوالی ښودلی چې پرمختیايی هېوادونه د صنعتي کېدو په برخه کې ورته اړتيا لري. چين د هغو توليدي توکو د صادراتو له لارې چې کيفيت يې ښه او بيې يې ټيټې دي، په دقيقه توګه د نړۍ د سراسري جنوب له هېوادونو سره مرسته کړې چې همدا د دوی فرصتونه نه دي کم کړي بلکې واقعي لارښوونه او مرسته ده.

نو ولې همدغه ناسمه نظريه پورته شوې او لامل یې څه دی؟ واقعاً ځينې لوېديځ هېوادونه د چين پر پرمختګ وېره لري، څرنګه چې د چین په پرمختګ سره سره هغوی له اوږدې مودې راهيسې خپلې شوې تخنيکي ګټې او د صنعتي ځنځيرونو باداري له لاسه ورکړې ده. له اوږدې مودې راهيسې د امريکا په شمول ډېرو پرمختللو هېوادونو د تخنیکي ښيګڼو په اتکا له نړيوال صنعتي ځنځيرونو څخه ډېرې ګټې اخيستې چې په پايله کې يو ټاکلی سيستم جوړ شوی دی. هغوی تل دا نظر لري چې شتمن او بډايه هېوادونه باید په عالي صنعتي چارو کې ځای ونيسي او بېوزله هېوادونه دې د ټیټې کچې توليداتو په چمتو کولو کې پاتې شي. هغوی په تېرو څو لسيزو کې د دغې نظريې په خپرولو سره ډېرې ګټې اخيستې دي. خو چين په وروستيو کلونو کې د نوې انرژۍ د موټرو، لمريزې انرژۍ او بېټرۍ په شمول زرغون چارو او عالي توليد کې ډېر پرمختګ موندلی او د دوی تخنیکي بادارۍ ته يې ماتې ورکړې ده.

نو ځکه د يادې ناسمې نظريې د پورته کېدو اصلي لامل دا دی چې دغه ګټه اخيستونکي پر عادي سيالۍ ستراتيژيکه اندېښنه لري. هغوی په توليدي چارو کې د خپلو ونډو د کموالي، د نوښت د کمزورتيا او د تګلارو د جوړولو په برخو کې  خپلې تېروتنې نه مني بلکې د کورني تضاد پړه يې پر چين اچولې ده. هغوی دغه حقيقت نه مني. چين د خپلې پرمختیا له لارې نړيوالو ته ثابته کړې چې يو هېواد پر لوېديځو هېوادونو له تکيې پرته د ځاني پرمختګ، ورخلاصون او همکاريو له لارې هم عصري کېدای شي.

Previous Post

د روسیې په تازه بریده کې ۱۵ تنه اوکراینیان وژل شوي

Next Post

د شرطې قانون توشېح او په رسمي جریده کې خپور شو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

لولا له ټرمپ سره ټليفوني خبرې وکړې
نړیوال خبرونه

لولا له ټرمپ سره ټليفوني خبرې وکړې

by Spogmai Radio
اگست 22, 2026
رسنۍ: امريکا پلان لري چې ملګرو ملتونو ته ۸۵۰ ميليونه ډالره پور ادا کړي
نړیوال خبرونه

رسنۍ: امريکا پلان لري چې ملګرو ملتونو ته ۸۵۰ ميليونه ډالره پور ادا کړي

by Spogmai Radio
اگست 22, 2026
د چين او اندونيزيا د هراړخيز ستراتيژيک ډيالوګ لومړۍ غونډه وشوه
نړیوال خبرونه

د چين او اندونيزيا د هراړخيز ستراتيژيک ډيالوګ لومړۍ غونډه وشوه

by Spogmai Radio
اگست 22, 2026
د ملګرو ملتونو مرستيالې سرمنشي د چين مېډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه وکړه
نړیوال خبرونه

د ملګرو ملتونو مرستيالې سرمنشي د چين مېډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه وکړه

by Spogmai Radio
اگست 22, 2026
د کوېټ د بهرنیو چارو وزیر به چین ته رسمي سفر وکړي
نړیوال خبرونه

د کوېټ د بهرنیو چارو وزیر به چین ته رسمي سفر وکړي

by Spogmai Radio
اگست 22, 2026
Next Post
د شرطې قانون توشېح او په رسمي جریده کې خپور شو

د شرطې قانون توشېح او په رسمي جریده کې خپور شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چين د شنجن ښاروالۍ په خپل اېپ کې نهه ژبې شاملې کړي

مې 9, 2024
د هسپانيا د پلازمېنې مادريد ښاروال د چين ميډيا ګروپ له مشر سره لیدنه وکړه

د هسپانيا د پلازمېنې مادريد ښاروال د چين ميډيا ګروپ له مشر سره لیدنه وکړه

جولای 30, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

لولا له ټرمپ سره ټليفوني خبرې وکړې
نړیوال خبرونه

لولا له ټرمپ سره ټليفوني خبرې وکړې

اگست 22, 2026
رسنۍ: امريکا پلان لري چې ملګرو ملتونو ته ۸۵۰ ميليونه ډالره پور ادا کړي
نړیوال خبرونه

رسنۍ: امريکا پلان لري چې ملګرو ملتونو ته ۸۵۰ ميليونه ډالره پور ادا کړي

اگست 22, 2026
د چين او اندونيزيا د هراړخيز ستراتيژيک ډيالوګ لومړۍ غونډه وشوه
نړیوال خبرونه

د چين او اندونيزيا د هراړخيز ستراتيژيک ډيالوګ لومړۍ غونډه وشوه

اگست 22, 2026
د ملګرو ملتونو مرستيالې سرمنشي د چين مېډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه وکړه
نړیوال خبرونه

د ملګرو ملتونو مرستيالې سرمنشي د چين مېډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه وکړه

اگست 22, 2026
د کوېټ د بهرنیو چارو وزیر به چین ته رسمي سفر وکړي
نړیوال خبرونه

د کوېټ د بهرنیو چارو وزیر به چین ته رسمي سفر وکړي

اگست 22, 2026
د شرطې قانون توشېح او په رسمي جریده کې خپور شو
افغانستان

د شرطې قانون توشېح او په رسمي جریده کې خپور شو

اگست 22, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ