د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د بوتسوانا ولسمشر ډوما بوکو د جنورۍ په ۶مه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو ۵۰مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي دي.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې دې ته اشاره کړې، چې چين او بوتسوانا له تېرو پنځوسو کلونو راهيسې د بدلېدونکو نړيوالو حالاتو پر وړاندې د خپلمنځي اړيکو د لا ټينګښت تمايل ساتلی او يو بل يې د برابر سلوک او ګډ پرمختګ ښه ملګري بللي. رئيس شي له ولسمشر بوکو سره د دواړو خواوو ترمنځ د سياسي اعتماد د پياوړتيا، د متقابلو پاملرنو د ملاتړ، د عصري کېدو لپاره د ګډو هڅو او د خپلمنځي اړيکو د نوې پاڼې د اړولو هيله ښودلې ده.
بوکو ويلي، چې بوتسوانا د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کوي او غواړي چې له چين سره اړيکې لا ټينګې کړي او ګډ پرمختګ ومومي.











