چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين او لاوس ترمنځ د اړيکو د نوې مرحلې پيل

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 7, 2026
in نړیوال خبرونه
0
د چين او لاوس ترمنځ د اړيکو د نوې مرحلې پيل
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د لاوس د خلکو د انقلابي ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس تونګلون سيسوليت د جون له دوهمې نېټې څخه تر شپږمې نېټې پورې له چين څخه رسمي ليدنه کړې ده. د دواړو هېوادونو او نړيوالې ټولنې افکارو د نوموړي دغه سفر ته مثبته قدرداني ورکړې.

له چين څخه د تونګلون د ليدنې په ترڅ کې د دواړو ګوندونو او دواړو هېوادونو مشرانو په دې اړه توافق کړی، چې د دواړو هېوادونو د اړيکو د لا لوړوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوې زمانې او هر فصل د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره لاسونه يو کړي. شنونکي پر دې نظر دي، چې دغه توافق د نوي تاريخي مبدا پر وړاندې د دواړو ګوندونو او دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختګ نوې نقشه روښانه کړې او د عصري کېدو نوې مرحلې ته به د دواړو هېوادونو ځانګړې چارې ورسوي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره به بېلګه جوړه کړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

چين او لاوس به څنګه د نويو حالاتو پر وړاندې خپلمنځي اړيکو او د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې ابادۍ ته د لوړ معيار، لوړ کيفيت او لوړې کچې وده ورکړي؟

شي جين پينګ له تونګلون سره د ليدنې په ترڅ کې دې ته اشاره کړې، چې دواړه هېوادونه بايد پر سوسياليزم ټينګار وکړي، د ګټې – ګټې همکارۍ بنسټ دې لا کلک کړي، د خلکو عنعنوي دوستي دې لاټينګه کړي او په بهرنيو تګلارو کې دې خپلمنځي همغږي پياوړې کړي. څېړونکي پر دې نظر دي، چې د شي جين پينګ نظريو د چين او لاوس ترمنځ د نوې زمانې او هر فصل د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ مسير په ډاګه کړی او د دوه اړخيزو اړيکو د دوام او ودې لپاره يې ستراتيژيکه لارښوونه برابره کړې ده.

متقابل سياسي باور د دوه اړخيزو اړيکو بنسټ دی. چين تل لاوس د ګاونډيتوب د ډيپلوماسۍ مهم لوری بولي او د دې ټينګ ملاتړ کوي، چې لاوس د خپل دولتي وضعيت سره سم سوسياليستي لاره غوره کړې. لاوس په دې اړه رويه څرګنده کړې، چې تل به د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار وکړي او د رئيس شي جين پينګ د مهمو نړيوالو نوښتونو ملاتړ ته به دوام ورکړي. په داسې حال کې، چې نړيوال او سيمه ييز وضعيت له پېچليو بدلونونو سره مخ دی، د چين او لاوس ترمنځ د لوړې کچې متقابل سياسي باور نه يوازې د خپل پرمختګ او سمسورتيا لپاره ګټور دی، بلکې د نړۍ د سوسياليستيکو چارو پرمختګ به وهڅوي.

د لوړ کيفيت د ګټې – ګټې همکارۍ پياوړتيا د چين او لاوس د اړيکو د لوړوالي اړين کار دی. چين د لاوس لپاره د پانګونې لومړۍ لويه سرچينه او دوهم لوی سوداګريز ملګری دی. په ۲۰۲۵م کال کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ حجم ۹ مليارډ او ۸۲۰ مليون امريکايي ډالره و، چې د ۲۰۲۴م کال په پرتله ۱۹ اعشاريه ۳ سلنه زياتوالی ښيي. د چين – لاوس رېل پټلۍ د کمربند او لارې يوه نمونوي پروژه ده. دغه رېل پټلۍ څلور کاله مخکې د ګټې اخيستنې ته سپارل شوي او تر اوسه ورباندې د مسافر وړونکو اورګاډيو د تګ راتګ شمېر سل زرو ته رسېدلی او د مسافرو شمېر يې له ۷۳ ميليونو زيات شوی او له ۸۴ ميليون ټنو څخه زيات مالونه ليږد راليږد شوي دي. دغه رېل پټلۍ د دواړو هېوادونو د همکارۍ او د سيمه ييز اقتصادي پرمختګ د هڅونې طلايي لار بلل کيږي.

تونګلون د دغه سفر په ترڅ کې د جه جيانګ ولايت په هانګ جو ښار کې د روبوټونو له نندارتون څخه ليدنه وکړه او په بېجينګ کې يې د چين د فضايي ټېکنالوژۍ څېړنيزې اکاډمۍ ته لاړ. د لاوس خبري رسنيو ويلي، له دغو ليدنو څخه ښيي، چې د نوښت صنايع او د ډيجټلي کېدو چارې د دواړو هېوادونو په همکاريو کې لا مهم رول لوبوي. چيني لوري د دواړو خواوو په ملاقات کې ويلي، چې د چين او لاوس د اقتصادي دهليز ابادۍ به پياوړې کړي، د چين، لاوس او تايلنډ د رېل پټليو پيوستون ته به وده ورکړي او د کرنې، برېښنا، مصنوعي ځيرکتيا او ډيجټلي اقتصاد په شمول په دوديزو او نويو برخو کې به دوه اړخيزې همکارۍ زياتې کړي.

د چين او لاوس ترمنځ اړيکې تر پخوا بل هر وخت ښې مرحلې کې دي او د پرمختګ له روښانه امکاناتو سره مخ دي. دواړه هېوادونه د دواړو لوریو د نوې زمانې او هر فصل د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په هڅه کې دي او ورسره به د پرمختګ نوي فرصتونه تر لاسه کړي، د سيمې سولې او سمسورتيا ته به نوی خوځنده ځواک ورسوي او د خپلمنځي دوستۍ نوې پاڼه به واړوي.

Previous Post

هان جنګ د چین- بېلاروس د صنعت او پانګونې د همکارۍ فورم د پرانيستې په مراسمو کې ګډون وکړ

Next Post

د جنوبي سمندرګي د امنيت او سمسورتيا په پار په سان يا ښار کې يو فعاليت وشو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د جنوبي سمندرګي د امنيت او سمسورتيا په پار په سان يا ښار کې يو فعاليت وشو

د جنوبي سمندرګي د امنيت او سمسورتيا په پار په سان يا ښار کې يو فعاليت وشو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شي جين پینګ او لولا د چين د کمونېست ګوند او د برازيل د کارګرو ګوند د اوومې دورې تيورۍ سيمينار ته د مبارکۍ پيغامونه وليږل

اپریل 10, 2024
کونړ کې یوه لومړني ښوونځي ته د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې

کونړ کې یوه لومړني ښوونځي ته د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې

سپتمبر 15, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ