چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د فضايي چارو همکارۍ مخ په زياتېدو دي

لیکنه: سپوږمۍ؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 29, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د فضايي چارو همکارۍ مخ په زياتېدو دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د چين د هوايي او فضايي چارو ۱۳م نړيوال نندارتون د سپتمبر په۲۸مې نېټې د ګوانګ دونګ ولايت په جو های ښار کې پرانېستل شو او ټاکل شوې، چې د اکتوبر تر ۳مې نېټې پورې به دوام ولري.

د ۲۰۲۱م کال د جوهای فورم مسؤلينو د روانې مياشتې په ۲۷مه نېټه څرګنده کړه، چې د چين فضايي چارې اوس د چټک پرمختګ مرحلې ته ننوتلې دي. د مختلفو هېوادونو اړوند شخصيتونه تمه لري، چې له چين سره د هوايي او فضايي چارو په برخو کې لا زياتې همکارۍ او تګ راتګ وکړي، څو اړوندې خپلمنځي همکارۍ يې لا پراخې او ژورې شي.

د چين د فضايي ټکنالوژۍ ډلې عمومي مېنيجر شو چيانګ، چې د هېواد په څو مهمو فضايي پروژو کې یې برخه اخيستې، په همدې ورځ په دغه فورم کې وويل، چې د چين د فضايي ټکنالوژۍ ډلې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ۱۳م پنځه کلن پلان په موده کې له برازيل، ايټاليا او فرانسې سره په ګډې همکارۍ د مصنوعي سپوږمکۍ د توغولو په اړه ۱۷ مهمې نړيوالې پروژې په برياليتوب تر سره کړي، د الجزاير او پاکستان په ګډون څو هېوادونو ته يې ۱۰ ملکي سپوږمکۍ جوړې کړي او له چانګ عه ۴ نمبر اکتشافي دستګاه څخه په ګټې اخيستنې يې له زياتو هېوادونو سره ګډې علمي څېړنې کړې دي.

هغه دا هم وويل، چې انسانان به په ټوله نړۍ کې د تخنيکي او صنعتي انقلاب د نوې څپې په راپورته کېدو سره د بهرنۍ فضا د اکتشاف او ورڅخه د ګټې اخيستنې لا سترې موخې ولري او د اړوندو همکاريو اړتياوې به هم زياتې شي.

په چين کې د روسيې د فضايي چارو دولتي ډلې عمومي استازي سخورکوف ياد فورم ته په خپله وينا کې د روسيې فدراسيون د فضايي چارو پرمختيايي حالت او راتلونکی پلان معرفي کړ او د بهرنۍ فضا د اکتشاف په برخه کې يې له لا زياتو هېوادونو سره د خپلې همکارۍ نيت او هيله وښوده. هغه د دې يادونه هم وکړه، چې روسيې او چين د روان کال په مارچ کې پر سپوږمۍ د علمي څېړنې نړيوال سټېشن د جوړولو په اړه د تفاهم يادښت لاسليک کړی دی. نوموړي خبر ورکړ، چې اوس روسيه او چين پر سپوږمۍ د علمي څېړنې نړيوال سټېشن د ګډې پروژې تر چوکاټ لاندې نژدې همکارۍ کوي او اړوند تړون يې د چمتو کېدو په حال کې دی. هغه زياته کړه، چې د روسيې او چين ترمنځ فضايي همکاری ښه اينده او ستر اهميت لري، ځکه دواړه هېوادونه د بهرنۍ فضا د اکتشاف او د سوله ييزې استفادې په برخو کې ګډې ګټې لري.

برسېره پر دې، چين او فرانسه هم له اوږدې مودې راهيسې، زياتې فضايي همکارۍ ترسره کوي. د فرانسې تېليس ډله، چې په اروپا کې د بهرنۍ فضا د اکتشاف په برخه کې زياتې چارې ترسره کوي، څه باندې څلور لسيزې دمخه چيني بازار ته ننوتلې ده. د دغې ډلې د چيني چارو اجرائيه مشر جېروم بېنديل د چين د فضايي او هوايي چارو پرمختګ په اړه ژوره خاطره لري. هغه وويل، چې چين پر سپوږمۍ د اکتشاف، پر مريخ د اکتشافي دستګاه د ښکته کېدو او انسان وړونکې فضايي بيړۍ په شمول څو چارو کې ډېر وتلي برياليتوبونه او لاسته راوړنې لري. د دې تر څنګ د دغه هېواد ملکي هوايي چارو ادارو او هوايي شرکتونو هم چټک پرمختګ موندلی دی.

نن ورځ په ټوله نړۍ کې د فضايي چارو زیات پرمختګونه موندل شوي دي. د امريکايانو لخوا جوړ شوی د فلکن نهه (Falcon 9) په نوم راکټ د بيا کارول کېدو چارې بريالۍ شوي، په روسيه کې د فضايي اکتشافي دستګاه د توغولو نوی ډګر فعال شوی، په جاپان کې د د هيابوسه دوه (Hayabusa2) په نوم اکتشافي دستګاه د نوي ستوري نمونوي خاورې ځمکې ته راښکته کړې او د عربي متحده اماراتو د ال ـ امال (Al-Amal) په نوم اکتشافي دستګاه پر مريخ وګرځېده.

د چين د فضايي چارو دولتي ادارې مرستيال ښاغلي وو يان هوا په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه، چې د انسانانو لخوا د بهرنۍ فضا اکتشافي ګامونه ورځ تر بلې چټک کېږي. چين به د مساواتو، متقابلو ګټو، سوله ييزې استفادې او ټولشموله پرمختګ پر اصولو، له ډېرو هېوادونو سره په دې برخه کې لا زیاتې همکارۍ او نظر تبادلې وکړي.

Previous Post

مالیي وزارت: د ملي پراختیا شرکت به د تېر په څېر خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي

Next Post

نیکي هېلي: بایډن باید د افغانستان په اړه امریکایانو ته سپیناوی ورکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
نیکي هېلي: بایډن باید د افغانستان په اړه امریکایانو ته سپیناوی ورکړي

نیکي هېلي: بایډن باید د افغانستان په اړه امریکایانو ته سپیناوی ورکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امريکا بايد د چين د اساسي ګټو درناوی وکړي

جنوري 10, 2024
هند د کونړ له زلزله ځپلو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

هند د کونړ له زلزله ځپلو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

اکتوبر 11, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved