چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين د برېښنايي ننګونو د حل پلانونه نړۍ ته ګټې رسوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 4, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د چين د برېښنايي ننګونو د حل پلانونه نړۍ ته ګټې رسوي

default

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

پرمختللي او پرمختيايي هېوادونه د نړيوال کېدو په زمانې کې د اقتصادي پرمختګ د چټکتيا او د نويو ټېکنالوژيو د ودې د پياوړتيا په هڅه کې دي، خو پر وړاندې يې د انرژۍ مسئله هم پرته ده، چې کارپوهان يې يوه لویه ننګونه بولي.

د فوسيل د سون موادو له لارې د انرژۍ برابرونه نه يوازې د لوړ لګښت نيمګړتياوې لري، بلکې نړيوال اقليم او چاپېريال ته هم خطرونه پېښولی شي، نو ځکه ډېرو هېوادونو د لمري او بادي انرژۍ په شمول د پاکو او بيا کارېدونکو انرژيو پرمختګ يو مهم ستراتيژيک لوری ټاکلی او چين بیا په دې برخه کې مخکښ ځای نيولی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د لمري او بادي انرژۍ په شمول له طبيعي سرچېنو څخه استفاده ساده کار دی، خو تر شا يې پېچلې او نوې ننګونې هم موجودې دي. ټولې سيمې د فوټو والټ برېښناکوټ او يا د بادي انرژۍ برېښناکوټ د جوړونې لپاره مناسبې نه دي.

په ليرې او ګوښه ځايونو کې په لويې اندازې توليد شوې برېښنا څنګه اړمنو ځايونو ته لېږدېدای شي او يا د برېښنايي کمبود د رامنځته کېدو پرمهال په لوړ مؤثريت د برېښنا زېرمه څنګه ترسره کېدای شي؟

د چين تصديو او کارپوهانو د يادو ستونزو د حل اغېزمنې لارې موندلي او د چټکې اقتصادي ودې او ټېکنالوژیکي پرمختګ د همغږۍ لپاره د دغو طريقو د پر له پسې ښه والي په هڅه کې دي.

د چين تجربې د افغانستان په شمول د پرمختيايي هېوادونو لپاره د زده کړې وړ دي.

د انساسانو د ګډ برخليک ټولنې مفکوره، چې د چين له خوا وړاندې شوې، د ګردې نړۍ د ګډ پرمختګ لپاره ګټوره ده او د نوې انرژۍ په اړه د ټېکنالوژيک نوښت او د تجربو د شريکولو په برخه کې د چين د عملونو څرګندويي کوي.

 د چين ((د انرژۍ او برېښنايي قوت د پرمختګ لرليد )) راپور کې راغلي، چې د دغه هېواد چټک اقتصادي او ټېکنالوژيک پرمختګ انرژۍ ته د اړتياوو په زياتوالي پورې نژدې تړاو لري.

 په لويې پيمانې د بيا کارېدونکې انرژۍ انکشاف او د برېښنايي سيسټم د انعطاف منونکي قوت لوړوالی برېښنا ته د مخ پر زياتېدونکو اړتياوو د پوره کېدو لپاره لازم کارونه دي.

که څه هم د انرژۍ په برخه کې د چين مصرفي اړتياوې مخ پر زياتېدو دي، خو چيني علمي څېړوونکي د چاپيريال ساتنې د ژمنې د پوره کولو، له اقليمي بدلون سره د مبارزې او د فوسيل پر سون موادو د اتکا د کموالي له امله، د پاکې انرژۍ د پرمختګ له لارې د نورو پلانونو په پيدا کولو بوخت دي.

په دغه راپور کې اټکل شوی، چې له ۲۰۳۵م کال وروسته به په چين کې د يو ځل انرژۍ مصرفي اندازه اوج ته ورسېږي، چې اندازه به يې له ۷ ميليارډو ټنو معياري سکرو سره برابره وي، په ۲۰۳۰م کال کې به يې د برېښنايي اړتياوو اندازه ۱۳ زره او ۳ سوه ميليارډو کيلو واټو ته پورته شي او په ۲۰۶۰م کال کې به يې دغه اندازه له ۲۱ زرو او ۸ سوو کيلو واټو څخه واوړي.

په چين کې د بيا کارېدونکې انرژۍ د سرچېنو د عرضې او تقاضا ترمنځ جغرافيايي نابرابري شته ده. د دغه هېواد شمال لوېديځې او شمالي سيمې غني سرچېنې لري او له دغو سیمو څخه لرې ختيځې او مرکزي سيمې بیا د برېښنا د استعمال مرکزونه دي.

د انرژۍ کارپوه فنګ جون شو وايي، د چين حکومت باید د دغې مسئلې د حل لپاره د سيمو ترمنځ د برېښنا د لېږد شبکو ابادي پياوړې کړي.

له هايډورجن انرژۍ (hydrogen energy) څخه استفاده د يادې مسئلې د حل لپاره مهم پلان بلل کېږي.

اټکل کېږي، چې په ۲۰۶۰م کال کې به د چين په شمال لوېديځ کې ۴۰۰۰ ميليارډه کيلو واټه بيا کارېدونکې انرژي د ځانګړو تخنيکونو له لارې پر هایډروجن انرژۍ بدله شي او بيا به د اوږدو نلليکو له لارې د هېواد شمالي، جنوبي او جنوب لوېديځو سيمو ته ولېږدول شي او د فولادو او سيمنټ د توليد او د بېړيو او هوايي چلند د سون موادو په برخو کې به وکارول شي.

برسېره پر دې، د انرژۍ د زېرمې عالي ټېکنالوژي هم ډېره مهمه ده.

دغه ټېکنالوژي به نه يوازې د چين د انرژۍ سيسټم اصلاح کړي، بلکې ډېرې اقتصادي ګټې به هم ورسوي، د چين د اقتصادي پرمختګ ملاتړ به وکړي او دوه موخې به چې يوه يې د انرژۍ ځان بسياينه او بله يې ايکولوژيکې برابري ده،  پوره کړي.

Previous Post

د چين دولت رئیس شي جين پينګ د بېلاروس له ولسمشر لوکاشنکو سره ولیدل

Next Post

ډبلیو ایف پي: نږدې ۱۰ میلیونه افغانان د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
ډبلیو ایف پي: نږدې ۱۰ میلیونه افغانان د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي

ډبلیو ایف پي: نږدې ۱۰ میلیونه افغانان د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

سور صلیب: د روان ناورین ختمول د نړیوالې ټولنې پراخ چمتووالی غواړي

سور صلیب: د روان ناورین ختمول د نړیوالې ټولنې پراخ چمتووالی غواړي

جون 7, 2022

امريکا تايوان ته د پيسو د ماشين په سترګه ګوري

مې 3, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ