چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين د بهرنۍ سوداګرۍ ارزښت لا پراخ شوی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 8, 2022
in نړیوال خبرونه
0
د چين د بهرنۍ سوداګرۍ ارزښت لا پراخ شوی

default

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د رسمي شمېرنو له مخې، د روان کال په لومړيو اوو میاشتو کې د دغه هېوا د مالونو د صادراتو او وارداتو ارزښت ۲۳.۶ ټريليون يوانو ته رسېدلی، چې د زیاتوالي سرعت يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۱۰.۴ زياتوالی ښيي، دغه راز د روان کال په جولای کې د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ ارزښت د تېر کال د جولای په پرتله ٪ ۱۶.۶ زیاتوالی ښيي. دغه شمېرې داسې مثبت پيغام ورکوي، چې د چين اقتصاد په پرله پسې توګه د غوړېدو په حال کې دی.

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د شمېر تحليل رياست مشر لي کوي ون وايي، هېواد يې د روان کال له پيل راهيسې د کرونا وبا د کابو کولو ترڅنګ د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د ساتلو په موخه اغېزمن اقدامات غوره کړي او د بهرنۍ سوداګرۍ صادراتو او وارداتو يې له بهرنيو بازاري ستونزو او د کرونا وبا له منفي اغېزو سره سره بيا هم چټک پرمختګ کړی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د روان کال په اپرېل کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د زیاتوالي سرعت صفر اعشاريه يو سلنې ته راټيټ او په مې او جون مياشتو کې بيا چټک لوړ شوی چې په جلاجلا توګه ٪ ۹.۵ او ٪  ۱۴.۳ ښودل شوی دی. په جولای مياشت کې ياد ارزښت همدغه مثبت تمايل ښيي.

د چين د يانګ ځه سيند ډېلټا سيمې او يو شمېر نورو اقتصادي زونونو د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ د زياتېدو لپاره د پام وړ رول لوبولی دی. د روان کال په لومړيو اوو مياشتو کې د يانګ ځه سيند ډېلټا سيمې د صادراتو او وارداتو ارزښت چې درې ولايتونه او يو ښار پکې شامل دي، د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۱۱.۷ زیاتوالی ښودل شوی او د زیاتوالي چټکتیا يې د روان کال د لومړۍ نيمايي په پرتله دوه اعشاريه پنځه سلنه زياتوالی ښيي.  د روان کال په جولای مياشت کې دغه ارزښت د تېر کال د جولای په پرتله ٪ ۲۵.۷ زیاتوالی ښيي چې د ټول هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ لپاره يې د خدماتو انډول له ٪ ۵۰ زيات  شوی دی.

د چين د بهرنۍ سوداګرۍ پوهنتون د ملي ورخلاصون څېړنيز انسټيټيوټ پروفيسور جواګ روی وايي، چې د يانګ ځه سيند اقتصادي سيمه د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه کې بريالۍ شوه او د ځان جوړولو پیاوړی توان يې ښودلی دی. نوموړی همدارنګه وايي، چې  د ټولنې د وضعيت په عادي کېدو سره صنعتي ځنځير هم په تدريجي توګه عادي حالت ته ګرځېدلی او د يانګ ځه سيند ډېلټا سيمې صادرات او واردات ښايي ګړندي او عادي شي او هم د هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ پرمختګ ته قوي خوځنده ځواک ورکړي.

د بهرنۍ سوداګرۍ چټک پرمختګ له سوداګريزو همکارانو سره ښو اړيکو ته ترجیح ورکوي. د روان کال په لومړيو اوو مياشتو کې له اسيان، اروپايي ټولنې، امريکا او د کوريا جمهوريت سره د چين په صادراتو او وارداتو کې په پرله پسې توګه زياتوالی ښيي.

د سيمې د هراړخيزو اقتصادي همکاريزو اړيکو تړون(رسيپ) د روان کال په پيل کې نافذ شوی، چې د بهرنۍ سوداګرۍ د زیاتېدو سبب ګرځېدلی دی. د دې ترڅنګ  ((د یو کمربند او یوې لارې)) پر غاړه له پرتو هېوادونو او د رسيپ له غړو هېوادونو سره د چين صادرات او واردات په جلاجلا توګه ٪ ۱۹.۸ او ٪ ۷.۵ زیاتوالی ښيي، چې د سيمې اقتصادي اتصال او د پانګونو همکارۍ يې پياوړې کړې او د سيمې د اقتصاد بيا سمسورتيا او پرمختګ ته يې انرژي ورکړې ده.

د روان کال له پيل راهيسې د چین د ګمرکاتو عمومي ادارې د رسيپ د اړوندو ګمرکي چارو او تګلارو د ورپېژندلو لپاره ډېر کارونه کړي ، څو تصدۍ په رښتيني توګه اړوندې امتيازي تګلارې درک کړي او ترې ګټې واخلي. د بېجينګ د ګمرکاتو ادارې چارواکې وانګ وې وايي، ادارې يې د دريو برخو ۱۴ مهمو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په موخه اړوند سندونه چمتو کړي او پرلیکه خپرونو کې يې د بېجینګ ښار ۲۴۰۰ تصديو ته اړوند معلومات ورکړي دي.

د چين د چايناټېکس(CHINATEX) کمپنۍ عمومي مدير دوان تاو وايي، کمپنۍ يې د کرونا وبا د منفي اغېزو د مخنیوي په موخه د خپلو اقتصادي فعاليتونو د لګښت د کمولو په هڅه کې ده او له ګمرکي ادارې يې د رسيپ تصديق‌لیک ترلاسه کړی دی، چې له دې لارې يې جاپان ته د توليداتو د ګمرکي تعرفې له ٪ ۱۰ څخه  ٪ ۸.۲ ته راټيټې شوې او يوازې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې يې لګښت څه باندې سل زره يوان سپمول شوي دي.

د روان کال په لومړيو اوو مياشتو کې د چين د هغو تصديو شمېر چې د وارداتو او صادراتو په ارزښت کې يې مثبت زياتوالی راغلی، د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۵.۸ زياتوالی ښيي، چې له دې څخه د شخصي تصديو د وارداتو او صادراتو ارزښت ٪ ۱۵.۳ زياتوالی ښيي او د هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ په عمومي ارزښت کې ٪ ۵۰ خپلوي.

د چين د بهرنۍ سوداګرۍ پوهنتون د ملي ورخلاصون څېړنيز انسټيټيوټ پروفيسور جواګ روی د شخصي تصديو ياد پرمختګونه ډېر د خوښې وړ بللي او لامل يې د حکومت اړوندو مرستندويه پاليسيو او د هېواد اصلاح شوي سوداګريز چاپېريال ته په ګوته کړی دی.

ښاغلي جوانګ دا هم منلې، چې نړيوال اقتصادي وضعيت لاهم پېچلی ښکاري، خو د چين اقتصاد ډېر پټ قوتلري او د مثبت پرمختګ تمایل يې هم نه دی بدل شوی، نوموړی باوري دی، چې د حکومت د يو لړ اقتصادي اقداماتو او تګلارو په عملي کېدو سره به د هېواد اقتصادي فعاليتونه په منظمه توګه عادي شي او بهرنۍ سوداګرۍ به په پرله پسې توګه ثابت پرمختګ وساتي.

Previous Post

د شينجيانګ سيلانيزو چارو پرمختګ موندلی

Next Post

امريکا د تايوان مسئلې په اړه درې لویې تېروتنې کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

امريکا د تايوان مسئلې په اړه درې لویې تېروتنې کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

قطر ته د افغان کارګرانو د استولو لپاره لومړنۍ هوکړه شوې

قطر ته د افغان کارګرانو د استولو لپاره لومړنۍ هوکړه شوې

اپریل 15, 2025
پتریوس: افغانستان کې مو سترې تېروتنې وکړې

پتریوس: افغانستان کې مو سترې تېروتنې وکړې

نوومبر 7, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved