چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين د بهرنۍ سوداګرۍ استقامت له کومه شوی؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 15, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د چين د بهرنۍ سوداګرۍ استقامت له کومه شوی؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د نړۍ تر ټولو لویه موټر وړونکې بيړۍ به څو ورځې وروسته د چين له جيانګسو ولايت څخه وخوځېږي. د چين موټر جوړولو تصدۍ بي وای ډي (BYD)، چې ياده بېړۍ په پورې اړونده ده، د اپريل په ۱۴مې نېټې سي جي ټي اېن ته ويلي، د روان کال په لومړۍ ربع کې يې د دغې بيړۍ په وسيله بهر ته څه باندې ۲۵ زره نوې انرژې کارېدونکي موټرونه صادر کړي او په بهر کې يې د موټر پلورلو اندازه له ۲۰۶.۱ زرو عرادو څخه اوښتې ده، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې يو سلو لس زياتوالی ښيي.

د چين د نوې انرژۍ کارېدونکو توليداتو نړۍ ته نه يوازې نوې او زرغونه ټکنالوژي برابره کړې، بلکې د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ د هڅونې مهم اېنجين هم ګرځيدلی دی. د چين حکومت په همدې ورځ (د اپريل ۱۴مه) يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د سږ کال په لومړۍ ربع کې د دغه هېواد د توکو سوداګرۍ عمومي حجم ۱۰ اعشاریه ۳ ټریلیونو يوانو ته رسېدلی، چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱.۳ سلنه زياتوالی ښيي او په دې جملې کې يې صادراتو په سلو کې ۶.۹ زياتوالی موندلی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د امريکا د بلومبورګ نيوز په ګډون څو بهرنيو رسنيو ويلي، په داسې حال کې چې امريکا د تعرفو په تګلارو د سوداګرۍ نړيوال نظم ګډوډ کړی، دا اسان کار نه دی چې د چين بهرنۍ سوداګرۍ له اټکل وتلې ښه نتيجه تر لاسه کړې او خپل استقامت ښيي.

نړيوالو دې ته پام کړی، د روان کال په لومړۍ ربع کې د چين د توکو سوداګرۍ په وارداتو کې کموالی راغلی، چې له يوې خوا په نړيوال بازار کې د لويو سوداګريزو توکو بيو ټيټوالي پرې اغېزه کړې او له بلې خوا د تېر کال د لومړۍ ربع په مقايسه د روان کال د لومړۍ ربع د کاري ورځو شمېر دوه کم دی. خو مونږ بايد دا په پام کې ولرو، چې په همدغې مودې کې د چين صنعتي توليد په چټکۍ پرمختګ کړی او مصرفي بازار يې  ثابت او ښه روان دی، د پرزو، تجهيزاتو او مصرفي توکو په وارداتو کې يې څرګند زياتوالی راغلی، د بېلګې په توګه د خوراکي غوړيو او تازه او وچو مېوو په وارداتو کې يې په جلا جلا توګه ۱۲ اعشاریه ۱ او ۸ اعشاریه ۳ سلنه ډېروالی راغلی دی. ويلی شو، چين د نړۍ د دوهم لوی سوداګريز هېواد په توګه د صادراتو او وارداتو د زياتوالي قوي بالقوه توان لري او د دغه هېواد لوی بازار د نړۍ لپاره يو ستر فرصت بلل کېږي.

د لوړو تعرفو په شمول د زياتو سوداګريزو خنډونو پر وړاندې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ استقامت له کوم ځايه راځي؟ د چين د ژنمين پوهنتون پروفيسور وانګ شياو سونګ سي جي ټي اېن ته ويلي، چې د چيني اقتصا بنسټيز حالت ښه، بازار يې لوی دی او په ځانګړې توګه صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونه يې قوي استقامت لري. له تېرو څو کلونو راهيسې په نړۍ کې سوداګريز پروټېکشېنيزم او جيوپوليټيکي شخړې مخ په سختېدو دي او د نړۍ صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونه يې له ګواښونو سره مخ کړي دي. چين په همدغسې حال کې د متنوع بازار د جوړولو هڅې کوي چې په دې سره نه يوازې خپلو سوداګريزو همکارانو ته پرمختګ رسوي، بلکې د خطرونو پر وړاندې د مقابلې خپلې وړتياوې هم پياوړې کوي.

اسيان(د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو اتحاد) د روان کال په لومړۍ ربع کې د چين د لومړي لوی سوداګريز همکار پاتې شوی او د دوه اړخيزې سوداګرۍ اندازه يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷.۱ سلنه ښکاري، چې دا شمېر د چين په بهرنۍ سوداګرۍ کې ۱۶.۶ سلنه نيسي. د دې تر څنګ له اروپايي ټولنې سره د چين سوداګريزې اندازې ۱ اعشاریه ۴ سلنه زياتوالی موندلی، چې په کابو هره دقيقه کې د دواړو خواوو ترمنځ د څه باندې ۱۰ ميليونو يوانو په ارزښت سوداګريزې راکړې ورکړې شوې دي. برسېره پر دې، د کمربند او لارې په ګډې ابادۍ کې له ګډونوالو هېوادونو سره د چين سوداګريز حجم ۲.۲ سلنه زياتوالی موندلی، چې دا د دغه هېواد په بهرنۍ سوداګرۍ کې۵۱.۱ سلنه نيسي. که څه هم امريکايي حکومت د لوړو تعرفو په تګلارو سره له چين سره سوداګري خرابه او متزلزله کړې، خو بیا هم په لومړۍ ربع کې د دغو دوو هېوادونو سوداګريز حجم په سلو کې ۴ زياتوالی ښودلی دی.

چين د بهرنۍ سوداګرۍ د هڅونې په پار يو لړ اغېزمنې تګلارې پلي کړي او دغه چاره یې د بهرنۍ سوداګرۍ د استقامت د پياوړتيا لامل ګرځېدلې ده. د چين حکومت د تېر کال په نومبر کې د بهرنۍ سوداګرۍ د ثابت پرمختګ د هڅونې په پار يو لړ تګلارې او اقدامات خپاره کړي، چې د مثال په توګه يې له اړوندو تصديو څخه د مالي ملاتړ زياتول، د پولې اېخوا بریښنایي سوداګرۍ هڅونه، د سوداګريزو شخصيتونو تګ راتګ ته د اسانتياوو برابرول او ځينې نور يادولی شو.

د يادونې وړ ده، بهرنۍ تصدۍ د چين په بهرنۍ سوداګرۍ کې ډېر مهم رول لوبوي. شمېرې ښيي، چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې د چين په بهرنۍ سوداګرۍ کې د بهرنيو تصديو د صادراتو او وارداتو کچه شاوخوا يو پر درېيمه برخه نيسي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اپريل په پيل کې پر خپلو ټولو سوداګريزو همکارانو، د ده په ټکو د بالمثل تعرفو د لګولو اعلان وکړ او نړيوالې سوداګرۍ ته يې سخت زيانونه ورسول. چين بیا په همداسې حال کې له يوې خوا د بهرنۍ او کورنۍ سوداګرۍ د واحد کېدو ګامونه چټکوي او له بلې خوا پر اصلاحاتو او ورخلاصون ټينګار کوي.

ټاکل شوې، په دې څو ورځو کې به د چين د مصارفو پنځم نندارتون او د صادراتي او وارداتي توکو ۱۳۷م نندارتون پيل شوی چې د ګډون کوونکو شمېر به يې نوی ريکارډ جوړ کړي.

د چين بهرنۍ سوداګري د توپانونو پر وړاندې وېره نه لري او په استقامت به مخ پر وړاندې ګامونه پورته کړي. نړیوال به هم معلوم شي، چې د پروټېکشېنيزم لار ښه پایله نه لري او دوی یوازې د ورخلاصون او همکاريو له لارې خپله ښه اينده جوړولی شي.

Previous Post

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ويتنام له صدراعظم فام مينګ چينګ سره وکتل

Next Post

سټیفن: افغانستان کې د ماین پاکۍ لپاره ښه امنیتي شرایط برابر شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
سټیفن: افغانستان کې د ماین پاکۍ لپاره ښه امنیتي شرایط برابر شوي

سټیفن: افغانستان کې د ماین پاکۍ لپاره ښه امنیتي شرایط برابر شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د کرنې وزارت مرستیال د ایران له صنعتي شرکتونو څخه لېدنه کړې

د کرنې وزارت مرستیال د ایران له صنعتي شرکتونو څخه لېدنه کړې

دسمبر 6, 2024
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

اگست 4, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved