چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين د بهرنۍ سوداګرۍ وده مثبت اقتصادي تحرک ښيي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 17, 2024
in نړیوال خبرونه
0
د چين د بهرنۍ سوداګرۍ وده مثبت اقتصادي تحرک ښيي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د هر ملت د اقتصادي مقاومت د کليدي عناصرو له ډلې يو د هغه ملت د بهرنۍ سوداګرۍ پراخوالی دی. د بهرنۍ سوداګرۍ وده دغه راز د چين له اقتصادي مقاومت او ټيکاو سره غوټه شوې ده. د چین د ګمرکونو د عمومي ادارې ارقام ښيي چې د ۲۰۲۴ م کال په لومړيو دريو فصلونو کې د چين بهرنۍ سوداګرۍ په دوامداره توګه وده کړې ده. دغه وده د چين د پياوړي اقتصادي مقاومت څرګندونه کوي چې د بازار محوره بهرنۍ سوداګرۍ پاليسۍ، دوامداره اصلاحات او ور خلاصون او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې چيني توکو ته د تقاضا د لوړېدو پر مټ پر مخ بېول کيږي. يادو ټولو مواردو د چين اقتصادي فعاليت او په نړيواله سوداګرۍ کې د هغه موقف تقويه کړی دی.

د سږ کال له جنورۍ تر سپټمبر پورې د چين د صادراتو او وارداتو ټوله بيه ۳۲.۳۳ ټريليونو يوانو (تقريباً ۴.۵۷ ټريليونو امريکايي ډالرو) ته رسېدلې ده. دغه ارقام په داسې حال کې د ۵.۳ سلنې ودې څرګندونه کوي چې چين له ځينو بهرنيو ننګونو لکه د لويديځو هېوادونو له لوري له خنډونو او په ټوله کې د اقتصاد له کمزورې نړيوالې ودې سره مخ و. د چين د اقتصادي ودې تر شا پراته عوامل د چيني توليداتو ښه شهرت، لوړ کيفيت او له هغو هېوادونو سره د سوداګريز کسر کمولو ته د چين له لېوالتيا څخه عبارت دي چې له چين سره لوړ تجارتي کسر لري. په کور د ننه د اقتصادي ودې له ښه کېدو او په صادراتي مارکېټ کې د تقاضا له لوړيدو سره د چين صادراتو او وارداتو دواړو د پام وړ وده کړې چې دا ټول په خپله د ځينو هېوادونو له لوري د خنډ جوړولو او ملاتړپالنې پر ادعاوو د رد مهر دی.

شمېرې ښيي چې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ وده لا هم پياوړې ده، داسې چې د روان کال په لومړيو دريو فصلونو کې یې د وارداتو کچه په ۴.۱ سلنې ودې سره ۱۳.۷۱ ټريليونو يوانو او د صادراتو کچه یې بيا په ۶.۲ سلنې ودې سره ۱۸.۶۲ ټريليونو يوانو ته رسېدلې ده. چين خپلو دودويزو او پرمختللو توليداتو او خدمتونو لکه عصري صنايعو، برېښنايي وسايلو او پرمختللو ټکنالوژيو ته د نويو بازارونو په لټه کې هم دی. د نړۍ دغه دويم لوی اقتصاد په کور د ننه هم اقتصادي فعاليتونه تقويه کوي او خصوصي کاروبارونو ته مسيرونه برابروي. پايله دا ده چې په راتلونکو مياشتو کې به د بهرنۍ سوداګرۍ ارقام لا ډيره چټکه وده وکړي.

تخنيکي او برېښنايي توکي د روان کال په لومړيو دريو فصلونو کې د چين مهم صادرات وو چې د ټولو صادراتو ۶۰ سلنه برخه یې جوړوله. د لويديځ له ملاتړپالنې سره سره، د لېټيم بېټرۍ او لمريزو هېندارو د صادراتو ارزښت ۷۵۷.۸۳ ميليارده يوانه و چې د صادراتو د ټول ارزښت ۴.۱ سلنه برخه جوړوي. د يادو توکو ونډه به په نړيوال مارکېټ کې لا ډيره شي، ځکه چين د زرغونې پراختيا په برخه کې د خپلې ونډې د ډيرولو په هڅه کې دی. دغه راز، له ۱۶۰ هېوادونو او سيمو سره د چين سوداګري هم د ودې او پراخېدو په حال کې ده.

د سويل ختيځې اسيا هېوادونو په اتحادیه، منځني ختيځ او د کمربند او لارې نوښت په ونډه والو هېوادونو کې د چيني توکو بازار مخ په پراخېدو روان دی. د چين نړيواله سوداګري د صادراتو د مارکېټ په لويېدو سره خورا پراخه شوې چې ورسره چيني توليداتو ته د خلکو ډير پام ور اوښتی دی. د چين له لوري د اسعاري تبادلو پراختيا، سوداګريز تړونونه او د کمربند او لارې نوښت او دغه راز د سيمه ييز جامع مشارکت له ګډونوالو هېوادونو سره د سوداګرۍ پراختيا د اغېز ښندلو په حال کې ده او تمه کيږي چې په راتلونکو مياشتو کې به د چين د صادراتو کچه لا پسې پراخه کړي.

د کمربند او لارې نوښت له غړو هېوادونو سره د چين سوداګرۍ ۶.۳ سلنه وده کړې او ۱۵.۲۱ ټريليونو يوانو ته رسېدلې چې د ټولې سوداګرۍ ۴۷.۱ سلنه برخه یې جوړوي. د سويل ختيځې اسيا د هېوادونو د اتحادیې له غړو او دغه راز اروپايي اتحادیې او متحدو ايالتونو سره هم د چين سوداګري پراخه شوې ده.

دغه راز له لويديځ څخه نړيوال سويل ته د اکمالاتي ځنځير د متنوع کولو هڅې هم ښايي د چين د صنايعو صادرات تقويه کړي او په اوږدمهال کې یې له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.

چين دغه راز هڅه کوي چې له نورو هېوادونو سره سوداګري متوازنه کړي. د ګډې پراختيا د تقويه کولو لپاره به چين د روان کال د ډسمبر مياشتې له لومړۍ نېټې وروسته له هغو هېوادونو پر وارداتو تعرفه صفر کړي چې له چين سره ډيپلوماټيکې اړيکې لري او لږه وده یې کړې وي.

د چين د بهرنۍ سوداګرۍ په وده کې د خصوصي سکټور ونډه هم د یادولو ده. د روان کال په لومړيو دريو فصلونو کې په صادراتو او وارداتو کې د خصوصي سکټور ونډه په ۹.۴ سلنې ودې سره ۱۷.۷۸ ټريليونه يوانو ته رسېدلې وه چې د صادراتو او وارداتو په ټول ارزښت کې یې ۹۳.۸ سلنه ونډه درلوده. دا ارقام له ټولو خصوصي کمپنيو سره د چين د حکومت د مساوي چلند او ټولو اقتصادي سکټورونو ته د برابرې ګټه رسونې څرګندونه کوي.

که څه هم د روان ۲۰۲۴م کال لومړي درې فصلونه د چين د نړيوالې سوداګرۍ د ودې، د مارکېټونو د متنوع کولو، د تقاضا د لوړولو او د سيالۍ د جوګه کېدو لپاره خورا ښه وو، خو اوس اړينه ده چې رامنځته شوی تحرک دوامداره وساتل شي. د صادراتو او وارداتو د تقويه کولو لپاره په وروستيو کې د پاليسيو په جوړولو سره به چين پر خپلې ودې برلاسی وي.

د روان کال څلورم يا وروستی فصل به د سپټمبر په وروستيو کې د اعلان شويو پاليسيو او ترسره شويو اقداماتو پر مټ د صادراتو او وارداتو د ښې ودې شاهد وي. د لوړ کيفيت پراختيا او د ناخالصو کورنيو توليداتو پنځه سلنې ودې ته د رسېدو هدف ترلاسه کېدونکی دی.

Previous Post

په افريقا کې د امريکا د پانګونو او مرستو تر شا څه دي؟

Next Post

اوتنبایوا:د اقلیم بدلون په تړاو بحثونو کې باید د افغانانو غږ واورېدل شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
اوتنبایوا:د اقلیم بدلون په تړاو بحثونو کې باید د افغانانو غږ واورېدل شي

اوتنبایوا:د اقلیم بدلون په تړاو بحثونو کې باید د افغانانو غږ واورېدل شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د ا.ا د دفاع وزیر: ټولو قومونو ته باید په سياست کې برخه ورکړل شي

د ا.ا د دفاع وزیر: ټولو قومونو ته باید په سياست کې برخه ورکړل شي

دسمبر 5, 2022
جان برنان: د خاشقجي د قتل امر ټرمپ او کوشنر ورکړی و

جان برنان: د خاشقجي د قتل امر ټرمپ او کوشنر ورکړی و

اکتوبر 10, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ