چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين د لوړې سويې ورخلاصون نړيوال اقتصاد ته انرژي ورکړې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 5, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د چين د لوړې سويې ورخلاصون نړيوال اقتصاد ته انرژي ورکړې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين اتم نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر په پنځمې نېټې په شانګهای ښار کې پرانیستل شوی او د همدې مياشتې تر ۱۰مې نېټې به دوام ولري.

کريسټينا انلرټ په جرمني کې د چاکلیټو سوداګري کوي او دا یې لومړی ځل دی، چې د خپل شرکت تولیدات به په ياد نندارتون کې پلور او نندارې ته وړاندې کړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

نوموړې وايي، په داسې حال کې چې نړيوال اقتصاد له بې ثباتۍ سره مخ دی، د چين نړيوال وارداتي نندارتون د تصديو لپاره چيني بازار ته د تګ ګړندۍ لاره جوړه کړې ده.

د چين نړيوال وارداتي نندارتون (CIIE) په نړۍ کې لومړی نندارتون دی، چې د حکومت په نوښت جوړ شوی او يوازې وارداتو ته پکې بازار موندنه کېږي.

دغه نندارتون په لومړي ځل ۲۰۱۸م کال کې جوړ شو او تراوسه اوه پړاوه ترسره شوي دي. د سږني نندارتون ډېرو ګډونوالو تصديو د نندارتون په تېرو پړاوونو کې هم ګډون کړی و، چې له دې څخه د چين د لوړې سويې ورخلاصون او له نړۍ سره د پرمختيايي فرصتونو د شريکولو هوډ او صميميت ښکاري او د چین د نړيوال وارداتي نندارتون د لاسته راوړنو شمېرې هم د همدې شاهدي ورکوي.

د دغه نندارتون په تېرو اوو پړاوونو کې تر ۳۰۰۰ زیات نوي توليدات، نوي تخنيکونه او نوي خدمتونه نندارې ته وړاندې شوي، د معاملو ارزښت پکې له ۵۰۰ ميليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی او د بهرنيو ګډونوالو تصديو شمېر يې له ۲۳ زرو څخه زيات شوی دی.

د نندارتون په سږني پړاو کې د تصديو نندارځي لاپراخ شوی او مساحت او د ګډونوالو تصديو شمېر يې د تاريخ نوی ريکارډ جوړ کړی دی.

دا د دې ښکارندويي کوي، چې د چين لوی بازار د نړۍ لپاره يو رښتینی ګټور فرصت دی.

د امریکا د اوریګن- چین د خويندو د اړيکو  شورا (OCSSC) اجرائيه رئيس لانجين به په درېیم ځل د سیمه ييز سوداګريز پلاوي په مشرۍ په دغه نندارتون کې ګډون ولري.هغه وايي، د چين نړيوال وارداتي نندارتون نړۍ ته د ورخلاصون ډېر روښان او پرېکنده پيغام ورکوي.

د جاپان موجي (MUJI)شرکت نړيوال مدير له رسنيو سره خپلې بريالۍ تجربې شريکې کړي او ويلي يې دي: ((په چيني بازار کې زمونږ د شرکت د توکو د خرڅلاو ارزښت له مسلسلو ۱۲ مياشتو راهیسې مثبته وده موندلې او په دغه هېواد کې مو د دوکانونو شمېر ۴۲۲ ته پورته کړی دی. د چين نړيوال وارداتي نندارتون يو داسې هڅوونکی ماشين دی، چې د نړۍ د بېلا بېلو لوريو سرچينې راټولوي او په دغه هېواد کې د بهرنيو تصديو د کاروبار د ژورتيا او هم نړۍ ته د چارو د پراختيا لپاره زمينه برابروي.))

نوښت د سږني نندارتون يوه ځانګړتيا ده، ځکه په سږني پړاو کې به ۴۶۱ نوي توليدات، نوي تخنيکونه او نوي خدمتونه نندارې ته وړاندې شي.

د جرمني سیمنس (siemens) شرکت د نړيوال اجرائيوي رئيس مرستيال شياوسونګ د دغه نندارتون په تېرو ټولو پړاوونو کې ګډون کړی دی. نوموړي ويلي: ((مصنوعي ځيرکتيا دې د دغه پرانيستي او همکاريز پلاټفورم له لارې په صنعتي فعاليتونو کې وکارول شي او هيله ده، چې د چين د ډيجيټلي او ټيټ کاربن بهیر ښه وده ومومي.))

د ښاغلي شياوسونګ يادې خبرې د ډېرو بهرنيو تصديو  هغه اجماع معنکسوي، چې چين نه يوازې مهم بازار دی، بلکې د نويو تخنيکونو د نوښت او کارونې نړيوال ازمايښتي ډګر هم دی.

د يادولو ده، چې سږني نندارتون د پرمختيايي هېوادونو ډېرې تصدۍ راجلب کړې دي.

په دغه نندارتون کې د کمربند او لارې د  ۱۲۳ ګډونوالو هېوادونو تصدۍ ګډون لري چې دغه شمېر د تېر پړاو په پرتله ٪ ۲۳.۱ زياتوالی ښيي. دغه راز په ټولو ګډونوالو تصديو کې ۱۶۳ تصدۍ له لږ پرمختللو هېوادونو څخه دي، چې دغه شمېر د تېر پړاو په پرتله ٪ ۲۳.۵ زياتوالی ښيي. په سږني نندراتون کې د افريقايي توليداتو ځانګړی نندارځی نور هم پراخ شوی او د ګډونوالو افريقايي تصديو شمېر پکې د تېر پړاو په پرتله ٪ ۸۰ زيات شوی دی.

تنزانيايي سوداګره جولي انا مواليپ د ایوکاډو مېوو سوداګري کوي او د ختيځې افريقا په لوړه کې يې د دغې مېوې يو بڼ هم جوړ کړی دی. هغه وايي: (( دا زمونږ د شرکت لومړی ځل دی، چې د یوه بهرني هېواد په نندارتون کې ګډون کوي. سي ای ای يي نندارتون زمونږ په شان منځنيو او کوچنيو تصديو ته د نړيوال بازار د موندنې لپاره ارزښتناک فرصت برابروي. زما په اند، که د تولياتو کيفيت او  د برانډ باور مو تامين شي، چيني بازار به زمونږ اوږدمهاله همکار وي. ))

د چين نړيوال وارداتي نندارتون هر کال په پوره برياليتوب ترسره کېږي او دا د لوړې سويې ورخلاصون ته د چين د ټينګ هوډ ښکارندويي کوي.

 د چين د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ په اړه د ۱۴م پنخه کلن پلان په موده کې یعنې په تېرو پنځو کلونو کې هرکال په اوسط ډول د نړيوالې اقتصادي ودې لپاره د دغه هېواد د خدماتو کچه شاوخوا ٪ ۳۰ ساتل شوې، دغه راز د دغه هېواد لخوا راجلب شوې بهرنۍ پانګې او په بهر کې د دغه هېواد پانګونه د نړۍ په مخکښو ځایونو کې قرار لري. چين په واقعي اقداماتو ثابته کړې، چې ورخلاصون د بشري تمدن مهم خوځنده ځواک او د نړۍ د سمسورتيا او پرمختيا اړينه لار ده.

Previous Post

وانګ يي د افغانستان د زلزلې په مناسبت امیر خان متقي ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه

Next Post

هان جنګ د ټولنيز پرمختګ په دويمه نړيواله سرمشريزه کې ګډون وکړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
هان جنګ د ټولنيز پرمختګ په دويمه نړيواله سرمشريزه کې ګډون وکړ

هان جنګ د ټولنيز پرمختګ په دويمه نړيواله سرمشريزه کې ګډون وکړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکا یو ځل بیا؛ د بایډن خبرې ناسمې تعبیر شوې دي

امریکا یو ځل بیا؛ د بایډن خبرې ناسمې تعبیر شوې دي

فبروري 17, 2022
نوې لار خپرونه | واشنګټن ته د ولسمشر غني او عبدالله سفر

نوې لار خپرونه | امریکا ته د ولسمشر غني سفر او پر سوله یې اغېز

جولای 1, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ