سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين د نړيوال وارداتي نندارتون راتلونکی پرمختګ به څنګه د چين او نړۍ همکارۍ لا پياوړې کړي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 6, 2023
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۵مه نېټه د چين شپږم نړيوال وارداتي نندارتون ته پيغام ولېږه او د دغه نندارتون د راتلونکي پرمختګ په اړه يې هيله وښودله، چې دغه نندارتون به د نوي پرمختګ مزل په ابادۍ کې د کړکۍ رول پياوړی کړي، د لوړې کچې د ورخلاصون په هڅولو کې به د ډګر رول په ښه توګه ولوبوي او نړۍ ته به د نړيوالو توليداتو د برابرولو لاښه خدمتونه وکړي.

 په چين کې د امريکايي تصدۍ جانسن انډ جانسن (Johnson &Johnson) مسؤل سونګ وې چون د رئيس شي د پيغام له لوستلو وروسته وويل، چې (( موږ د لوړې کچې ورخلاصون د ټينګښت په اړه د چين ټينګ هوډ او د نړۍ د اقتصادي پرمختګ او سوداګريزو همکاريو د هڅولو لپاره د چين د مسئوليت احساس او کړنې ليدلې دي. ))

په شمالي اسيا کې د فرانسوي تصدۍ اوريال (L’ORÉAL) مشر او په چين کې د دغې تصدۍ اجرائيوي مشر فيبري خبريال ته وويل، چې د چين نړيوال وارداتي نندارتون زموږ لپاره بازارونو ته د لا زياتو نويو برنډونو د ورپېژندنې ښه فرصت دی. په تېرو پنځو کلونو کې زموږ د تصدۍ له لسو زيات نوي برنډونه د چين بازارونو ته داخل شوي، چې دا په چين کې زموږ د تصدۍ د برياليتوب يو مهم لامل بلل کېږي.

له ۲۰۱۸م کال راهيسې د چين د پنځو دورو نړيوال وارداتي نندارتونونه په برياليتوب تر سره شوي او پکې د لاسليک شويو تړونونو عمومي ارزښت ۳۵۰ ميليارډو امريکايي ډالرو ته نژدې شوی دی.

روان کال په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د تطبيق له ۴۵مې کليزې او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ له لسمې کليزې سره برابر دی. په همدغه ځانګړي وخت کې د چين شپږم نړيوال وارداتي نندارتون د ټاکلې اجنډا له مخې د نومبر په ۵مه نېټه پرانيستل شوی. دغه نندارتون به د چين او نړۍ د همکاريو د پياوړتيا او باکيفيته پرمختګ په هڅولو کې څه رول ولري؟

چين په روان نړيوال وارداتي نندارتون کې د وارداتو د زياتوالي، د هېواد او د ازادې سوداګرۍ د ازمايښتي سيمو لپاره د خدماتي چارو د نړيوالې سوداګرۍ د منفي لېستونو د تطبيق او د ازادې سوداګرۍ د ازمايښتي سيمو د ابادۍ، په های نان کې د ازادې سوداګرۍ بندر په شمول يو لړ تدبيرونه اعلان کړي دي. دغه اقدامات به په چين کې د نړيوالو تصديو د پرمختګ لپاره نورې زياتې اسانتياوې برابرې کړي او دا ښيي، چې د چين نړيوال وارداتي نندارتون د لوړې کچې د ورخلاصون په هڅولو کې د ډګر رول ښه لوبوي. د سينګاپور د صنعت او سوداګرۍ ټولنې اجرائيوي مشر ګوه بينګ شیون وويل، چې (( موږ د بازار د ورخلاصون د پياوړتيا په برخه کې د چين د هڅو او کړنو په مناسبت ډېر خوشاله يو. د اوسني نړيوال اقتصادي وضعيت پر وړاندې، د چين دغه تدبيرونه ډېر ارزښتناک او مهم دي. ))

د چين د شپږم نړيوال وارداتي نندارتون له ۷۲ برخه والو څخه ۶۴ هېوادونه د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ ګډون کوونکي هېوادونه دي. د تصديو په نندارتون کې له ۳۴۰۰ زياتو نړيوالو تصديو څخه څه باندې ۱۵۰۰ تصدۍ د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ له ګډون کوونکو هېوادونو څخه راغلي. په نندارتون کې سوداګريز تړونونه به د اړوندو هېوادونو خلکو ته د ژوند د ښه والي فرصتونه ورسوي. د چين له شپږم نړيوال وارداتي نندارتون څخه خبر اخيستل شوی، چې چين به په شانګهای کې د ورېښمو لارې د الکترونيکې سوداګرۍ د همکاريو ازمايښتي سيمه جوړه کړي.

د چين د مالونو د سوداګرۍ اندازه او د خدماتي چارو د وارداتو او صادراتو اندازه به په راتلونکو پنځو کلونو کې په جلا جلا توګه له ۳۲ زرو مليارډو او ۵ زرو مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتې وي. د چين نړيوال وارداتي نندارتون په نړۍ کې د دولت په کچه لومړی وارداتي نندارتون بلل کېږي او په پر له پسې توګه به نړۍ ته د چين د ورخلاصون ګټې او فرصتونه ورسوي او د نړيوالو تصديو لپاره به د چين په بازار کې د کاروبار د پرمختګ زمينه برابره کړي. د چين لوی بازار به د نړۍ لپاره د ګټو د شريکولو رول ته دوام ورکړي او د چين او نورو هېوادونو ګډ برياليتوبونه به رامنځته کړي.

Previous Post

چمن کې د سوداګرو او سياسي ګوندونو پرلت لا هم دوام لري

Next Post

ستانکزی: پاکستان د پيسو تر لاسه کولو لپاره کډوال سیاسي وسیله ګرځولې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
ستانکزی: پاکستان د پيسو تر لاسه کولو لپاره کډوال سیاسي وسیله ګرځولې

ستانکزی: پاکستان د پيسو تر لاسه کولو لپاره کډوال سیاسي وسیله ګرځولې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چین سوله ییزې لارې د نړیوالو او سیمه ییزو مسئلو د حل لپاره ګټورې دي

د چین سوله ییزې لارې د نړیوالو او سیمه ییزو مسئلو د حل لپاره ګټورې دي

مارچ 15, 2023
چین د روان کال په تېرو۱۱ میاشتو کې په ټرانسپورټي تاسیساتو کې ۳۵۰۰ ملیارډه يوانه پانګونه کړې

چین د روان کال په تېرو۱۱ میاشتو کې په ټرانسپورټي تاسیساتو کې ۳۵۰۰ ملیارډه يوانه پانګونه کړې

دسمبر 29, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ