د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د څوارلسمې ملي کمېټې درېيمه غونډه د مارچ په لسمه نېټه پای ته ورسېده.

د دغې غونډې د پای په ناسته کې د دغه هېواد د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ او نورو ګوندي او دولتي مشرانو ګډون کړی و.
په دغه ناسته کې همدارنګه د دغه هېواد د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د څوارلسمې ملي کمېټې د درېيمې غونډې سياسي پرېکړې تصويب شوې.










