د تېر ۲۰۲۴ کال د دسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې د چين د کمونېست ګوند د غړو عمومي شمېر سل ملیونو، ۲۷۱ زرو ته رسېدلی چې د ۲۰۲۳م کال په پرتله یو ملیون، ۸۶ زره تنه زیات شوی او یو اعشاریه یو سلنه زیاتوالی ښيي.
د چین کمونېست ګوند اوس ۵ میلیونه، ۲۵۰ زره بنسټیز سازمانونه لري، دغه شمېر د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۷۴ زره زیات شوی او ۱ اعشاریه ۴ سلنه زیاتوالی ښيي.












